بلغاریا کې په یوه موټر کې د ۱۸ 'کډوالو' مړي موندل شوي؛ پولیس وایي افغانان دي

Kabul

د عکس سرچینه، Reuters

بلغاریا کې په یوه ټرک یا لارۍ موټر کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي دي.

پولیسو ویلي د دوی په باور دغه موټر کې موندل شوي کسان به د افغانستان وي او دا چې په ناقانونه توګه ګاونډۍ صربیا ته قاچاقېدل.

د بلغاریا روغتیا وزیر اسین مېدژېدیف رسنیو ته ویلي چې له دغه موټره د ۵ ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کسان روغتونونو ته لېږدول شوي.

هغه له دوی د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

له دې سره هممهاله د دې پېښې په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر هم ورکړ شوی.

د بلغاریا د پولیسو یوه چارواکي 'اتانس اېکوف' رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو تن پخوا هم د انساني قاچاق په جرم پر بند محکوم شوی.

دا پېښه څنګه شوې؟

Iran

د عکس سرچینه، Reuters

پولیس وایي دا لارۍ موټر د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا د شمال ختیځ ۲۰ کیلومترۍ کې لوکورڅکو کلي ته نږدې درول شوی او دا چې ناقانونه کډوال پکې د دوی قاچاق لپاره په جوړو شویو تنګو برخو کې ځای پر ځای شوي‌ وو.

د بلغاریا روغتیا وزیر وايي دغه موټر کې سپاره کسان سړو وهلي او داسې ښکاري چې له څو ورځو راهیسې یې څه نه وو خوړلي.

ښاغلي مېدژیدیف ویلي "موټر کې په ځای پر ځای شویو کسانو اکسیجن کم شوی دی. سړو وهلي او لانده وو، له څو ورځو یې څه نه دي خوړلي."

بلغاریا کې د څېړنو ملي ادارې مشر بوریسلاو سرافوف رسنیو ته ویلي چې ځینې کډوال د اکسیجن د کمي له کبله مړه شوي.

هغه زیاته کړې چې دغه کسان څو ورځې وړاندې په ناقانونه توګه له ترکیې بلغاریا ته ور اوختي، دوه ورځې ځنګلونو کې پټ شوي او بیا د دغه هېواد سویل ختیځ کې یامبول ښار ته نږدې دغه موټر ته خېږول شوي دي.‌

سربیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د صربیا یوه پنډغالي کې مېشت کډوال

بلغاریا له کلونو راهیسې د افغانستان او منځني ختېځ هېوادونو د هغو ناقانونه کډوالو له کړاو ډکه لار ده چې هڅه کوي له ترکیې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

د دغه هېواد پولیس هم په وار وار دغو ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو سره په بد چلن او د هغوی په بې رحمانه وهلو ټکولو تورن شوي.

په هره توګه دا بلغاریا کې تر دې دمه د ناقانونه کډوالو اړوند تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې.‌

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغه هېواده د ناقانونه کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.‌

هغه کسان چې د امنیتي اندېښنو، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېږدي، هڅه کوي چې په مرګونو لارو ځان اروپايي‌ او نورو هېوادونو ته وباسی.