بریتانيا، فرانسه او جرمني غواړي د ايران پر ضد د ملګرو ملتونو بنديزونه بیا عملي شي

د عکس سرچینه، EPA
بریتانيا، فرانسې او جرمني د ايران پر ضد د ملګرو ملتونو بنديزونه بیا عملي کولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنديزونه په ۲۰۱۵م کال کې د يو تړون له مخې لېرې شوي وو، خو اوس د ايران د اټومي پروګرام له امله د یادو هېوادونو او ایران تر منځ ناندارۍ ډېري شوي دي.
د دغه ګام پورته کېدو له کبله به د "سناپ بیک" په نوم بهیر له سره فعال شي، چې له مخې به یې پر ایران یاد بنديزونه په راتلوونکو ۳۰ ورځو کې عملي بڼه خپله کړي.
د ايران د بهرنیو چارو وزير د اروپايي ټولنې مشر ته په يوه ليک کې ليکلي، دغه درې هېوادونه قانوني حق نه لري چې پردوی بنديزونه بېرته عملي کړي او په وینا یې روسيه او چين په دې برخه کې د ايران ملاتړ کوي.
ایرانی وزير په دغه لیک کې کاږي، که نور هېوادونه جدي وي او ښه نيت ولري، نو ايران چمتو دی، له هغوی سره د دوی د اټومي پروګرام په اړه عادلانه او متوازنې خبرې له سره پيل کړي.
له ایران سره تړون کله لاسلیک شو؟
د اټومي تړون دغه درې اروپايي ګډونوالو، چې په استازیتوب یې امریکا په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره یاد تړون لاسلیک کړ، دوې اوونۍ مخکې ايران ته خبرداری ورکړی و، که د اګست تر پايه د خبرو له لارې حل ته حاضر نه شي، نو دوی به پرې بنديزونه له سره عملي کړي.
د ايران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یادو هېوادونو دا نوی اقدام به د ملګرو ملتونو له اټومي ادارې سره په دې برخه کې د دوی روان کار له خنډونو سره مخ کړي. وزارت دغه نوی پرمختګ "تحريک کوونکی او بې ضرورته کړنه" بللې، چې په وینا یې ايران به یې مناسب ځواب ورکړي.
د ايران او امريکا تر منځ خبرې د روان کال په جون کې وروسته له هغه بندي شوې، کله چې امريکا د ايران اټومي تاسیسات بمبار کړل. له دغو بمباریو وروسته ايران د ملګرو ملتونو پلټونکو پلاوي ته اجازه ور نه کړه، چې د دوی له اټومي تاسیساتو لیدنه وکړي، ترڅو د ور اوښتي زیان کچه مالومه کړي.
له کلونو ـ کلونو سختو اقتصادي بنديزونه وروسته له هغه له ایرانه لېري شول، کله چې دغه هېواد د یوه تړون له مخې، چې په هغه کې د امريکا په ګډون کې بریتانيا، فرانسه، جرمني، چين او اروپايي ټولنه شامله وه، د خپل اټومي پروګرام د محدودېدو ژمنه وکړه.
خو دا تړون هغه وخت مات شو کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې امریکا ترې وایسته. ټرمپ تړون نيمګړی وباله او پر ایران یې بنديزونه بېرته عملي کړل. ايران یې په غبرګون کې خپلو اټومي کارونو ته زور ور کړ، چې په دې سره نو جنجالونه له سره پيل شول.
د "سناپ بیک" قانون څه شی دی؟
د "سناپ بیک" قانون د ۲۰۱۵م کال د تړون برخه وه. سناپ بیک داسې قانون دی، که د تړون یو یا څو ګډونوال په دې باوري شي، چې ايران له دوی سره د لاسلیک کړي تړون شرطونه نه دي پوره کړي، نو کولای شي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبر ورکړي او پر ایران بنديزونه له سره عملي کړي.
بریتانيا، فرانسې او جرمنی (چې د E3 په نوم هم یادېږي) د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په دې اړه ليک واستاوه. اوس شورا ۳۰ ورځې وخت لري چې د بنديزونو د عملي کېدو یا نه عملي کېدو په اړه پرېکړه وکړي.
په ليک کې لیکل شوي، داسې شواهد شته، چې ښيې ايران په ښکاره ډول د ۲۰۱۵م کال تړون نه دی عملي کړی او ايران په دې اړه هېڅ ولسي دليل هم نه لري، چې په دومره زياته اندازه د یورانيم غني کولو پرې توجيح کړي. دغه اروپايي هېوادونه دې باور ته رسېدلي، چې د ایران له خوا په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو پوځي موخي لري او د دوی په وينا د ايران اټومي پروګرام د نړۍ د سولې لپاره ښکاره ګواښ دی.
اوس اروپایان او ایرانیان کوم غوراوي لري؟
دغو درېیو هېوادونو ویلي، که ايران د خپلو ژمنو عملي کولو ته جدي شي، نو دوی چمتو دي چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې له ايران سره په دې اړه خبرې وکړي.
د بریتانيا د بهرنیو چارو وزير ډېوېډ لامي وايي، برېتانيا او د هغه اروپايي ملګرو ايران ته د ځینو ځانګړو شرطونو پوره کېدو په بدل کې د بنديزونو معافيت د غځولو وړانديز کړی و. خو په وینا یې ايران د یادو شرطونو پوره کولو لپاره هېڅ جدي هڅه و نه کړه او د تل په څیر یې د خپل اټومي پروګرام په اړه د باور وړ ډاډ ور نه کړ.
په ځواب کې یې د ايران د بهرنیو چارو وزارت ویلي: ''د دې لپاره چې تړون دوام پیدا کړي او ستونزې د خبرو له لارې حل شي، نو ايران ډېر زغم ښودلی او تړون ته وفاداره پاته شوی دی.''
ايران د "سناپ بیک" مادې د بېړني رد غوښتنه وکړه او د امنیت شورا له نورو غړو سره یې خبرو ته چمتوالي وښود.
امریکا د برېتانیا، فرانسې او جرمني له خوا پر ایران د بندیزونو بیا عملي کېدو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې دغو هېوادونو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی. خو امريکا له ايران سره د هغوی د اټومي ستونزې د دایمي حل لپاره مخامخ خبرو ته چمتوالی هم ښودلی دی.
غربي هېوادونه او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره (IAEA) وايي، دوی ته په دې اړه پوره ډډ نه دی ورکول شوی، چې د ايران اټومي پروګرام دې يوازې سوله ییزې موخې ولري. خو ايران ټينګار کوي د دوی اټومي پروګرام د وسلو لپاره نه، بلکې يوازې د ولسي کارونو لپاره دی.











