کله چې د ایران روحاني مشر له پټېدو را څرګند شي، نو له ډېر بدل شوي ملت سره به مخ وي

Treated topper image of Ayatollah Ali Khamenei

د عکس سرچینه، Pacific Press via Getty

کله چې د ایران روحاني مشر له پټېدو را څرګند شي، نو له ډېر بدل شوي ملت سره به مخ وي
    • Author, کسرا ناجي
    • دنده, ځانګړی خبریال، بي بي سي فارسي

له اسرائیلو سره د خپل هېواد جګړې په اوږدو کې د ایران ۸۶ کلن روحاني مشر آیت الله علي خامنه‌يي، په دغه هېواد کې دننه په یوه پټنځای کې ځان خوند کړ.

اوس چې اوربند شوی او له جګړې نژدې دوې اونۍ تېرې شوې، ښايي عام محضر ته راووځي، خو له یوه بدل شوي ملت سره به مخ شي.

داسې انګېرل کېږي چې هغه د اسرائیلو لخوا د وژل کېدو له وېرې پټ شوی و. ان لوړپوړي حکومتي چارواکي هم، له هغه سره اړیکه نه لري او د ځای‌ځایګي په اړه یې هم نه پوهېږي.

سره له دې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د قطر امیر په منځګړیتوب د ایران او اسرائیلو تر منځ اوربند شوی او د راپورونو له مخې ټرمپ اسرائیلو ته ویلي چې د ایران روحاني مشر و نه وژني، خو بیا هم خامنه‌یي ته د ډېر احتیاط سپارښتنې شوي.

دغه احتیاط داسې مهال دی چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د هغه د وژلو امکان نه دی رد کړی. که رښتیا هم هغه له پټنځایه راووځي، نو به د مرګ او ویجاړۍ منظرې وویني.

بې له شکه، چې هغه به په دولتي تلوېزیون کې راڅرګند او په شخړو کې به د خپلو بریاوو ادعا وکړي. خامنه‌یي به د ځان پر وړاندې د خپل ملت ذهنیت جوړولو هڅه هم وکړي خو نوموړی به له نویو واقعیتونو سره مخ شي ان له یوې نوې دورې سره خو جګړې دی او هېواد یې، دواړه د پام وړ کمزوري کړي دي.

په پیل کې د مخالفت غږونه

د جګړې په اوږدو کې، اسرائیلو په چټکۍ سره د ایران د هوایي حریم ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د دغه هېواد پر نظامي بنسټونو یې بریدونه وکړل. اسرائیلو د انقلاب ساتونکي ځواک او د پوځ لوړپوړي قوماندانان یو په بل پسې په چټکۍ سره ووژل.

پوځ ته د زیان اوښتو کچه لا هم روښانه نه ده او خبره جنجالي هم ده خو د پوځ او انقلاب ساتونکي ځواک پر اډو او تاسیساتو تکراري بمبارۍ، د ایران په پوځي ځواک کې د پام وړ کمزوري په ګوته کوي. د ضعف دا نقطه داسې مهال را برسره کېږي، چې د دغه هېواد د سرچینو لویه برخه د نظامي ځواک پر پیاوړتیا لګول کېږي.

د اسرائیلو او امریکا په بمباریو کې د ایران هغه اټومي تاسیسات ویجاړ شول، چې له امله یې له نژدې دوو لسیزو راهیسې دغه هېواد د متحده ایالاتو او نړیوالو له بندیزونو سره مخ و او سلګونه میلیارډ ډالره زیان یې لیدلی دی. که څه هم یادو اټومي تاسیساتو ته د اوښتي زیان کره ارزونه به د اوس لپاره سخته وي، خو ډېری پوښتنه کوي چې دغه دومره سختي یې څه لپاره ګاللې؟

Fire and smoke rise into the sky after an Israeli attack on the Shahran oil depot on 15 June 2025 in Tehran, Iran.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جګړې ایران ډېر کمزوری کړی دی.

