د سارا شریف قضیه؛ پنځه خویندې-وروڼه يې محکمې دولتي پالنځي ته سپارلي دي

سارا شریف

نن سې شنبه پاکستان کې یوې محکمې امر کړی چې په بریتانیا کې د وژل شوې لس کلنې سارا شریف د پنځو وروڼو-خویندو د ساتنې مسولیت یوه دولتي پالنځي ته وسپارل شي.

سارا شریف هغه ماشومه ده چې د تېرې اګست میاشتې پر لسمه یې مړی د بریتانیا په ووکېنګ کې د هغوی په کور کې وموندل شو. د عدلي طب په څېړنو کې په ډاګه شوه چې بدن یې "څو ځایه ژوبل شوی دی".

د دې ماشومې پنځه وروڼه-خویندې د هغوی له پلار عرفان شریف سره له بریتانیا پاکستان ته تللي وو او د تېرې دوشنبې په ورځ د دوی د نيکه له کوره پولیسو تر لاسه کړل چې پالنځي ته یې بوځي.

د یادولو ده چې د سارا شریف د مړي تر موندل کېدو یوه ورځ مخکې د هغې پلار عرفان شریف او د هغې مېره مور بينېش بتول له خپلو پنځو اولادونو سره له بریتانیا تښتېدلي وو.

پولیس پسې ګرځي خو تر اوسه یې د هغوی د ځای ځایګي کره مالومات نه شته.

د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر ۱۳ کالنۍ ښودل شوي دي.

د محکمې په پرېکړه کې دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه ماشومان به څومره موده د حکومت تر څار لاندې په دولتي پالنځي کې ساتل کېږي او نه هم دا مالومه ده چې تر هغې وروسته به چيرې لېږل کېږي؟

ماشومان د خپل نیکه له کوره پولیسو لېږدولي دي

د دغو ماشومانو نیکه محمد شریف د محکمې د پرېکړې په اړه کوم نظر نه دی په ډاګه کړی.

خو کله یې چې د هغه له کوره ماشومان وړل نو ویلي یې وو چې تر اوسه هېچا د دغو ماشومانو په اړه له ده پوښتنه نه وه کړې بلکې پولیسو تل د هغوی د مور او پلار په اړه پوښته. په وینا یې، "که له ما د ماشومانو په اړه پوښتنه شوې وای نو ډاډ به مې ورکړی چې هغوی له ما سره خوندي دي"

ده زیاته کړې، "که زما رضا چا پوښتلې وای نو ما به ورته ویلي وو چې تر ما په ښه توګه د هغوی ساتنه او پالنه بل هېڅوک هم نه شي کولای او دا زما حق هم دی"

د وژل شوې ماشومې د نيکه ګاونډيان وايي چې د پرون دوشنبه لسګونه پاکستاني پولیسو د محمد شریف پر کور چاپه واچوله او ماشومان یې له ځانه سره یوړل.

سارا شریف

د عکس سرچینه، HANDOUT

د عکس تشریح، پاکستان کې پولیس له څو اوونیو راهیسې د سارا پلار عرفان شریف، د هغه ورور فیصل ملک او د مېرې مور بينېش بتول په لټه دي.

محمد شریف دا خبره رد کړې چې ګواکې هغه دې له خپل زوی او نږور سره په اړیکه کې وي او یا دې خبر وي چې هغوی چيرې دي.

د ماشومانو ترندو هم بي بي سي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې د پولیسو له لوري د ماشومانو پر وړلو خپه دي. له ډلې يې د فرزانه ملک په نوم یوې ویلي، "ماشومان ژړېدل، پولیسو په کشولو له ځانه سره روان کړي وو. همدا یې ویل چې موږ نه ځو، نه ځو خو بو يې تلل"

خو پولیس وايي چې ماشومان پرته له کوم مزاحمته ورسره لاړل.

د سرې سيمې پولیسو په خپل بیان کې ویلي چې دوی د انټرپول په ګډون له بېلابېلو نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې دي او د ماشومانو د خونديتوب غم ورسره دی.

د ماشومانو نیکه محمد شریف بي بي سي ته دا اعتراف کړی چې ګواکې زوی یې، یاني د وژل شوې ماشومې سارا شریف پلار په یوه پیغام کې ورته لیکلي چې غواړي ځان پولیسو ته تسلیم کړي.

"سارا مې ډېره خوږه لمسۍ وه"

محمد شریف
د عکس تشریح، د سارا شریف نيکه محمد شریف

د سارا نيکه ته د هغې په اړه خبرې کول سخت او غموونکي دي او پخپلې لمسۍ پسې خپه دی.

محمد شریف وايي، "د خپلې لمسۍ په مرګ سخت خپه یم او دا غم به اوس ټول عمر راسره وي"

دی زیاتوي چې سارا دوه ځلې پاکستان ته ورغلې، "ډېرې خوږې خبرې يې کولې، ډېره خوږه لمسۍ مې وه"

له بي بي سي سره په خبرو کې هغه پر خپل زوی غږ کړی و چې ځان دې ښکاره او سپين کړي، "هر څه چې وي، دی باید د پولیسو پوښتنو ګروېږنو ته ځواب ووايي. پټېږي دې نه"