د پیرو چارواکي‌ وايي ۲۳ افغان کډوال یې له قاچاقچیانو ژغورلي دي

پیرو

د عکس سرچینه، FiscaliaPeru

د عکس تشریح، چارواکو ویلي دغه کډوال په یوه کور کې له خوړو پرته په توقیف کې ساتل کېدل
    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي

سویلي امریکا کې د پیرو جمهوریت چارواکي وایي چې ۲۳ افغان کډوال یې د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغورلي دي.

د پیرو لویې څارنوالۍ یوه اعلامیه کې ویلي دغه کسان برازیل سره پولې ته څېرمه په 'مادرې دې دیوس سیمه' کې د پولیسو په همکارۍ ترسره شویو عملیاتو کې ژغورل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، په ژغورل شویو کسانو کې ۴ تر څلورو کلونو کم عمره ماشومان دي چې یو پکې ان دوه میاشتنی دی.

د پیرو لویه څارنوالۍ وايي، څېړنو کې ورته مالومه شوې چې قاچاقچیانو دغه کسان په اسانه لارو ایکوادور ته د رسولو په ژمنه تېر ایستي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.‌

دغو افغان کډوالو ته ویل شوي وو چې دوی به لومړی د پیرو سویل ختیځ‌ کې یوه ځايي ښار 'پېرتو مالدونادو'،‌ له هغه ځایه پلازمېنې لیما او بیا شمال لوېدیځ کې د ایکوادرو پر پوله 'تومبېس' ښار ته ولېږدول شي.

خو دوی په همدې پلمه د پیرو او برازیل د پولې اوږدو کې د 'مادرې دې دیوس' سیمې 'اناپاري' کلي کې یوه کور ته وړل شوي چې د چارواکو په وینا هلته له خوړو پرته په توقیف کې ساتل کېدل.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

کډوال او پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې ځانونه د لاتینې او مرکزي امریکا هېوادونو په خطرناکو لارو متحدو ایالتونو او کاناډا ته ورسوي.

د پیرو لویې څارنوالۍ دا نه دي ویلي چې دغو افغان کډوالو قاچاقچیانو ته څومره پیسې ورکړې او دا چې په دې تړاو څوک نیول شوي هم دي که څنګه.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته له دغه هېواد د ناقانونه کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

هغه افغانان چې د امنیتي اندېښنو، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېږدي، هڅه کوي چې ځانونه په مرګونو لارو بېلابېلو لوېدیزو هېوادونو ته وباسی.

تېره فبرورۍ بلغاریا کې په یوه ټرک یا لارۍ موټر کې د لږترلږه ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي وو چې په قاچاقی لارو اروپا ته تلل.