څه چې پر پاکستان او کشمیر د هند له بریده روښانه شوي

د مظفر اباد ښار شپنی انځور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مظفر اباد ښار شپنی انځور

پر پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر پر ځینو سیمو د هند بریدونه له هغې خونړۍ پېښې دوه اونۍ وروسته کېږي چې، د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو یو شمېر ګرځندویان ووژل.

د هند دفاع وزارت ویلي، د "سیندور" په نوم عملیات د ۲۵ هندي او یوه نیپالي وګړي د غچ اخستلو ژمنې یوه برخه وه چې د اپرېل پر ۲۲مه ووژل شول.

پاکستان چې دغه برید کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي، د هند برید بې دلیله ګزارونه بولي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي "د تیري دا ناوړه عمل به بې سزا پاتې نشي".

د پاکستان پوځ وايي، پنځه هندۍ الوتکې او یو ډرون یې غورځولی. هند دغو ادعاو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان وايي د هند بریدونو کې تر اوسه اته ولسي وګړي وژل شوي. هند بیا د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د درې تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

هند کومې سیمې په نښه کړې؟

ډیلي د چهارشنبې پر سهار وویل چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او پاکستان کې دننه یې نهه بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي.

هندي چارواکو وویل هغو سیمو کې چې "ترهګریز مرکزونه " او وروستی برید په کې پلان شوی و، پرې ګزارونه شوي او دا چې هیڅ ډول پاکستاني پوځي تاسیسات یې نه دي ویشتلي.

هند ټینګار کړی چې " ګامونه یې متمرکز، سنجیده وو او د کړکېچ پراخولو هڅه نه وه."

پاکستان ویلي، درې بېلابېلې سیمې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې مظفر اباد، کوټلي، او د پاکستان د پنجاب ایالت بهاولپور سیمې د هند د بریدونو نښې ګرځېدلې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف جیو تلویزیوني شبکې ته وویل چې هند پر ولسي ځایونو بریدونه کړي او زیاته کړې ده، د هند ادعا چې "د ترهګرو مرکزونه یې په نښه کري" درواغ دي.

هند ولې دا برید وکړ؟

دا بریدونه د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د پهلګام په ښکلي تفریحي ښار کې د ډزو په تړاو د اونیو زیاتیدونکي تاوتریخوالي وروسته وشول.

د اپریل پر ۲۲مه د اورپکو د یوې ډلې لخوا په برید کې ۲۶ کسان ووژل شول، چې ژوندي پاتې شويو کسانو ویلي وو اورپکو هندو سړي جلا کول او وژل یې.

دا په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې پر ولسي وګړو تر ټولو خونړی برید و، څه چې په هند کې پراخه غوسه وپاروله.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، هېواد به یې " د ځمکې تر بل سره" شکمن کسان وڅاري او هغوی چې دا برید یې پلان کړی " د هغوی له تصور پورته" سزا به ورکړي.

هند لا خو کومې ډلې ته مخامخ د پړې ګوته نه ده نيولې او لا هم په پهلګام کې د شوي برید بشپړه کیسه نه ده روښانه چې چا او څه ډول کړی.

هندي پولیسو تور لګولی چې دوه "ترهګر" یې پاکستاني وګړي دي او اسلام اباد یې د وسله والو پر ملاتړ تورن کړی دی. پاکستان دغه تورونه رد کړي دي او وايي د اپرېل ۲۲مې له برید سره هیڅ تړاو نه لري.

تېرو دوه اونیو کې دواړو هېوادونو دیپلوماتان ویستل، د ویزو ځنډول او د پولو تړلو په څېر د یوه بل پر وړاندې یې ځیني ګامونه پورته کړي دي.

اټکل دا و چې ښايي دا پر پوله جګړه پېښه کړي هغسې چې په ۲۰۱۹ د پلوامه بریدونو وروسته چې ۴۰ هندي پوځيان په کې ووژل شول.

ولې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې ټکی دی؟

دواړه هېوادونه د کشمیر د مالکیت دعوه کوي خو له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې بریتانیا یې خپلواکي واخیسته یو هم پر ټول کشمیر بشپړ واک نه لري او دواړه یې پر ځينو برخو واک لري.

دواړو هېوادونو دوه وارې د کشمیر پر سره جګړه کړې ده.

خو په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو بریدونه دي چې کله نا کله دواړه هېوادونه شخړو ته نژدې کوي. له ۱۹۸۹ کال راهیسي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بغاوتونه لیدل کېږي چې امنیتي ځواکونه او ولسي خلک په نښه کوي.

په ۲۰۱۹ کې د هندي قانون د۳۷۰ مادې له مخې د کشمیرد نیمه خپلواکۍ له لغوه کېدو وروسته دا پر ولسي وګړو تر ټولو لوی برید وو.

له دغه پرېکړې وروسته دغه سیمه د اعتراضونو شاهده وه خو بیا هم په کې د اورپکۍ کمی لیدل کېده او دا چې د ګرځندویانو شمېر لوړ شوی وو.

په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۹ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، هند د کنټرول پر کرښه د وسله والو مرکزونه په نښه کړل.

په ۲۰۱۹ کې د پلوامه برید سره چې ۴۰ هندي سرتیري په کې ووژل شول، هند پر بالاکوټ هوايي ګزارونه وکړل. دا له ۱۹۷۰ کال راهیسې لومړی ځل و چې هند د پاکستان خاورې دننه د غچ دغه وړ بریدونه کوي.

تر اوسه خبره ناورین حالت ته نه ده رسېدلې خو د داسې څه پېښېدو شونتیاو مخنیوي لپاره نړیوال دیپلوماتان پرلپسې خوارۍ کوي چې حالت کابو کړي او د کړکېچ پراخېدو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش " د لوی زغم" غوښتنه کړې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ویلي هیله لري چې جګړه " ژر پای ته ورسېږي."