د جون پر ۱۵مه په تهران کې د شهران تېلو پر ډیپو د اسرائیلو له برید وروسته اور او لوګی اسمان ته پورته کېدل.

ډېری ایرانیان به آیت‌الله خامنه‌يي، چې له ۱۹۸۹م کې راهیسې د ایران روحاني مشر دی، په دې ملامتوي، چې هېواد یې له اسرائیلو او امریکا سره په دې جګړه کې ښکېل کړ، چې له امله یې ایران او ایرانیانو ته د پام وړ بربادي راوړه.

دوی به هغه په دې هم ملامتوي، چې نوموړی د اسرائیلو د ویجاړولو ایډیالوژي تعقیبوي ځکه ډېری ایرانیان د یادې ایډیالوژۍ ملاتړ نه کوي.

دوی به خامنه‌يي، د هغه حالت لپاره چې دوی فکر کوي لیونتوب دی هم ملامتوي: د هغه دغه باور چې وايي ایران به له اټومي بم جوړولو وروسته، نه ماتېدونکی شي. نړیوالو بندیزونو د ایران اقتصاد فلج کړی دی. ایران د تېلو یو لویو صادرونکی دی خو د دغې مبارزې په وجې یې اقتصاد لړزانډ دی.

پروفیسور لینا خطیب، چې په امریکا کې په هارورډ پوهنتون کې افتخاري استاده ده، وايي: "دا اټکل ګران دی، چې د ایران رژیم به نور څومره د دومره لوی فشار زغمولو وړتیا ولري، خو دا د پای پیل ښکاري."

" داسې ښکاري، چې علي خامنه‌يي، د اسلامي جمهوریت وروستی 'روحاني رهبر' شي."

آیت‌الله خامنه‌يي، چې په ۱۹۸۹م کال کې روحاني مشر شو، په دې تورن دی چې ایران یې له اسرائیلو سره په جګړه کې ښکېل کړ.

Iranian President Ali Khameneyi during a welcoming ceremony for his state visit to Beijing, China, on 11 May 1989.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر علي خامنه‌یي د ۱۹۸۹ کال د مې پر ۱۱مه د چین په بېجېنګ کې د دولتي سفر په ترڅ کې د هرکلي په مراسمو کې.

د حکومت په لوړو پوړونو کې یو څه مخالفت هم لیدل شوی دی. د جګړې په پیل کې د ایران یوې نیمه رسمي خبري اژانس راپور ورکړ، د پخواني رژیم ځینو لوړپوړو شخصیتونو، په سپېڅلي ښار قم کې مېشت پر خاموشو دیني عالمانو چې له آیت الله جلا دي، د مداخلې او په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

د سېنټ انډروز پوهنتون د ایراني مطالعاتو د انسټیټیوټ د بنسټ اېښودونکي پروفیسور علي انصاري په وینا، "حساب او کتاب به کېږي."

"دا څرګنده ده، چې په مشرتابه کې دننه لوی اختلافات شته او ځینې عام خلک هم ناخوښه دي."

'غوسه او ناهیلې ژورې رېښې لري'

په تېرو دوو اونیو کې، ډېریو ایرانیانو له رژیمه، د دوی د ژورې کرکې او له هېواده د دفاع اړتیا په اړه بېلابېل احساسات شریک کړل. د ایران په ملاتړ راووتل خو د رژیم دفاع لپاره نه. د ایرانیانو تر منځ پر یو بل د پام ساتلو، یووالي او نژدېوالي په هکله راپورونه ورکړل شوي دي.

په ښارګوټو او کلیو کې خلکو د هغو کسانو پر مخ د خپلو کورونو دروازې پرانېستې وې، چې له ښارونو د بمبارۍ په وجې را تښتېدلي وو.

دوکاندارانو د لومړینویو خوارکي توکو بیې کم کړې او ګاونډیان پر یو بل پوښتنه کوي چې څه ته خو به اړ نه وي خو ډېر خلک په دې هم پوهېدل چې اسرائیل شاید په ایران کې د رژیم بدلون وغواړې.

