په کابل کې د کار ملي کنفرانس؛ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو بحثونه شوي

د کار ملي کنفرانس

د عکس سرچینه، RTA

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړ کړی چې د حکومتي چارواکو، د نړیوالو موسسو او خصوصي سکټور استازو پکې ګډون کړی دی.

دا وزارت وايي، دغه کنفرانس به په هېواد کې د بې کارۍ کچې راټيټولو سره مرسته وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، "په کنفرانس کې د بې کارۍ په عواملو، ورته د حل لارو په پيدا کولو او پر هغو ستونزو چې د افغانستان د کار په بازار کې موجودې دي، بحثونه وشول."

د کار ملي کنفرانس ته د طالبانو حکومت لومړي وزیر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د کار رامنځته کول د خپل حکومت لومړیتوب بللی، خو ورته مهال یې پر نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور غږ کړی چې د کار ملي کنفرانس په بریالیتوب کې پوره ونډه واخلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه کنفرانس کې ځینو مواردو ته په اشاره وویل، نړیوالې ټولنې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.

نوموړي وويل، "مخدره مواد چې ضرر یې ټولې نړۍ ته رسېده، نن بند شوي دي، اوس معتادين علاج غواړي او بزګر بدیل معيشت غواړي، ژوند غواړي‌، روزګار غواړي. متاسفانه چې نړيوالو تراوسه په دې برخه کې مسوولیت نه دی ادا کړی. "

ښاغلي متقي زياته کړه، "همدارنګه اقليمي بدلون افغان ولس ته زيان رسوي، سېلابونه دي او موسم خراب دی. ډېر داسې څه دي چې د افغان ولس رزق او روزي ورباندې مرتبه وه، هغې ته تاوان رسېږي. دا تاوان له نړۍ موږ ته رارسېږي، ځکه نړۍ نه تنها مرسته نه ده کړې بلکې په هغو کنفرانسونو کې افغانستان ته عضويت نه دی ورکړل شوی. "

د کار ملي کنفرانس

د عکس سرچینه، RTA

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ښاغلی ابراهیمي وايي، زموږ اټکل دا دی چې د دغه کنفرانس د تعهداتو له تطبيق وروسته به د بې کارۍ کچه ټيټه شي.

په افغانستان کې د کارګرانو د اتحادیې سرپرست محمداشرف صمدي وايي، که د نړیوالې ملاتړ تر لاسه او د کارګرانو او د کار خاوندانو ترمنځ ملي ډیالوګ غښتلی شي، نو داسې کنفرانسونه د بې روزګارۍ کچې په کمولو کې ګټور دي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د بې روزګارۍ کچې راټیټولو لپاره د کار ملي کنفرانس جوړ کړی چې په ډېرو دولتي او نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، حکومت بايد په دغه کنفرانس کې ښځو ته د کاري موکو برابرولو په تړاو هم بحثونه وکړي.

د افغانستان ګڼو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، دایمي بیکارۍ او د کاري فرصتونو نشتوالي یې د ژوند شرایط سخت کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي زیاته شوې چې اصلي لامل یې پر دغه هېواد حاکم "ناوړه" اقتصادي وضعیت دی.

تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان د بېکارۍ کچه دوه برابره شوې ده، په ځانګړې توګه دغه شمېره د ځوانانو او ښځو په منځ کې د اندېښنې تر کچې لوړه شوې ده.

نړیوال بانک په دا وروستیو کې ویلي، لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان د اقتصادي وضعیت انځور تت دی، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې روښانه راتلونکې په مخ کې ده، خو دا چې څنګه او په څه ډول، تر اوسه لا څرګنده نه ده.