'هغوی راته وویل، حجاب او سوکوهنې کې یو غوره کړه'

د عکس سرچینه، Reuters
زینه نصر له خپلې مور او پلار سره د جرمني په برلین ښار کې د دوی په کور کېناسته، له هغې سره یادښتونو هم وو، غوښتل یې مور او پلار دې ته رضا کړي چې دا د سوکوهنې زدهکړې ته پرېږدي.
دغې ۱۳ کلنې نجلۍ پر یوټوب د ښځینه سوکوهونکو له تمریني ویډیوګانو الهام واخېست. له دغه ورزش سره یې سملاسي تړاو احساس کړ ځکه د سوکوهنې غږ، حرکتونه او د دې لوبې ځواک خوند ورکړ.
نصر اوس ۲۷ کلنه ده، بي بي سي ته وایي: "ما هغه ویډیو بیا بیا ولېده. پوهېدم چې همدا هغه څه دي چې زه یې کول غواړم."
نو نصر لکه یو ځوانه وکیله خپله قضیه یې د مور او پلار مخ ته کېښوده او د خپل راتلونکي لپاره یې استدلال پیل کړ.
هغې وویل: "ورته مې وویل چې دا به زما د ښوونځي تمرکز ښه کړي، زه به یوازې د نجونو نږدې جیم یا کلپ ته لاړه شم او سوکوهنه د درناوي او نظم لوبه ده."
مور او پلار یې په اسانۍ رضا کړل او خبره یې ورسره ومنله. همدا یې د پیل اسانه کار و.
په جرمني کې زېږېدلې او د لبناني ریښې لرونکې نصر هغه مسلمانه نجلۍ چې په ویاړ یې حجاب اغوسته، ډېره ژر پوهه شوه چې تر ټولو لوی خنډ یې له کورنۍ بهر دی.
دا له سیمهییز سوکوهنې جېم سره یوځای شوه خو په هماغه وخت کې ملي او نړیوالو مقرراتو په سیالیو کې د حجاب اجازه نه ورکوله. هغه به اوس د سوکوهنې د زدهکړې ترڅنګ په دې لوبه کې د حجاب منلو لپاره هم مبارزه کوي.
هغې وویل: "خلکو به راته ویل چې باید یا خپل حجاب وټاکم یا ورزش. ما به فکر کاوه: ولې باید یو غوره کړم؟ زه خو چا ته زیان نه رسوم. زه یوازې د سوکوهنې زدهکول غواړم."
د بېعدالتۍ پر وړاندې همدا دریځ بالاخره د هغې د مسلک تعریفوونکې ځانګړنه شوه.
نصر به د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د خپل مسلکي ژوند د پیل سیالۍ کوي او هغه هم په حجاب کې، بدن به یې بشپړ پټ وي. نړیوالو ته افسانه ده. روزونکی یې روي جونز جونیور به هم ورسره وي.
هغه به لومړنۍ داسې سوکوهونکې وي، ځکه د حجاب له امله په دې کچه مسلکي پېژندل شوې ښځینه سوکوهونکې نشته. نو دا د نصر د پیل مبارزه لا مهمه کوي او ډېرې سترګې ور اوړوي.
د داسې ماشومې لپاره دا ډول لاستهراوړنه لویه خبره ده.

د عکس سرچینه، Reuters
حجاب اغوستونکې څنګه قوانین بدل کړل
د ۱۴ کلنې نصر له امله په جرمني کې د نامسلکي سوکوهنې په قوانینو کې بدلون راغی، اوس نو هغه له اوږدو لستوڼو او حجاب سره سیالي کولی شي.
خو کله چې د خپلې لومړۍ نا رسمي سیالۍ لپاره پورته شوه، د ټولو خلکو پام هغې ته و.
هغه وایي: "ما ولیدل چې څومره ډېر خلک راته ګوري. ځینو خو راته وویل چې په دې بڼه نه شې جنګېدلی. ما ورته وویل: 'مهرباني وکړئ، موږ خو تازه قوانین بدل کړي دي.''
"زه نه پوهېدم، باید د زما د کارکردګۍ پر بنسټ ارزونه شوې وی چې په رېنګ کې څومره ښه یم خو ډېر خلک مې مخالف وو."
نصر په رېنګ کې وځلېده او د خلکو فکرونه یې بدل کړل، څو ځلې یې د برلین اتلولي او ملي لقبونه یې وګټل او په همدې حال کې یې د خپلو عقایدو درناوی وساته.
خو کله چې سوکوهنې نړیوالې اتحادیې (IBA) هغې ته د اروپا اتلولیو بلنه ورکړه، نصر له بل خنډ سره مخامخ شوه. حجاب لا هم په نړیوالو سیالیو کې منع و.
نو هغې په ۱۹ کلنۍ کې د نړیوالو مقرراتو د بدلون لپاره کمپاین پیل کړ.
هغې وویل: "جرمني یې ملاتړ نه کاوه خو زه پر خپل دریځ ټینګه وم. ما غوښتل چې د هر بل ورزشکار په څېر عادلانه چلند راسره وشي."
