د بېجېنګ ناسته: د سیمې امنیت به د پاکستان، چین او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیرانو د بحث ګډ ټکی وي

 په پام کې ده، د پاکستان، چین او افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیران به د سیمې پر ټیکاو خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، د پاکستان د بهرنیو چاروزارت ایکس پاڼه

د عکس تشریح، په پام کې ده، د پاکستان، چین او افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیران به د سیمې پر ټیکاو خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي د دوشنبې په ماښام چین ته ورسېد، نوموړی به د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين ښاغلی احمدالله زاهد هم په کې دی، چين ولسي جمهوريت ته په رسمي سفر رسېدلی.په پام کې ده چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير به له خپل چينايي سيال ښاغلي وانګ يي سره پر دوو اړخیزو همکاریو خبرې وکړي." ښاغلی تکل وايي، د طالبانو حکومت پلاوی به د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

د چین پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه ناسته د دې میاشتې په سر کې کابل کې شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي چې هغه په یوه رسمي سفر بیجینګ ته رسېدلی او د مۍ له ۱۹ تر ۲۱ به هلته چینايي چارواکو سره خبرې وکړي او د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به ګډون وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د ښاغلي ډار د سفر په اړه ویلي "د چینایي مشرتابه سره د هغه لیدنې به د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو کړکیچونو سربیره پر سیاسي، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو بحثونه وي."

پاکستاني رسنیو ویلي، اسحق ډار به د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره په بیجینګ کې د سیمې د ټیکاو او امنیت پر اړوند مسلو هم خبرې ولري.

تهران فورم کې له ګډون سربېره ښاغلي متقي د ایران له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم ولیدل.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، تهران فورم کې له ګډون سربېره ښاغلي متقي د ایران له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم ولیدل.

امیر خان متقي له ایرانه مخامخ بیجینګ ته لاړ. هغه په ایران کې د تهران اقتصادي تګلارو فورم کې وینا وکړه او ویې ویل"دوی د سیمې په ثبات او پرمختګ کې مهم رول لوبوي."

هغه یادونه وکړه چې "د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې، افغانستان په بریالیتوب سره له مختلفو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې، مثبتې اړیکې ساتلي او پرمختګونه یې درلودل."

امیرخان متقي د دغه سفر پر مهال د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم ولیدل. د ایران له ولسمشر سره د طالبانو د حکومت د پلاوي خبرې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر سر یادې شوي خو هغه هېواد کې د افغان کډوالو اړوند بحثونه هم شوي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې له دغه لیدنې وروسته وویل " مسعود پزشکيان د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ."

کتونکي وايي، د طالبانو حکومت بهرنۍ تګلارې دا مهال له سخت ازمایښت سره مخامخ دي داسې چې په سیمه ایزو کړکېچونو کې ناپیلي پاتې کېده او د اړیکو توازن ساتلو هڅې کولی شي د افغانستان له ټیکاو سره مرسته وکړي هغسې چې ښاغلي متقي په تهران فورم کې وویل " دمتوازنې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي." خو دا اړیکې ښايي هغسې چې یې دوی تمه لري هومره متوازینې پاتې نه شي لکه چې د هند او پاکستان په کړکېچ کې ځينو پاکستاني سیاستوالو او چارواکو د طالبانو پر تګلارو نیوکې وکړې او ادعا یې کړې چې ګواکې د هندي پلوي یې کړې ده.