د بي بي سي موندنې: بريتانیا ته د افغان فوټبال د ځینو ښځینه لوبغاړو پر ځای نورې نجونې راغلې

فوټبال افغانستان نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا افغانې لوبغاړې او کورنۍ یې لومړي پاکستان ته ولاړلې او له هغه ځایه بریتانیا ته ورسېدې
    • Author, ياسمين ارا خان، اډم بوين او علي همداني
    • دنده, بي بي سي نيوز نايټ

بي بي سي ته مالومه شوې، له افغانستانه د افغانانو د وتو بهیر کې د فوټبال ځینې ټيټ پوړې ښځینه لوبغاړې د هغو پر ځای راوستل شوې چې ډېرې مشهورې وې.

د فوټبال ښځینه لوبغاړې د طالبانو له واکمنۍ ځکه په تېښته دي چې وېره لري، د طالبانو حکومت په ورزش کې د ښځو ګډون له اسلام سره په ټکر کې بولې نو ځکه ښایي دوی له سزا سره مخ شي.

د بريتانیا کورنیو چارو وزارت دغو ښځو او نجونو ته وېزې ورکړې، په داسې حال کې د بي بي سي نیوز نایټ برخې هغه نوملړ ته لاس رسی درلود چې بریتانیا ته یې د را اېستلو لپاره خپل اسناد سپارلي وو.

سره له دې چې نومونه او د پېژندګلوی مالومات یې کره دي، خو په ملي ټیم یا لوبډلو کې د دوی د غړیتوب په اړه ورکړل شوي مالومات په ځينو برخو کې ناسم برېښي.

بي بي سي له ځینو پخوانیو لوبغاړو، لوبډلمشرانو او چارواکو سره خبرې کړې او دا روښانه شوې چې ۱۳ تنه یې د دوی په باور په لېستونو کې د شته ټیمونو غړې نه دي.

ډېرې دغه راېستل شوې ښځې د هرات د ځوانانو ټیم غړې معرفي شوې دي. خو نیوز نایټ د همدغه ټیم پخوانی روزونکی نجیب الله نوروزي موندلی چې اوس مهال په ايټالیا کې د ښځو فوټبال برخه کې فعالیت لري.

Afghanistan women's football team players

د عکس سرچینه، Getty Images

نوروزي وایي، کله یې چې دغه نوملړ وليد، نو حیران شو چې ایا ځینو له دغو را اېستل شویو کسان به ان د هرات فوټبال لوبغالی لیدلی وي کنه، دا خو په ځای پرېږده چې د ملي ټیم لپاره به یې کومه لوبه کړې وي.

نوموړی زیاتوي: "ما په دې نوملړ کې داسې کسان وليدل چې یو ځل یې هم هرات کې د فوټبال ټیم جامي نه دي اغوستې."

خو د هغو ریښتیني لوبغاړو چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، کرکه یې په زیاتېدو ده ځکه فکر کوي چې د دوی په ځای نورې نجونې په جعلي اسنادو وتلې دي.

په دوی کې یوه چې نه غواړي مالومات یې ډاګیز شي، نیوز نایټ ته وویل: "طالبانو د ښځو او نجونو لپاره ورزش بند کړی، موږ په افغانستان کې له ناڅرګند برخلیک سره پاتې یوو، دا ما ډېره غوسه او خفه کوي چې موږ د اصلي لوبغاړو په توګه پاتې یوو او نورې مو په ځای اېستل شوې دي."

صبریه نوروزي د هرات ځوانانو ټیم پخوانۍ لوبډلمشره د خپل ټیم له ځینو غړو لکه نرګس، سهر او فاطمې سره را اېستل شوې.

هغه اوس د بریتانیا په شمال کې فوټبال لوبه کوي. بریتانیا ته له راتګ مخکې چې کله هغه په پاکستان کې په هوټل کې اوسېده وایي، ځینې یې په لومړي ځل ولیدلې چې ځانونه د ټیم غړې معرفي کوي.

اغلې نوروزي زیاتوي، یو ځل یې بریتانیا کې پرېکړه وکړه چې را اېستل شوې ښځې په د دوو ټیمونو و وېشې: "ځکه یو ټیم له سره فوټبال نه شو کولی."

Sabriah Nowrozi

د کابل له پر ځېدو څو میاشتې وروسته، د فوټبال ښځینه لوبغاړو د را اېستلو لړۍ د بریتانیا د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې پرېټي پټېل لخوا پیل شوه.

کورنیو چارو وزارت وایي، دا کار یې له خطره سره د مخ افغانانو د لاس نیوي په برخه کې د بريتانیا ژمنتیا په ډاګه کوي: "له فوټبال سره مینه د دې لامل شوه چې دا نجونې او مېرمنې ځان د طالبانو له ګواښ سره مخ کړي، موږ ویاړو چې لوبغاړې او کورنۍ مو یې خوندي کړ‎ې."

سیو اني ګېل د "روکېټ" په نامه خیریه ټولنه چلوي او بريتانیا ته یې د فوټبالرانو په را اېستلو کې ونډه لرله.

نوموړې وایي، کورنیو چارو وزارت د ښځینه فوټبالرانو د اسنادو په چک کولو کې ناکام و او تر ډېره یې د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې او کمپاینرې خالدې پوپل لخوا په ورکړل شوي نوملړ بسنه کړې.

اغلې ګېل وایي: "خالدې پوپل په شخصي توګه په لېست کې ډېر نومونه ځای په ځای کړي وو. موږ له خالدې پوښتنه وکړه، چې ایا تاسو دا فوټبالرانې چک کړې وې؟ هغې وویل، بلې، دوی پرته له شکه لوبغاړې دي."

اغلې پوپل د " ګېرل پاور" یا د نجونو پیاوړتیا په نامه د نادولتي موسسې مشري کوي، چې ورزش کې د ښځو ونډې زیاتوالي ته کار کوي.

خالده پوپل وایي، په قصدي توګه یې له داسې چا سره مرسته نه ده کړې چې فوټبالرانې نه دي او دا یې هم وویل چې "روکېټ" بنسټ له وړاندې له نوملړ څخه ځینې کسان اېستلي او ځینې نور یې پکې شامل کړي دي.

Former Afghanistan women's football captain Khalida Popal

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان پخوانۍ لوبډلمشرې نورو لوبغاړو سره پام وړ مرسته کړې

روکېټ منلې چې دوی ځینې نومونه لیست ته ور زیات کړي، خو وایي دا کار یې له اغلې پوپل سره په همغږۍ کړی.

خالدې پوپل نیوز نایټ ته په یوه بیان کې ویلي: "زه هغه تورنه نه منم چې په ما لګول شوي، ما په تکرار شواهد وړاندې کړي او سپیناوی مې کړی، هره غوښتنه چې ما پکې رسمي رول درلود، په قصدي ډول منحرفه کېږي چې ګواکې د را اېستل شویو کسانو هویت ناسم دی."

بل خوا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وایي: "موږ له یو شمېر هغو ادارو سره کار کوو چې دا ډله یې پېژندلې او موږ ته یې رالېږلې ده، د دې بهیري د یوې برخې په توګه یې امنیتي ارزونې ترسره کړي. که داسې شواهد وي چې ورکړل شوي مالومات ناسم وو، د کورنیو چارو وزارت به یې په اړه پلټنې وکړي."