'تېر کال د اته سوه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو مړي هېواد ته لېږدول شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېر کال کې د ۸۰۰ هغو افغانانو مړي بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په نیت وتلي وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال دا هم ویلي چې په تېر یوه کال کې هېواد ته نږدې یو مېلیون افغانان هم بېرته ستانه شوي.
افغانان په نړیواله کچه د هغو کډوالو د لوړ شمېر په سر کې دي چې په ناقانونه کډوالیو وځي، چې ډېری دا لارې له خطرونو هم ډکې وي.
ګڼ داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د ایران او ترکيې په څېر هېوادونو پوله ساتونکي افغانان چې د دغو هېوادونو له پولو د لویدیځو هېوادونو په لور تېرېږي وهي ټکوي او ربړوي چې په ځینو مواردو کې د مړینو لامل هم شوي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د خپل تېر یوه کال فعالیتونو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېر یوه کال کې د کډوالیو په لارو په بېلابېلو پېښو کې د مړو شوو اتو سوو کسانو مړي دغه هېواد ته ورلېږدول شوي.
د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي دغه راز ویلي چې په یادو پېښو کې اتلس سوه کسان ټپيان شوي او نږدې درې زره کسان نور چې د انساني قاچاق له خطر سره مخ وو هم بېرته خپل هېواد ته لېږدېدلي.
همدا پرون شپږ افغان کډوال په صربستان کې له اوبو د تېرېدو پر مهال ډوب شوي. تر هغه وړاندې اروپا ته پر لارو په ګڼو پېښو کې د ګڼو افغانانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي.
دا داسې مهال دي چې په پاکستان او ترکيه کې یو شمېر افغان وګړو بي بي سي ته ويلي چې په دې وروستيو ورځو کې په دغو هېوادونو کې ګڼ شمېر افغان کډوال نيول شوي او ځورول شوي دي.
روانه اونۍ د پاکستان د پوځ د مشر په ګډون پاکستاني چارواکو پر افغانانو د هغه هېواد په ناامنیو کې د لاس لرلو تور هم لګولی و.
اووه میلیونه کډوال
تر هغه وړاندې نورو پاکستاني چارواکو هم ورته تورونه لګولي وو. خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیاراستنېدونکو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبریالانو ته دغه تورونه یو وار بیا رد کړل او د پاکستان له حکومته يې وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د کډوالو د نړيوالو قوانينو مطابق چلن وکړي او دهغوی حقوقو ته ژمن پاتې شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د ګواښونو او تعقیب له وېرې پاکستان، ايران او ترکيې ته کډوال شوي او هلته یې یو شمېر اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو لپاره د ویزو غوښتنه کړې ده.
دغه کډوال په يادو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د امنیتي چارواکو د خپلسرو نیونو، زنداني کېدو، لوټلو او بېرته افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو 'خپلسره نیول او ځورول' بند کړي.
دغه سازمان ویلي و دغه افغانان د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي او پاکستان ته یې پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي پاتې.
افغانستان اوس په نورو هېوادونو کې شاوخوا اووه مېلیونه کډوال او په کور دننه شاوخوا درې مېلیونه بې ځایه شوي کسان لري.
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وايي، په تېر کال کې شاوخوا نهه نیم لکه کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي هم دي.











