د طالبانو حکومت: له پارکونو سره جوخت مو د ښځو پر مخ ورزشي کلبونه او حمامونه تړلي، تازه پرېکړه نه ده

پارک

د عکس سرچینه، Getty Images

له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د پارکونو له مسولانو وغوښتل چې ښځې دې نه ورپرېدي، د امر بالمعروف وزارت وايي، همدې سره جوخت یې ورزشي کلبونو او حمامونو ته هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر بي بي سي ته وویل چې دا کومه نوې پرېکړه نه ده بلکې هماغه پارکونو نه د دوی له منع کولو سره یو ځای شوې ده.

په ورته مهال پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي چې یو شمېر ښځې پکې غوښتنه کوي چې د روغتیايي ستونزو له کبله ورزش ته اړتیا لري او باید دا ځایونه یې پر مخ ونه تړل شي.

که څه هم د ورزشي کلبونو او حمامونو د تړل کېدو د لامل په اړه دغه وزارت څه نه دي ویلي خو د پارکونو تړل کېدو په اړه یې ویلي

په تېرو ۱۴ میاشتو کې دوی د اونۍ درې ورځې مېرمنو ته پارکونو ته د ورتګ لپاره بېلې کړې وې، خو د دوی په خبره هغه شان چې لازمه ده، ځینو مېرمنو د "اسلامي حجاب" خیال نه ساته.

همداراز د امر بالمعروف اداره وایي دوی نایانو ته سپارښتنه کړې چې د چا ږیره لنډه نه کړي خو دا نه مني چې ګواکې دوی ورته امر کړی دی او که عملي یې نه کړي نو سزا به وویني. 

په اونۍ کې درې ورځې مېرمنې له خپلو نارینه وو پرته پارک ته د ښه وخت تېرولو لپاره تللې، خو اوس طالبان وایی کوم شرایط چې یې چې په دې برخه کې ټاکلي وو، نه پارک لرونکو او نه هم مېرمنو هغه پر ځای نه کړل. نو له دې کبله دوی پرېکړه وکړه تر هغه چې مناسب چاپېریال رامنځ ته کېږي، مېرمنې به پارکونو ته د تلو حق نه لري.

محمد صدیق عاکف

د عکس سرچینه، @SadiqAkif

د عکس تشریح، ښاغلی عاکف وایي د دوی دا پرېکړه به تر هغه دوام کوي چې د مېر منو لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځ کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند مولوي محمد صدیق عاکف مهاجر وایي دوی د پارکونو د مسؤلینو د نه همکارۍ له امله اړ شول، چې د ښځو پر مخ د پارکونو دروازې بندې کړي:

"د پارکونو مسؤلینو په دې برخه کې چندان همکاري ونه کړه او همدارنګه خویندو هم حجاب، په څه ډول چې ورته ویل کېده، هغسې یې نه مراعتولو. نو د اوس لپاره پرېکړه همداسې شوې ده".

طالبانو پارکونو ته د ښځو د ورتګ منع کولو پرېکړه، پارک لرونکو ته په شفایي توګه اورولې ده.

ښاغلی عاکف وایي د دوی دا پرېکړه به تر هغه دوام کوي چې د مېر منو لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځ کړي.

خو دا نه وایي چې کله به د ده په خبره داسې یو مناسب چاپېریال رامنځ ته کوي.

بل پلو هغه د ټولنیزو رسنیو هغه خبرونه هم تر یو حده تایید کړل چې وایي طالبانو له نایانو غوښتي چې د خلکو ږیرې لنډې نه کړي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

خو ښاغلي عاکف وایي دوی سلمانیانو ته سپارښتنه کړې نه امر. 

 "موږ هم مسلمانانو توصیه کړې چې دا د شریعت مخالفت دی نو دا که ونه شي، ځکه په دې کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ګڼ حدیثونه راغلي دي."

ښاغلي عاکف وایی د مسلمانانو په توګه دوی دنده لري چې خلکو ته د اسلام په رڼا کې سپارښتنې وکړي خو دا نه مني چې ګواکې نایانو ته یې امر کړی که هغه پر ځای نه کړي نو سزا به وویني.

له تېرو نژدې ۱۵ میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، لوی شمېر مېرمنو کارونه له لاسه ورکړي او له شپږم تر ۱۲ ټولګې پورې نجونې هم ښوونځیو ته له تلو منع کړای شوې دي.