د بريتانيا نوې تګلاره فرانسه کې ايسار کډوال څرنګه اغېزمنوي؟
د فرانسې په شمال کې کډوالو د بريتانيا د هغه پلان په اړه وېره څرګنده کړې، چې وايي ځينې هغه کسان چې دې هېواد ته را اوړي نو رواندا ته به یې ولېږي خو ډېر وايي دوی لا هم هوډمن دي، چې د بريتانيا سمندرغاړو ته به ځانونه رسوي.
په ډېر شمېر کې خلک په پرله پسې ډول په وړو کښتيو کې له انګرېز تنګی لا هم را اوړي، او په داسې حال کې چې هوا په ښه کېدو ده، ویل کېږي دا شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي.
د بي بي سي خبرياله لوسي وېليمسن، فرانسه کې د کالې شاوخوا سيمې ته ورغلې، هغه ځای چې ډېر کډوال ترې بريتانيا ته رااوړي.