د خندا نړیواله ورځ؛ خندا انسان ته خوشحالۍ او مثبت سېک ورکوي

د عکس سرچینه، AFP
نن (مې دویمه) د خندا نړیواله ورځ ده. په دې ورځ په نړۍ کې خلک د خوشحالۍ، خندا او سولې ته د رسېدو په موخه زرغونو سیمو، غرونو، پارکونو او مېلهځایونو ته ځي.
دا ورځ یوه هندي ډاکتر مادان کاتاریا په ۱۹۹۵ کال کې رامنځته کړه او له ۱۹۹۸ کال راهیسې د مې لومړۍ یکشنبه د خندا نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
خو افغانستان، چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې پکې جګړه او تاوتریخوالي روان دی، خلک یې څومره خوشحاله دي؟ په دغه هېواد د خندا او خپګان لاملونه څه دي؟
په ځینو هېوادونو کې د دغې ورځې لمانځلو لپاره د ورځې څو ساعتونه ځانګړي شوي دي.
په افغانستان متل دی چې "خندا د ژوند مالګه ده"، خو کلونو کېږي په دغه هېواد کې روانې جګړې او ناخوالو له افغانانو خندا اخیستې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د خوشحالۍ په اړه هغه کلنی راپور، چې په ۱۴۹ هېوادونو کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړ شوی، افغانستان پکې وروستۍ ځای لري یانې افغانان تر نورو زړه تنګي دي.
د خندا نړیوالي ورځې لمانځلو موخه دا ده، چې د خندا د ګټو په اړه د خلکو مالومات ډېر او د رواني ناروغیو په درملنه کې د دغه ارزښتناک عمل مثبت اغېز ته پام وکړي.
خندا انسان ته خوشحالۍ او مثبته انرژۍ ورکوي. خو شاید لږ کسان د دغه ارزانه او ساده عمل ګټو ته پام کوي.
روان پوهانو وايي، خندېدل د انسان په بدن کې سټرېس یا د ژور خپګان ضد هورمون د زیات تولید لامل کېږي، چې په پایله کې انسان د خوشحالۍ او ارامښت احساس کوي.
د خندا نړیواله ورځ لومړۍ ځل په ۱۹۹۸ میلادي کال کې یوازې د هندوستان په ممبۍ کې ولمانځل شوه، خو وروسته د دغې ورځې لمانځل په ګڼ شمېر هېوادونو کې دود شول او اوس هر کال میلیونونه انسانان د ځان او کورنۍ خوشحالولو په موخه دغه ورځ په خندا لمانځي.

د عکس سرچینه، AFP








