یونیسف: د هوا اړوند طبیعي اپتونو له کبله له ۴۳ میلیونو ډېر ماشومان بې‌ځایه شوي

ماشومان

د عکس سرچینه، UNICEF

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د هوا اړوند طبیعي اپتونو له امله په تېرو شپږو کلونو کې له ۴۳ میلیونو ډېر ماشومان بې‌ځایه شوي دي.

د یونیسف لخوا تازه خپاره شوي رپوټ کې راځي چې دغه ماشومان د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ۴۴ هېوادونو کې بې ځایه شوي دي.

سېلابونه، توپانونه، وچکالي او طبیعي اور لګېدنې ددې بې ځایه کېدنې اصلي لاملونه بلل شوې چې د راپوټ له مخې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به نور هم زیات شي.

د رپوټ د مالومات پر اساس په دې توګه نژدې هره ورځ له شلو زرو ډېر ماشومان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې ۱۹ اعشاریه ۷ میلیونه سېلابونو، ۲۱ اعشاریه ۲ سلنه نور هم د هغو توپانوونو له امله بې ځایه شوي چې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۱ کال پورې پېښ شوي دي.

یونیسف وایې دا څېړنه یې د دوو سختو کیسو یادونه کوي، اول دا چې درې هېوادونه لکه فیلیپین، هند او چین د نژدې ۲۳ میلیونه ماشومانو د بې ځایه کېدنې له مخې د نوملړ په سر کې راغلي په داسې حال کې چې دا هېوادونه د طبیعي پېښو پر ضد د مقابلې پوره وړتیاوې هم لري.

سوېلي سودان او سومالیا بیا د سېلابونو له امله د ډېرو ماشومانو د بې ځایه کېدنې له امله له نورو مخکې دي.

ماشومه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

وچکالۍ او طبيعي اور لګېدنو هم نږدې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه ماشومان بې ځایه کړي چې ډېره برخه یې په سومالیا، ایتیوپیا او افغانستان کې ثبت شوي.

د یونیسف په دې ۶۱ مخیز رپوټ کې له یو شمېر ماشومانو او کورنیو سره یې هم خبرې شوې دي.

شمېرې یې ښيي چې په دې شپږو کلونو کې په ټولیزه ټوګه د ټولو بې ځایه شویو خلکو شمېر نژدې ۱۳۴ میلیونه خلکو ته رسېږي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیواله اداره وایي د طبیعي پېښو، فقر او جګړو له امله د بې ځایه شویو ماشومانو لاسنیوی باید وشي.

یاد نړیوال سازمان غوښتنه کوي چې هېوادونه او نړیوالې ادارې باید د طبیعي ګواښونو سره د مخ ماشومانو سره مرستې ته ودانګي او هغوی ته لومړني اساسي خدمتونه ورسوي.

په رپوټ کې دا سپارښتنه هم شوې چې د بې ځایه شویو ماشومانو او نویو ځوانانو وړتیاوې باید لوړې شي چې اقلیمي بدلونونو ته تیاری ولري او دولتونه باید په خپلو تګلارو کې د دوی لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې ونیسي.