چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي طالبان "ټولشموله حکومت" او "ترهګرۍ سره مبارزې" ته وهڅوي

چین او پاکستان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې طالبان په افغانستان کې "ټولشموله حکومت جوړولو"، "ښه ګاونډيتوب" او "ترهګرۍ سره مبارزې" ته وهڅوي.
دا څرګندونې د پاکستان او چین د لومړیو وزیرانو تر کتنې وروسته د دواړو هېوادونو په هغه ګډه اعلامیه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې راغلي دي.
خبرپاڼه له چینايي سیال لي کیانګ سره د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر کتنې ورټوله ده چې په بیجینګ کې یې ورسره کتلي او له اوږده پنځه ورځني سفر وروسته اوس بېرته اسلام اباد ته ستون شوی دی.
په دې ګډه اعلامیه کې بیجېنګ او اسلام اباد د خپلمنځي اړیکو پراختیا تر څنګ له افغانستان سره هم د خپلو دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه او خپلې ځينې غوښتنې بیا تکرار کړې دي.
دواړه لورو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بشر دوستانه چارو په برخه کې د شته ننګونو په سمه توګه پېژندلو او اقتصادي پیاوړتیا کې دې د افغانستان "مثبت ملاتړ" وکړي.
همدا راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې "له افغانستان سره د باثباته پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د ورګډېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي" او د طالبانو واکمن حکومت هڅوي چې "ټولشموله سیاسي چوکاټ، ښه ګاونډيتوب، منځلارې پالیسي غوره او له ترهګرۍ سره کلکه مبارزي وکړي چې خاوره یې د ترهګریزو کړنو لپاره ونه کارول شي."

د عکس سرچینه، TALIBAN
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د چین او پاکستان د مشرانو دغو څرګندونو یا ګډې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې له نړۍ سره د اړیکو پر ښه کېدا ټينګار کړی او دا یې تل رد کړي چې ګواکې افغانستان دې ګاونډیو او یا کوم بل هېواد ته ګواښ وي او په وار وار یې ویلي چې چا ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد خاوره د چا پر ضد د ترهګریزو کړنو لپاره وکارېږي.
له طالبانو د ټولشموله حکومت غوښتنه هم نوې نه ده خو اوسني واکمنان خپل حکومت ټول ګډونه ګڼي او په دې اړه د ځينو هېوادونو دریځونه په خپلو کورنیو چارو کې "لاسوهنه" بولي.
چین او پاکستان ستراتژیک ملګري بلل کېږي او په وروستیو کې د چین او طالبانو حکومت تر منځ اړیکو هم د ګڼو پام ور اړولی دی. تر سوداګرۍ او خپل منځي اړیکو ور هاخوا دواړو هېوادونو د یوه بل ډېپلوماټان د رسمي مراسمو په ترڅ کې منلي دي.

د عکس سرچینه، BILAWALBHUTTOZARDARI
له پاکستان سره د طالبانو اړیکې که څه هم ثابتې نه بلل کېږي خو فکر کېږي چې اسلام اباد به هرو مرو د خپلو ځينو اندیښنو لېرې کولو په موخه د چین له نفوذه ګټه اخلي.
پاکستان تل په افغانستان تور پورې کړی چې پاکستاني طالبان ساتي او دا چې په پاکستان کې ډېری ناامنۍ له هغه ځایه پلانېږي.
خو د طالبانو حکومت بیا دا تورونه تل بې بنسټه بللې او ویلي یې دي چې د خپلو چارو ناکامي باید پر افغانانو ونه تپل شي.








