د امریکا حکومت پر ایران تازه بندیزونه اعلان کړل

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا تازه بندیزونه دوشنبه د یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو خبري غونډه کې اعلان شول

د امریکا حکومت د ایران د دفاع وزارت او د دې هېواد اتومي‌ پروګرام پورې اړوندو ۲۵ ادارو او وګړو پر ضد تازه بندیزونه اعلان کړي دي‌.

دا تازه بندیزونه دوشنبه په هغه خبري‌ غونډه کې اعلان شول چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو،‌ د دفاع وزیر مارک اسپر او ګڼو نورو جګپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "پر ځای د دې چې انتظار وکړو او ایران پرېږدو چې نړۍ وګواښي، امریکا پراخ ګامونه پورته کوي او د ترهګرۍ دې لوی ملاتړي (ایران) ته جازه نه ورکوي چې هستوي‌ وسلې ترلاسه کړي".

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره ټینګار کوي‌ چې پر ایران پخوا لګول شوي‌ بندیزونه، چې نېټه یې پوره کېدونکې ده، باید له سره تازه کړل شي.‌

امریکایي چارواکي وایي، ایران د سعودي د تېلو پر زېرمو برید سره له هغو بندیزونو سرغړونه کړې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا پرې لګول شوي وو.

د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر ایران لګېدلي بندیزونه دې تازه کړل شي.‌

خو په امنیت شورا کې د امریکا د حکومت دا وړاندیز په لوی اکثریت رد کړل شو او ګڼو هېوادونو دا هڅه ناقانونه وبلله، او ګڼو اروپایي هېوادونو هم د امریکا دې ګام سره مخالفت وښود.

د ۲۰۱۵ کال تړون پر سر د امریکا او اروپایانو اختلاف

روحانی

د عکس سرچینه، Isna

د عکس تشریح، حسن روحاني ویلي، امریکا پر ایران د بندیزونو بیا لګولو کې ناکامۍ سره مخ ده

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په ګډون له یو شمېر اروپایي‌ هېوادونو سره د خپل اتومي‌ پروګرام پر سر هوکړه کړې وه.

د دې هوکړې له مخې ایران د یورانیمو غني‌ کولو چاره درولې وه، او په بدل کې یې له نړیوالې ټولنې ژمنه اخیستې وه چې پر تهران لګېدلي بندیزونه به نرمېږي.‌

خو ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم پر دې هوکړه نیوکې پیل کړې، او د امریکا حکومت بلاخره تېر کال له دې تړون لاس پر سر شو.‌

ولسمشر ټرمپ وایي،‌ د ۲۰۱۵ کال تړون د نړیوالې ټولنې په زیان و او ایران ته یې فرصت ورکړ چې خپل اتومي پروګرام ته دوام ورکړي.‌‌

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې د تېر په څېر لا هم ترینګلې دي او دواړه هېوادونه بیا بیا یو بل ته ګواښونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړ چې که ایران کوم ناسم ګام پورته کړي نو پښېمانه به شي.

د ولسمشر ټرمپ دې خبرو ته په ځواب کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې پر ورځ وویل،‌ هېواد به یې د امریکا بدمعاشۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب وایي.