د بي بي سي موندنې؛ افغانستان کې د کوکنارو کښت پام وړ کم شوی

کوکنار
د عکس تشریح، طالبان د غرونو په منځ کې د کوکنارو سرونه پرې کوي
    • Author, یوګیتا لیمای
    • دنده, بي بي سي

عبدل چې په یوه اوږه یې وسله او بل لاس کې یې لښته ده، د کوکنارو غوټۍ تر خپلې وسې پرې وهي.

بوټي او د غوټیو شیره په هوا کې الوځي او د خامو تریاکو ځانګړی بوی هرې خواته احساسېږي.

په څو شیبو کې عبدل او لسګونه نورو کسانو د کوکنارو یوه کوچنۍ کرونده له خاورو سره یو ځای کړه.

وروسته دغه وسله وال سړي چې ټولو دودیز کالي اغوستي، اوږدې ږیرې لرې او د ځینو سترګي یې هم په رنجو تورې دي، په یوه پی کپ موټر کې سپریږي او بلې کروندې ته ځي.

دوی د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې یوې ډلګۍ غړي دي.

موږ ته په کمسارې توګه اجازه راکړل شوه چې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو لپاره د هغوی په یوه ګزمه کې ورسره مله شوو.

څه کم دوه کاله وړاندې دغه کسان یاغي وسله وال وو چې د هېواد د کنټرول لپاره یې وسله واله جګړه کوله، خو اوس یې چې جګړه ګټلې او واکمن دي. د خپل مشر حکمونه پلي کوي.

د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یوه فرمان له مخې د کوکنارو کښت چې د نشه یي توکو ډول ډول مواد ترې جوړېږي، بند کړل. سرغړونکو ته یې دا سزا هم وټاکله چې کښتونه به یې له منځه ځي او خپله به د "شریعت" له مخې مجازات کېږي.

د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دوی دا بندیز ځکه لګولی، چې د اپینو ناوړه اغېزې چې د کوکنارو د تخم له غوټیو راټولېږي، د دوی د دیني عقایدو خلاف دي.

مواد مخدر

افغانستان د نړۍ تر ۸۰ سلنه زیات تریاک تولیدوي او هغه هیروین چې د افغانستان له اپینو جوړ شوي، د اروپایي بازارونو ۹۵ سلنه برخه جوړوي.

بي بي سي پر همدې موضوع د لا زیاتو مالوماتو راټولو لپاره افغانستان ته خپل خبریالان واستول او د سپوږمکۍ ارزونې یې کارولي چې د کوکنارو کښت په کې مالومېږي.

داسې ښکاري چې د طالبانو مشران د بل هر چا په پرتله د دې بوټي د کرکېلې په مخنیوي کې ډیر بریالي شوي دي.

بي بي سي دا هم موندلې په هغو ولایتونو کې چې کوکنار په کې په لوړه کچه کرل کېږي، په کرکېله کې یې د پام وړ کموالی راغلی.

د کوکنارو د ودې کموالی

هغه څه چې د یوه کارپوه په نظر ښايي د تېر کال پرتله په کلني ډول ۸۰ سلنه کموالي ولري، په ځای یې د کمې ګټي کښت یعني غنم کرل شوي چې د بزګرو په وینا ډېره ګټه ورته نه کوي.

د بي بي سي خبریالانو د ننګرهار او هلمند په ګډون یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي، له خامو او کچه لارو تېر شوي، لرې پرتو، غرنیو سیمو او له چټکو سیندونو تېر شوي چې کروندو ته ځان ورسوي او هرڅه له نږدې وګوري.

د طالبانو د مشر په فرمان کې د ۲۰۲۲ م کال اپینو حاصل شامل نه وو، هغه څه چې د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو دفتر د مالوماتو له مخې د وړم ۲۰۲۱ کال په پرتله درې ځله زیاتوالي ښيي.

خو روان کال بیا ډېر توپیر راغلی، ځکه شواهد مو په ځمکه ولیدل او له هوا څخه اخیستل شوي انځورونه یې له کره والي سره مرسته کوي.