هغه څه چې ډېری ایرانیان یې هم هیله لري. دوی ممکن د بهرنیانو لخوا د رژیم تغیر پلويان نه وي.

Demonstrators take part in anti-Israel and anti-US demonstrations in Tehran, Iran, on 14 June 2025.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر ایرانیان ممکن د بهرنیو قدرتونو له خوا د رژیم د بدلون پر ضد وي.

د خپلې نژدې ۴۰ کلنې واکمنۍ په موده کې، آیت الله خامنه یي، چې د واکمني د نړۍ یوه له اوږدو واکمنیو ګنل کېږي، په ایران کې هر ډول اپوزیسیون له منځه وړی دی. د اپوزیسیون سیاسي مشران یا په زندان کې دي یا له هېواده تښتېدلي دي. په بهر کې، د اپوزیسیون شخصیتونه د داسې دریځ په جوړولو کې پاتې راغلي چې د رژیم مخالفان سره متحد کړي.

دوی نه دي توانېدلي چې داسې یوه ډله رامنځته کړي چې وکولی شي هغه وخت چې فرصت برابر شي د واک واګې په لاس کې اخلي.

د جګړې په دوو اونیو کې، کله چې د رژیم د سقوط امکان موجود و، که جګړه په بې رحمۍ همداسې روانه وای، ډېری په دې باور وو، چې راتلونکې لپاره احتمالي سناریوګانې دا نه دي چې مخالفین دې واک تر ګوتو کړي بلکې دا دي چې هېواد ښايي د ګډوډۍ او بې قانونۍ لوري ولاړ شي.

پروفیسر خطیب وايي: "دا امکان نلري چې د ایران رژیم به د کورنیو مخالفتونو پر مټ نسکور شي. رژیم په کور دننه پیاوړی دی او د مخالفت د ځپلو چاره به لا هم ګړندۍ کړي."

Members of the Iranian Army honour guard stand guard in front of a portrait of Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei during a ceremony in southern Tehran, on 1 February 2024.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ایران کې ډېر کم خلک فکر کوي چې د دوشنبې پر ورځ (جون ۲۳) رامنځته شوی اوربند به دوام وکړي.

په ایران کې لږ خلک په دې باور دي، چې د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی، اوربند دې دوام وکړي. د ایران د پوځ د عزت ساتونکي ځواک غړي، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د تهران په جنوب کې په هغو مراسمو کې، چې د ایران د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي په ملاتړ جوړ شوي وو.

ایرانیان اوس د رژیم لخوا د لا نورو بندیزونو وېره لري. له اسرائیلو سره د جګړې راهیسې ایران لږ تر لږه شپږ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي. چارواکي وايي، اسرائیلو ته یې د جاسوسۍ په تور کابو ۷۰۰ کسان نیولي دي.

یوې ایرانۍ مېرمن بي بي سي فارسي ته وویل، هغه د جګړې له مرګ او ویجاړۍ دومره وېره نه لري، څومره یې چې له ټپي او سپک شوي ایراني رژیم لري، ځکه په وینا یې رژیم به د اسرائیلو پرځای غوسه له خپلو خلکو وباسي.

استاد انصاري وايي: "که رژیم د لومړنیو توکو او چوپړونو د وړاندې کولو وړتیا ونلري، نو بیا به د خلکو غوسه او ناهیلي زیاته شي."

"ما ته دا یوه پلان شوې پروسې ښکاري. فکر نه کوم، چې د بمبارۍ له پای ته رسېدو، سره سمه دې پیل شي، بلکې رېښې ژورې دي.

په ایران کې لږ خلک د اوربند پر دوام باور لري. دوی یقیني دي، چې اسرائیل لا هم په بشپړه ډول د ایران پر حریم کنتړول لري.

د ایران بالیستیک توغندي

داسې ښکاري، چې یو شی لا خوندي دی: د ایران بالیستیک توغندي. ویل کېږي، چې د غرونو لاندې تونلونو کې ځای پر ځای شوي او اسرائیلو ته یې موندل او له منځه وړل ګران دي.

