ایټالیا کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدل؛ د افغانانو په ګډون لسګونه کسان پکې وژل شوي

د ویډیو تشریح، د پولیسو، ساحلي ګارد او ژغورندویانو او مرستندویانو د حضور انځورونه

د ایټالیا په سویلي ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې د ۱۲ ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي دي.

د ایټالوي رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه کښتۍ کې سپاره کډوال د افغان، پاکستاني او ایراني وګړي دي.

د سره صلیب د رپوټ له مخې، نږدې ۸۰ کسان له یادې کښتۍ ژغورل شوي.

کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر له ۱۰۰ ډېر اټکل شوی دی.

د ایټالوي رسنیو د رپوټونو له مخې، ډېر مړي د ایټالیا په سویل کې د کروتون درکالابریا بندري ښار ته څېرمه یوه ساحل سره موندل شوي دي.

د ساحل ساتونکو، پولیسو او د اور وژنې ډلې په سمندر او ځمکه کې د اغېزمن شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان کړي.

A shipwrecked boat that washed up on the coast of Calabria

د عکس سرچینه، Italian Red Cross

دا لا تر دې دمه نه ده مالومه چې یاده کښتۍ له کومه ځایه راروانه شوې وه.

د (ای جي آی) په نامه یوه سیمه ییز خبري اژنس رپوټ ورکړی چې، کښتۍ د حرکت پر مهال سمندر کې ناڅاپه پر یوې ډبرې لګېدلې او ماته شوې ده.

د ایټالیا ساحل هغو کډوالو لپاره یوه مهمه لاره ده چې غواړي د سمندر له لارې اروپا ته ننوځي.

د مدیتراني لاره په نړۍ کې د کډوالو لپاره د تر ټولو وژونکې بلل کېږي.

Survivors of a shipwreck off the coast of Calabria huddle in blankets

د عکس سرچینه، Shutterstock

د ایټالیا ښي اړخي حکومت چې وروستیو کې واک ته رسېدلی ژمنه کړې چې، د ایټالیا سواحلو له لارې د کډوالو د راتګ مخه به ونیسي.

تېرو څو ورځو کې ایټالیا د د خوندیتوب او ژغورنې سخت قانون تصویب کړ.

د څارونکو بنسټونو د رپوټونو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مدیترانې بحیري پر لاره تر ۲۰ زرو ډېر کسان مړه یا ورک شوي دي.