د افغانستان د نشه يي توکو د سوداګرۍ کارپوه ډیوېډ منسفیلډ د الیسز " Alcis" په نامه له هغه بریتانوي شرکت سره کار کوي چې د سټلایټي ارزونې په برخه کې تخصص لري.

هغه وايي: "داسې ښکاري چې کرکېله به د ۲۰۲۲م کال په پرتله له شلو سلنو کمه وي. د کموالي دا کچه به بې مخینې وي."

په لوی شمېر کې کروندګرو دا بندیز عملي کړی او طالب سرتیري د هغو بزګرو کروندې له منځه وړي چې دې امر ته غاړه نه ږدي.

په ننګرهار کې د طالبانو د ګزمې قومندان تور خان چې زموږ ملتیا یې کوله، موږ ته وویل چې دی او ورسره کسان یي له نږدې پنځو میاشتو راهیسې د کوکنارو کرکېلې له منځه وړي او په دې موده کې یې زرګونه هکتاره ځمکه پاکه کړې ده.

د کروندګرو غصه

"تاسو زما کرونده له منځه وړئ، خدای دې ستاسو کورونه ویجاړ کړي" دا د هغې مېرمنې خبرې دي چې په قهریدلي غږ د طالبانو ډلګۍ ته بدې دعاوې کوي، ځکه کوکنار یې ورته اړولي دي.

خو تور خان هغې ته ځواب ورکوي او ښځه هم خپل کور ته دننه کېږي. "نن سهار مې درته ویلي و چې کرونده خپله له منځه یوسئ، خو تاسو دا کار ونه کړ، اوس یې زه کوم."

د هغې زوی طالبانو بندي کړی و، خو څو ساعته وروسته یې له خبرداري سره بېرته خوشی کړ.

طالب
د عکس تشریح، طالب قوماندان تورخان له خپلو کسانو سره د کوکنارو کرونده پاکوي

لوی شمېر طالب وسله وال سیمې ته ورځي، ځکه په سیمه کې د قهرجنو ځایي خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.

په شخړه او ډزو کې هغه مهال یو کس ووژل شو چې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین کې نښته رامنځته شوه. د نورو شخړو رپوټونه هم ورکړل شوي.

د علي محمد میا په نامه یو کروندګر چې په مخ یې د خپګان او ځپلو نښانې ښکارېدې، د خپلې کروندې د ویجاړولو ننداره یې کوله.

د کار په پای کې د کوکنارو ګلابي ګلونه، شنې غوځې او مات شوي ډنډرونه هرې خواته پراته دي.

موږ ترې پوښتنه وکړه چې له بندیز سره سره یې ولې کوکنار کرل؟

هغه وایي: "کله چې کور کې خواړه ونه لرئ او ماشومان د هم وږي وي نو پرته له دې به بل څه کوئ، موږ ډېرې ځمکې نه لرو، که غنم وکرو، دومره څه مو لاسته نه راځي لکه له کوکنارو چې یې لاسته راوړو."

کرونده ګر محمد علي میا
د عکس تشریح، د علي محمد میا په نامه یو کروندګر چې په مخ یې د خپګان او ځپلو نښانې ښکارېدې، د خپلې کروندې د ویجاړولو ننداره کوي.

خو دې بندیز د محمد علي په شان بزګر اړ کړي چې د غنمو په څېر کم بیه فصل وکري.

هغه څه چې پام ور اوړي دا دي، چې طالبانو په څومره چټکۍ د لښتو او سوټیو په مټ د کوکنارو کروندې له منځه وړي، شپږ پټي چې هر یو یې لسګونه متره پراخوالي لري، یوازې په نیم ساعت کې پاک شول.

له تورخان مو وپوښتل چې څه احساس کوي کله چې د خپلو خلکو د ګټې وټې سرچینې له منځه وړي، په داسې کې چې دا کار د هغوی د خپګان او ناخوښۍ لامل هم ګرځي؟

خو نوموړی وایي: "دا زموږ د مشر امر دی، زموږ ژمنتیا هغه ته دومره پیاوړې ده چې که هغه زما یوه ملګري ته ووایي چې ما را ځوړند کړي، زه به یې منم او خپل ملګري ته په ځان سپارم."

