کرېکټ: راشد خان د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې ابراهیم ځدراڼ ټاکل شوی

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سري‌لنکا پر وړاندې یو ورځنیو او شل اووریزو لوبلړیو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

دغو لوبلړیو لپاره اعلان شویو لوبډلو کې مهم بدلون دا دی چې شل اوریزو سیالیو لپاره د راشد خان پر ځای ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل په وینا، "د افغانستان کرکټ بورډ د اوږدمهاله ستراتیژیک پلان او د نوي مشر روزونکي د ټاکلو په ګډون د لوبډلې په مدیریتي ډله کې بدلون ته په کتو، پرېکړه وکړه چې د شل اوریزو سیالیو په رهبرۍ کې هم بدلون راولي او د اوږدمهال پلان له مخې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړو چې دا چاره له شک پرته اړینه وه."

ابراهیم ځدراڼ مخکې په شل اووریزو سیالیو کې د لوبډلمشر د مرستیال دنده تر سره کوله.

خپله راشد خان تر اوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

په لوبډله کې یو شمېر نور بدلونونه هم راغلي دي.

دا ځل چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي، ټولچاری ګلبدین نایب او وېکټ ساتونکی محمد اسحاق د لوبډلې برخه نه دي.

د دوی پر ځای نور الرحمن، شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک د شل اووریزو سیالیو نوملړ ته اضافه شوي دي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، فرید احمد ملک، چټک توپ اچوونکی ضیاءالرحمن شریفي او بلال سمیع یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې ته غوره شوي دي.

د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل یوې خبري غونډې ته وویل د افغانستان کرېکټ بورډ پلان لري چې د راتلونکو دوو نړیوالو جامونو لپاره لوبډله چمتو کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله من یو چې د نوې مدیریتي ډلې تر څارنې لاندې به ملي لوبډله لا پرمخ ولاړه شي."

ټاکل شوې د افغانستان او سري‌لنکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ‌ د شل اووریزو لوبو لړۍ د مارچ پر ۱۳مه د افغانستان په کوربتوب د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې پیل شي.‌

خو د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، په سیمه کې روان حالات له نژدې څاري او له ټولو ښکېلو اړخونو سره په دې اړه په خبرو بوخت دی چې ایا دغه لوبلړۍ پر ټاکل شویو نېټو او ځای کې ترسره کېدی شي که څنګه.

دوی وایي، که وضعیت ته په کتو بدلون ته اړتیا وي، بورډ به د کوربه هېواد او د لوبو د مهالوېش لپاره پر نورو بدیلو لارو چارو غور وکړي.

د سري‌لنکا پر وړاندې په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې کوم افغان لوبغاړي شامل دي؟

ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز وېکټ ساتونکی، نورالرحمن وېکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، شرف الدین اشرف، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمن، ضیاءالرحمن شریفي، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی.

احتیاطي لوبغاړي: ننګیال خروټی، بلال سمیع او اعجاز احمدزی.

په یو ورځنیو سیالیو کې بیا: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز وېکټ ساتونکی، اکرام علي خېل وېکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، محمد غضنفر، ضیاءالرحمن شریفي، فرید احمد ملک و بلال سمیع.

احتیاطي لوبغاړي: قیس احمد، محمد سلیم ساپی او بشیر احمد.