اوکرایین کې د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې "پراخ" برید: لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، روسیې د توغندیو او ډرونونو په یوه "پراخ" برید کې د دغه هېواد لروبر د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.
د دغه هېواد له بېلابېلو سیمو د ګڼو چاودنو رپوټونه ورکړل شوي.
د چارواکو او ځايي رسنیو په وینا، دا د سپتمبر له لومړیو راهیسې اوکرایین کې د روسیې تر ټولو ستر او همغږي بریدونه دي.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر 'اندریې سېبیها' ویلي، په دغو بریدونو کې "ارام ښارونه، پر خوب پراته خلک" او "مهم تاسیسات" په نښه شوي.
له دې سره پلازمېنه کیېف او د ختیځ دوو نورو سیمو کې برېښنا په بېړني ډول پرچاو شوې، چې د یوه بل سخت او ستونزمن ژمي وېره یې رامنځته کړې ده.
ښاغلي زېلېنسکي پر ټېلېګرام ویلي، په دغه برید کې په ټولیز ډول شاوخوا ۱۲۰ توغندي او ۹۰ ډرونونه کارول شوي دي.
اوکرایین کې د انرژۍ تر ټولو لویه خصوصي کمپنۍ "ډيټيييکې" وايي، د روسیې وروستیو بریدونو یې د حرارتي برېښنا بټیو ته "پام وړ زیان" اړولی دی.
دې کمپنۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دا روان کال د دوی د انرژۍ پر تاسیساتو د لویې کچې اتوم برید دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډيټيييکې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې یې تر ۱۹۰ ځله ډېر بټۍ هدف ګرځول شوې دي.
اوکرایني چارواکي وېره لري چې دا ښايي د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا شبکې ړنګولو لپاره د روسیې د یوې بلې همغږې هڅې نښه وي.
په دغو تازه بریدونو کې د اوکرایین په سوېل کې مېکولایف ښار تر ټولو ډېر زیانمن شوی.
د تورې بحیرې په اودیسا بندري ښار کې پر ټول ښار برېښنا پرې شوې. همدا راز په دنیپروپیتروڅک، دونیڅک او لیویو کې هم بریدونه شوي.
په دغو بریدونو کې د لږترلږه لسو کسانو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی شوی.
کیېف کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د دفاعي سیستم په وسیله د شنډو شویو توغندیو او ډرونونو ټوټي راپرېوتې، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین د لوېدیز ګاونډي پولنډ عملیاتي قوماندانۍ ویلي، چې د احتیاطي امنیتي اقدام په توګه یې په خپله فضا کې ګزمو لپاره جنګي جټونه پورته کړي.
دې قوماندانۍ ویلي، "د پولنډ او متحدینو الوتکو روسیې لخوا د پراخ برید له امله چې د نورو ځایونو په ګډون یې د اوکرایین په لوېدیځ کې د کروز توغندیو، بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو په کارولو ترسره کړل، عملیات پیل کړي دي."
روسیې او اوکرایین دواړو د تېرې اونۍ پای کې د یو بل خلاف د ډرون یو لړ بریدونه ترسره کړل. دا د جګړې له پیل راهیسې د خپلې بڼې تر ټولو ستر بریدونه وو.
د روسیې دفاع وزارت ویلي وو، چې په شپږو مختلفو سیمو کې یې د اوکرایین ۸۴ ډرونونه څارلي او شنډ کړي دي.
په دوی کې ځینې ان تر پلازمېنې مسکوه رسېدلي وو چې له کبله یې د دغه ښار د درېیو سترو هوايي ډګرونو الوتنې د مسیر بدلولو ته اړ شو.
د اوکرایین هوايي ځواک بیا وايي، روسیې د نومبر ۹مه د دغه هېواد بېلابېلو سیمو پر لور ۱۴۵ ډرونونه ورتوغولي وو چې ډېر یې د دوی لخوا ویشتل شوي.