د اسرائیلو د دفاعي ځواک مشر، ایال ضمیر وویل، اسرائیل له دې سره سره چې پوهېدل "ایران شاوخوا ۲۵۰۰ له ځمکې ځمکې ته توغندي لري،" پر ایران خپل لومړنی برید پیل وکړ.

هغه توغندي چې ایران توغولي په اسرائیلو کې د پام وړ مرګ ژوبله او ویجاړي رامنځته کړې ده. اسرائیل به هغو پاتې ممکنه ۱۵۰۰ توغندیو په اړه اندېښمن وي چې لا هم د ایران په لاس کې دي.

په تل ابیب، واشنګټن او نورو لویدیځو او سیمه‌ییزو پلازمېنو کې لا هم جدي اندېښنې شته، چې کېدای شي ایران د پخوا پرتله اوس د اټومي بم جوړولو چارې ګړنډۍ کړي خو ایران تل ویلي، چې د اټومي بم جوړولو پلان نه لري.

د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ اسرائیلو ته سپارښتنه کړې، چې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه‌یي و نه وژني.

Donald Trump speaks to reporters

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راپورونه وايي چې ولسمشر ټرمپ اسراییلو ته ویلي چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه‌يي ونه وژني.

د ایران اټومي تاسیسات تقریبا شاته شوي. یا ممکن د اسرائیلو او امریکا په بمباریو کې بې ګټې شوي وي، خو ایران ویلي، د خورا بډایه شوي یورانیم ذخېره یې خوندي پټ ځای ته لېږدولې ده.

که څه هم د ایران اټومي تاسیسات تقریبا ویجاړ شوي دي، او ممکن د اسراییلو او امریکا لخوا د بمباریو په جریان کې له کاره لوېدلي وي، ایران ویلي د خورا غني شوي یورانیمو ذخیره یې په خوندي ډول پټ ځای ته لېږدولې ده.

د کارپوهانو په وینا، د ۶۰٪ یورانیم دا ذخېره، که چېرې ۹۰٪ ته غني شي، کوم چې نسبتا اسانه ګام دی، د کابو نهو اټومي بمونو لپاره کافي ده. د جګړې له پیله لږ مخکې، ایران اعلان وکړ، چې د غني کولو لپاره یې یو بل نوی پټ ځای جوړ کړی او ډېر ژر به د یورانیمو غني کولو پروسه هلته پیل کړي.

د ایران پارلمان د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره د خپلې همکارۍ کمولو پلان ته رایه ورکړه او تصویب شوه. دا به د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون، NPT څخه د وتلو یو ګام وي ځکه د روحاني مشر ملاتړ کونکي سخت دريځي د ایران له خوا د اټومي بم جوړولو ته لېواله دي.

آیت الله خامنه یي ممکن اوس ډاډه وي چې د هغه رژیم د اوس لپاره له نسکورېدو خوند شوی خو دا ۸۶ کلن او ناروغ سړی په دې هم پوهېږي چې د هغه د واکمنۍ شپې او ورځې په کمېدو دي، نو هڅه به کوي، یوه بل لوړپوړي عالم یا د مشرتابه شورا ته د واک منظم لېږد له لارې د رژیم دوام ډاډمن کړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې هغه د خپلې مړینې په صورت کې درې لوړپوړي عالمان د نوماندانو په توګه غوره کړي چې ځای ناستي یې شي. د دغه راپور پر بنسټ خامنه‌يي د خپلو مرستیالانو د وژل کېدو په صورت کې هم د ځای ناستو کسانو انتخاب هم کړی دی.

په هر حال، د انقلابي ګارډ پاتې لوړپوړي قوماندانان، چې روحاني مشر ته وفادار دي، ممکن د پردې تر شا د واک د کنټرول په لټه کې وي.

لومړنی عکس: د ګیټي له لارې پېسېفېک پرېس.