"د افغان ښځینه ورزشکارانو له ګډون پرته دې نارینه هم د پاریس اولمپیک کې ګډون نه کوي"

د عکس سرچینه، FRIBA REZAYEE/FB
فریبا رضايي چې د لومړۍ ښځینه ورزشکارې په توګه یې د افغانستان په استازیتوب اولمپیک سیالیو کې ګډون کړی و، په اولمپیک سیالیو کې د نارینه ورزشکارانو پر ګډون د بندیز غوښتنه کړې.
نوموړې ځکه د نارینه ورزشکارنو پر ګډون اعتراض کړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته ښځینه ورزشکارانې په دغو سیالیو کې له ګډونه منع شوي دي.
هغې د بي بي سي نړیوالو خپرونو راډيو ته ویلي: "دا څنګه کېدی شي چې ښځې دې د ورزش له حق محرومې کړل شي او طالبانو ته دې اجازه ورکړل شي، چې داسې ډله واستوي چې ټول لوبغاړي یې نارینه دي."
د اولمپیک نړیوالې کمېټې ویلي، د پاریس المپیک کې ښځینه او نارینه ورزشکارانو ته د ګډون مساوي حق ورکړل شوی دی.
مېرمن رضایي دې خبرې ته په اشارې ویلي، د افغانستان په استازیتوب یوازې د نارینه ورزشکارانو ګډون ورته د منلو نه دی:
"په ۲۰۰۴ کال کې د یونان اتن ښار اولمپیک سیالیو کې ګډون زما لپاره یوه لویه تجربه وه چې زه پرې ویاړم. ویاړم چې د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ ښځه وم چې په دې سیالیو کې مې ګډون کړی و."

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې همدا راز زیاته کړې: "ماته یوازې اولمپیک سیالۍ مطرح نه وې، له هغې ډېر راته مهم دا و چې افغانستان تازه د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ او د امریکا له جګړې خلاص شوی و او زمونږ لپاره نوې ورځ وه."
هغې دا هم ویلي، په هغو کلونو کې ښځې ډېرې لېواله وې او ورزش ته یې مخه کړه: "هغوی له ورزش ډېر ازادۍ ته خوشاله وې او دا چې د ښځو حقونو ته پام وشي او پر نړیوال سټیج راشي او نړۍ ته وښيي چې افغانې ورزشکارې ښځې هم شته او مهمې دي."
مېرمن رضايي مرکه کې ویلي، ورزش ورته د خپلو حقونو د دفاع لپاره انرژي ورکوله، د کراتو ورزش یې ځکه وټاکه چې په وینا یې "د ورزشکارې ټولې بدن پکې پوښل کېدای شي او د کورنۍ د اجازې اخيستل هم اسانوي."
"د افغان نارینه ورزشکارانو د ګډون تحریمول بې انصافي ده"
ځینې وايي، اولمپیک سیالیو کې د نارینه ورزشکارانو د ګډون تحریمول په اوسنیو شرایطو کې "بې انصافي" ده او د ښځو پر نه ګډون کومه اغېز نه لري.
د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د ښځو د حقونو اړند د اولمپیک منشور د نقض له امله د افغانستان ورزشي ډلې اولمپیک کې له ګډون منع شوې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې مشره کېټ کلارک بي بي سي ته ویلي، له ګڼو افغان نارینه ورزشکارانو سره یې خبرې کړي، چې له هغه بندیز وروسته اولمپیک سیاليو کې ګډون ته هیله من وو. هغه وايي: "دې نارینه و د طالبانو په حکومت کې هيڅ واک نه درلود خو د هغو بندیزونو له امله اغېزمن شوي وو."
د ۲۰۲۱ کال په جولای او اګسټ کې د توکیو اولمپیک سیالۍ وروستۍ سیالۍ وې، چې له افغانستانه پکې د کیمیا یوسفي په ګډون پنځو لوبغاړو ګډون کړی و.
مېرمن کلارک وايي، په حقیقت کې د افغان ښځو د ورزش ستونزه د طالبانو له حکومت مخکې دورې ته ورګرځي، چې د افغانستان کرېکټ بورډ نه غوښتل "ښځې کرېکت لوبه وکړي " خو د کرېکټ نړیوالې کمېټې افغانستان ته اجازه ورکړه چې په نړیوالو سیالیو کې د ښځو له ګډون پرته برخه واخلي.
نوموړې د فوټبال سیالیو ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې پېښې ته په اشارې ویلي، ښځينه لوبغاړې پخپله ورزشي اداره کې ستونزه لري.
تمه ده چې له هېواده بهر ځینې افغان ښځینه ورزشکارانې د کډوالو د ډلې تر بیرغ لاندې د پاریس په اولمپیک سیالیو کې ګډون وکړي.










