بریتانیا کې استناف محکمې روانډا ته د کډوالو استول ناقانونه بللي‌؛ حکومت سترې محکمې ته اپیل کوي

People wearing bright protective clothing alighting a rescue boat on a beach

د عکس سرچینه، PA Media

بریتانیا کې د استناف یوې محکمې د حکومت هغه پلان ناقانونه بللی، چې غوښتل یې کډوال روانډا ته واستوي.‌

د محکمې په درېیو قاضیانو کې دوو یې په لندن کې د عالي محکمې هغه پرېکړه ناسمه وبلله، چې روانډا ته د کډوالو د استولو پلان یې تائید کړی و.‌

د لندن د عالي محکمې د پرېکړ پرضد د کډوالو ملاتړو خیریه ټولنو او خپله کډوالو د استناف غوښتنه کړې وه.‌

د استناف محکمې قاضیانو ویلي، د ختیځې افریقا دغه هېواد خوندي نه دی او ښايي کډوالو بیرته خپلو هېوادونو ته وشړي، ‌او له همدې امله یې د عالي محکمې پرېکړه چې د ۲۰۲۲ ډېسمبر کې شوې وه،‌ بېرته اړولې ده.‌

د بریتانیا حکومت د یوې تګلارې له مخې پلان درلود، ځینې هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته ننوځي روانډا ته په الوتکو کې واستوي او له هغه ځایه به د پناه غوښتنې مخې ته وړي.‌

د بريتانيا حکومت وايي، دا پاليسۍ يې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه کړې وه، خو د بريتانيا د اپوزيسيون ګوندونو او د بشري حقونو ډلو پرې سختې نيوکې کړې وې.

People walking across after alighting a boat which can be seen in the background

د عکس سرچینه، PA Media

‌د استناف محکمې یوه قاضي د پرېکړې د اورولو پرمهال وویل "دا ګواښ ريښتنی دی، چې ښايي‌ کډوال له روانډا نه بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي او هلته یې ژوند له خطر سره ممخ شي.‌ داسې حال کې چې ښايي‌ دوی د پناه غوښتنې ښې قضیې ولري."

که څه هم قاضي‌ په خپلو خبرو کې وویل، چې روانډا د ښه نیت له مخې د کډوالو د خوندیتاب ډاډ ورکړی، خو زیاتوي چې په محکمه کې اکثریت پر دې باور وو چې هغه ځای د کډوالو لپاره خوندي نه دی او باید و نه لېږل شي.‌

"سترې محکمې ته اپیل"

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، محکمې ته درناوی لري خو وايي‌ له "پرېکړو سره یې په ټینګه مخالف دی. "

ښاغلی سوناک زیاتوي چې روانډا د کډوالو د استولو لپاره "خوندي ځای دی" او ټینګار کوي چې اوس به سترې محکمې ته اپیل کوي.‌

د بریتانیا لومړی وزیر وايي،‌ د خپل حکومت د تګلارې پلې کولو لپاره به هر څه وکړي چې په وس کې یې وي. حکومت اوس د جولای تر شپږمې وخت لري چې ستره محکمه کې د اپیل لپاره عریضه وړاندې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

‌ د بریتانیا په پارلمان کې د حکومت مخالف ګوندونو هم د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار کوي‌، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت دې د دغې ستونزې لپاره نورې حل لارې ولټوي.‌

په بریتانیا کې د کډوالو د یوې ملاتړې ټولنې مشر الېسن پېک اپ وايي، "خوشاله یوو چې محکمې ومنله روانډا د کډوالو لپاره خوندي ځای نه دی."

د محکمې له پرېکړې وروسته،‌ د روانډا حکومت ویلي چې هېواد یې "د نړۍ له خوندي" هېوادونو دی. د دغه هېواد د حکومت یوې ویاندې وویل،‌ د محکمې پرېکړه د بریتانیا کورنۍ مسله ده،‌ خو دا چې "زموږ هېواد خوندي نه بلل کېږي،‌ موږ پرې اعتراض لرو."

سره له دې چې په تېرو دوو محکمو کې روانډا ته د کډوالو د استولو په اړه پرېکړه بېلا بېلې وې، خو د حکومت تګلاره لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې او ښايي‌ په ستره محکمه کې دواړه اړخونه بیا سره مخامخ شي.‌

بریتانیا ته هر کال زرګونه ناقانونه کډوال د کوچنیو کښتیو له لارې له فرانسې اوړې.‌ سره له دې حکومت یې د مخنیوي‌ لپاره له فرانسې سره هوکړې هم وکړي،‌ خو د پام وړ پایله یې نه ده ورکړې.‌