د خبریالانو ملاتړي بنسټونه: کابل کې د دوو خصوصي تلویزیونو د خپرونو ځنډول "ناقانونه دي"

افغانستان

د عکس سرچینه، social media

د افغانستان د رسنیو ملاتړو ټولنو په کابل کې د طالبانو حکومت له خوا د دوو نادولتي تلویزیونونو د خپرونو پر بندیز اندېښنه ښودلې او د طالبانو دا پرېکړه یې "ناقانونه" بللې.

د طالبانو حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون سې شنبه ویلي‌ و، پلازمېنه کابل کې یې د 'نور' او 'بریا' تلویزیونو خپرونې د محکمې د پرېکړې تر مهاله پورې (ځنډولې) دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو پر دغه پرېکړه اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي چې پر "افغان خبریالانو هره ورځ محدودیتونو ډېرېږي."

دا سازمان زیاتوي " که څه هم دغه دواړه تنظیمي رسنۍ وې، خو د سازمان له نظره د نړیوالو بشري حقونو پر بنسټ د هرچا لپاره د بیان د ازادۍ حق له قوانینو سره سم خوندي دی، چې ښايي د افغانستان خلک هم ورڅخه برخمن وي."

د دوی په وینا "اصلي ستونزه د قوانینو په نشتوالي کې ده."

بلخوا،‌ د افغانستان د خبریالانو مرکز ټولنې په خبره پاڼه کې ویلي چې د دغو رسنیو د خپرونو ځنډول "د رسنیو د قانون" خلاف کار دی او د خپلواکو رسنیو د محدودولو لپاره یو بل ګام بلل کېږي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي، هغه څه چې د طالبانو د رسنیزو سرغړونو او شکایاتو کمېسیون د سرغړونو په ډول یاد کړي، "په حقیقت کې د رسنیو د قانون حق او برخه دي."

د تلویزیونونو خپرونې ولې ځنډول شوې؟

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون پرېکړه کړې چې د 'نور او بریا' ټلویزیونو دوسیې یې محکمې ته وړاندې کړې او د محکمې تر پرېکړې یې د دغو ټلویزیونو د خپرونو د ځنډېدو پرېکړه کړې ده.

د باختر اژانس په رپوټ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران له قوله ویل شوي چې دغه وزارت ''د رسنیو د ملاتړ او غښتلیا لپاره کار کوي؛ نو رسنۍ هم باید اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او د رسنیو اصولو ته پابند پاتې شي.''

ښاغلی غفران په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کوي، چې دې تلویزیونونو څو ځله دوی ته ډاډ ورکړی، خو بیا یې هم ''تخطي'' کوله، ځکه بالاخره کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د محکمې د امر تر مهاله د دوی خپرونې وځنډوي. طالب چارواکي ادعا کوي چې دغو رسنیو داسې څه خپرول چې د دوی له اصولو سره برابر نه وو.

دغو تلویزونونو تر اوسه دې پرېکړې ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې نور تلویزیون د صلاح الدین رباني اړوند دی، چې د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر دی او دغه راز بریا ټلویزیون د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار اړوند بلل کېږي.

طالبانو حکومت په دا وروستیو کې ګلبدین حکمتیار په پلازمېنه کابل کې له خپل استوګنځي هم ایستلی و او بل ځای یې کور ورکړی دی چې ډېر بحثونه یې پارولي وو.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د بریا تلویزیون ډېری خپرونو دیني بڼه درلوده او په خبره یې ''طالبان خپل ځانګړی دیني قرائت و تفسیر غواړي.''

نوموړی زیاتوي: ''که د طالبانو په منځ کې یو کس شرک وکړي، خرافات خپروي او بیا دیني رنګ ورکوي، عیب نه دی، خو بیا له دې وېره لري، چې نور د دین رښتینی تفسیر وړاندې کړي.''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نېوکه کېږي چې واک ته له رسېدو وروسته یې په دغه هېواد کې پر رسنیو کمساري بندیزونه لګولي چې له امله یې سلګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان هم له دغه هېواده وتلي دي.

خو طالب چارواکي بیا تل ټینګار کوي چې "د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي" او زیاتوي چې ۸۰۰ بهرنیو خبریالانو ته یې د کار اجازه لیکونه هم ورکړي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، د ځینو طالب چارواکو وروستۍ پرېکړې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې یو ګام شاته تګ دی.

د رسنیو فعالان په دغه هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو لپاره د قانوني چوکاټ نشتوالی د دغو محدودیتونو اصلي لامل ګڼي.

د طالب چارواکو دې اقداماتو او څرګندونو داسې اندېښنې رامنځته کړې دي، چې طالبان ورو ورو بېرته هغو محدودیتونو ته مخه کوي چې د ۹۰ یمې لسیزې په وروستیو کې یې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال لګولي وو.