په ۲۰۱۹ کې IBA د حجاب بندیز پای ته ورساوه. اوسمهال په نړیواله سوکوهنه کې د حجاب او بشپړ سر پټولو اجازه هم ورکول کېږي.
نصر وايي: "زما له امله اوس هره ښځینه اماتوره سوکوهونکې کولی شي چې له حجاب سره لوبه وکړي او همدا زما تر ټولو لویه بریا ده."
په مسلکي سوکوهنه کې د حجاب کارولو قوانین
د نصر کمپاین د اماتورې سوکوهنې نړۍ بدله کړه او په ۲۰۱۷ کې د نایک پام هم ور واوښت، هغې د دې شرکت نوې ورزشي حجابونه ولیدل.
خو په مسلکي کچه څه؟ قوانین څه وایي؟ ایا حجاب خطرناک کېدلی شي؟ ګټه یې څه؟
بي بي سي له ګڼو سمبالګرو او تصدیق ورکوونکو ادارو سره اړیکه ونیوله. WBO د (سوکوهنې نړیوال سازمان) د داسې جامو اغوستلو پرېکړه سیمهییزو کمېسیونونو ته سپاري. IBF د (سوکوهنې نړیوال فدراسیون) د مذهبي سرپوښ په اړه ځانګړي مقررات نه لري.
د بریتانیا د سوکوهنې د کنټرول بورډ چې په بریتانیا کې مسلکي سوکوهنه تنظیموي، د ورزش لپاره د ډیزاین شویو حجابونو اجازه ورکوي.
د جرمني د سوکوهنې فدراسیون مشر اولیور وټمن مني چې په دې برخه کې ډېرې مخکېنۍ بېلګې نشته خو د حجاب د خوندیتوب او د دې له خطره اندېښنه څرګندوي چې ښايي د سیالۍ پر مهال حجاب یا هغه څه چې سر په کې پټ شوی وي، وغورځي.
نصر د وټمن اندېښنو ته د خپلې شخصي تجربې پر ژمنتیا ځواب ورکوي:
هغې وویل: "په شاوخوا ۱۰۰ اماتور سیالیو کې هېڅکله حجاب کومه ستونزه نه ده جوړ کړې."
او طبي متخصصین هم همدا نظر لري. پروفیسر مایک لوزمور چې د ټیم جي بي د طبي افسر په توګه کار کړی، وایي: "دا هېڅ موضوع نه ده."
هغه زیاتوي: "حجابونه له سپکو او تنفس وړ موادو جوړ شوي دي. له حجاب سره د سوکوهنې په اړه هېڅ ستونزه نه وینم.
هغوی خوندي دي. نه ورزشکار ته ستونزه جوړوي او نه سیال ته."
پاکستان د څلور ورځنیو لویو سیالیو لپاره داسې ځای دی چې مشهور نه دی
پاکستان عموماً د نړیوالو سوکوهنو سیالیو کوربه نه ګڼل کېږي خو تمه ده چې له ۲۰ زرو ډېر مینهوال د لاهور په څلور ورځنیو مسلکي سیالیو کې ګډون وکړي.
دا سیالي د پاکستان په پنجاب ایالت کې کېږي چې د پنجاب حکومت یې ملاتړ کوي. بریتانوي سوکوهنوکي، الېکس، جېمي کېلې او د جېمې مېټکالف تر څنګ به کورني او نړیوال لوبغاړي په دغه سیالیو کې ګډون کوي.
نصر دا تجربه "ویاړ" ګڼي چې په یوه اسلامي هېواد کې سیالي کوي.
د دې سیالیو جوړوونکی لېورپولیایي کریس ګلوور زیاتوي: "سوکوهنه د ټولو لپاره ده. که نصر حجاب اغوستل غواړي، که د کاوبوای خولۍ هم واغوندي، زما لپاره هېڅ توپیر نه لري. هغه یوه مخکښه شخصیت دی."
د لوبې پرمهال به په یوه کونج کې روزونکی او سلاکار روي جونز جونیور هم ولاړ وي، هغه روزوونکی چې خپله هم په څلورو وزنونو کې د نړۍ اتل پاتې شوی. نصر هغه کلونه مخکې په یوه IBA مراسمو کې لیدلی و.
هغې په خندا وویل: "باور مې نه راځي چې د هغه ترڅنګ ناسته یم.
ورپسې یې راته تیارۍ بېلګې وښودلې، سلا مشهورې یې راکړې او اړیکه مو وساتله. هغه راته د پښو د پنجو پر خوځښت، ځواک او باور په اړه ډېر څه را زده کړل."
نصر ځان ته یو زړور هدف ټاکلی: په شپږ یا اوو سیالیو کې د نړۍ اتلولۍ ګټل.
او که دغې نجلۍ تر دې ځایه د رسېدو لپاره یې له څو څو خنډونو تېرېدل په پام کې ونیسو، داسې نه ښکاري چې څوک دې په هغې شرط وبایلي.








