یونیسف: د نړۍ په کچه نږدې ۳۷ میلیونه ماشومان بې ځایه شوي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف وايي په نړۍ کې د بې ځایه شویو ماشومانو شمېر ۳۶.۵ مېلیونو ته رسېدلی.

افغانستان د بې ځایه شویو او کډوالو ماشومانو له اړخه د نوملړ دویم هېواد دی.

تېر کال هم ټوله نړۍ کې د بې کوره شوو کډوالو کابو نیم د افغانستان، سوریې او سوېلي سوډان وو.

يونیسف د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې د جون پر شلمه نمانځل کېږي، په خپره کړې وینا کې جګړې او تاوتریخوالی د ماشومانو د بې کوره کېدو ستر لاملونه بللي دي.

دا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د ماشومانو د بې کوره کېدو تر ټولو لوړ ثبت شوې شمېر دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ لا هغه ماشومان نه دي یاد کړي چې د اقلیمي او چاپېریالي ستونزو یا هم بحرانونو له امله بې ځایه شوي او نه يې هم روان میلادي کال کې د یوکرايين د جګړې بې کوره شوي ماشومان پکې ګڼلي دي.

یونیسف ویلي چې له دغو نږدې ۳۷ میلیون ماشومانو ۱۳.۷ میلیونه کډوال او پناه غوښتونکي او ۲۲.۸ مېلیونه نور په خپلو هېوادونو کې دننه بې کوره شوي.

دغه بنسټ ویلي دا لوړ شمېر د افغانستان په څېر د اوږدو جګړو د ناورینونو د دوام او په کانګو ديموکراتیک جمهوریت یا هم یمن کې د اقليم بدلون اغېزونو لا سختو کړیو بحرانونو پایله ده.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه بنسټ ویلي د تېر کال اوږدو کې د بې کوره شویو ماشومانو شمېر ۲.۲ مېلیونه ډېر شوی.

د یونیسف اجرايي مشرې کترین رسل ویلي "موږ دغه اسناد له پامه نشو غورځولی چې د جګړې او ورځ تر بلې ډېرېدونکو بحرانونو له امله ماشومان بې کوره شوي او د دوی د ستونزو حل هم د ټولو مسؤلیت دی."

هغې په حکومتونو هم غږ کړی چې له لویه سره باید د ماشومانو د بې ځایه کېدو مخه ونیسي او که بې ځایه هم شي نو د هغوی د زده کړو، خونديتوب او اړینو خدماتو غم دې وکړي.

ماشومانو د ملاتړ دغه بنسټ دا هم ویلي چې په تېره لسیزه کې د کډوالو شمېر چې ماشومان يې نږدې نیمايي برخه جوړوي، دوه برابره شوی.

د دغو بې ځایه شوو کډوالو کابو نیمايي يې د افريقايي صحرا هېوادونو کې اوسېږي او څلورمه برخه يې د اروپا او مرکزي آسیا او پاتې نور يې د منځني ختيځ او شمالي افريقا هېوادونو کې مېشت دي.

کډوال ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د یونیسیف په وینا بې کوره شوي ماشومان، که هغه پناه غوښتونکي دي یا بې ځایه شوي، د روغتیا او خونديتابه له مخې له خطرونو سره مخامخ دي.

په تېره بیا سلګونه زره يې چې له کورنیو جلا شوي د قاچاق، ناوړې کارېدنې او تاریخوالي له سخت خطر سره مخ دي.

ماشومان په ټوله نړۍ کې د قاچاق شاوخوا ۳۴ سلنه قربانیان هم جوړوي.