امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې پر ایران بندیزونه ډېر کړل

Iran

د عکس سرچینه، FARS

د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او بریتانیا نن دوشنبه د (اپرېل ۲۴مه) پر ایران د بندیزونو ډېرولو اعلان کړی.

دوی ویلي، دغه بندیزونه د ایران دولت لخوا د بشري حقونو د نقض له کبله ډېرېږي.

بریتانیا وار له مخه ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونه یې 'په بشپړ ډول' د بندیزونو لیست ته اچولي دي.

دا په دې مانا ده چې د دغو ځواکونو ټولې څانګې او د هغوی اړوند بنسټونه د دغو بندیزونو تر پوښښ لاندې دي.

اوس د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جیمز کلېورلي ویلي دوی او نړیوال شریکان یې له دغو بندیزونو سره یو ځل بیا دا روښانوي چې د ایران حکومت "پر وحشیانه ځپلو سترګې نه پټوي."

هغه زیاته کړې چې دوی به خپلو پراخو اقداماتو ته دوام ورکړي، چې د ایران رژیم د خپلو کړنو مسوول واوسي.

هغه زیاته کړې چې د بریتانیا حکومت له امریکا او اروپايي ټولنې سره همغږه او منسجم ګامونه اخلي او هره میاشت د بشري حقونو د نقض له کبله د ایران پر حکومت تازه محدودیتونه اعلانوي، چې ځواب ویونکی واوسي.

ایران

د عکس سرچینه، TASNIM

د ایران د لوی څارنوالۍ دفتر او د عامه نظم ځواکونو د اخلاقي امنیت پولیس دوه نورې ادارې دي چې د بریتانیا لخوا تحریم شوې.

  • حبیب شهسواري په غربي اذربایجان کې د سپاه پاسداران قوماندان
  • احمد خادم د کربلا قراردګاه قوماندان
  • محسن کریمي په مرکز د سپاه پاسداران مشر
  • محمد نظر عظیمي په نجف اشرف کې د سپاه د سیمه ییزې قرارګاه قومندان

د سپاه پاسدارن هغه پوځي چارواکي دي چې ایران کې د دولت ضد اعتراضونو پر مهال پر خلکو د ډزو د تور له کبله بندیزونه پرې لګول شوي.

بریتانیا وايي چې د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر راهیسې یې له ۷۰ ډېر ایراني چارواکي او بنسټونه د بشري حقونو د نقض له کبله خپل د بندیزونو لیست ته اچولې دي.