د افغانستان په سویل لوېدیځ کې پروت هلمند ولایت چې د کوکنارو کرکېلې زړه بلل کېږي، د هېواد له نیمايي ډېر اپین دلته تولیديږي.

موږ هلته د طالبانو د نشه توکو ضد ادارې له کسانو پرته سفر وکړ، او دلیل یې دا وه چې لومړی لاس مالومات تر لاسه کړو.

تېر کال چې موږ دلته وو، موږ په کوکنارو پوښلې ځمکې لېدلې وې. خو دا ځل موږ یوه کرونده هم ونه لېده.

کوکنار

د السیز ارزونه ښيي چې په هلمند کې د کوکنارو کرکېله له ۹۹ سلنو ډېره کمه شوې ده.

په دې اړه ډیویډ مانسفیلډ وايي: "له هلمند نه د لوړ کیفیت لرونکي انځورونه ښيي چې د کوکنارو کر نږدې زر هکتارو ته راټیټه شوې په داسې حال کې چې دا تېر کال ۱۲۹ زره هکتاره وه."

د غمنو کرکېله

موږ د هلمند مارجه ولسوالۍ کې له کروندګر نعمت الله دلسوز سره داسې مهال خبرې وکړې چې د غنمو فصل یې راټولوه.

هغه پر همدغه ځمکه تېر کال کوکنار کرلي وو. نوموړي موږ ته وویل چې د طالبانو په یوه مهم مرکز هلمند کې ګروندګرو دې بندیز ته پوره غاړه اېښې ده.

نوموړی وایي: "کمو کروندګرو هڅه کړې چې په خپلو سرایونو یا کورونو کې په پټه کوکنار وکري، خو طالبانو هغه هم پیدا کړي او له منځه یې وړي دي."

په دې کرونده کې د غنمو د لو او مرغانو له غږونو پرته نوره چوپتیا ده، هغه سیمه چې د جګړې پر مهال لومړۍ کرښه وه. هلمند د بریتانوي پوځیانو اډه وه او دلته یې سختې جګړې کړې دي.

کوکنار

نعمت الله تازه شل کلن کېږي. دا دده په ژوند کې لومړی ځل دی چې د بمونو له وېرې پرته بهر ګرځي.

خو هغه خلک چې له وړاندې اوږدې جګړې ځپلي، د کوکنار بندیز پرې سخت ګزار کړی. همدا د اقتصادي سقوط هغه برخه بلل کېږي چې دا مهال ټول افغانستان کې خلک ورسره مخ شوي.

د دې هېواد له درېیو دوه برخې وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

همدې نعمت الله هم اندېښمن کړی: "موږ ډېر خفه یوو، غنم د کوکنار څلورمه برخه ګټه هم نه لري، زه د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شم پوره کولی، زه مجبور شوی یم چې پور واخلم، لوږه په لوړه کچه ده او موږ له حکومته کومه مرسته نه ده تر لاسه کړې."

موږ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت چې حکومت له دې خلکو سره د مرستې لپاره څه کوي؟

"موږ پوهېږو چې خلک بې وزله دي او کړېږي، خو کوکنار له ګټې تاوان ډېر لري. زموږ له ۳۷ میلیونه وګړو نه څلور میلیونه روږدي دي. دا لوړه شمېره ده، د ژوند تېرولو نورې سرچینې شته، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له زیان سره مخ خلکو لاس نیوی وکړي."

نعمت الله
د عکس تشریح، نعمت الله دلسوز په هغه ځمکه د غنمو لو کوي چې مخکې به یې پرې کوکنار کرل.

هغه د ملګرو ملتونو او امریکا دا ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي د بهرنیو ځواکونو او تېر افغان حکومت پر وړاندې جګړه کې د دوی د لګښتونو مهمه سرچینه نشه یي توکي وو.

خو دوی بیا له دې پوښتنې سره هم مخ دي چې څنګه له هغې نړیوالو ادارو مرسته غواړي چې حکومت یې پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګول دی:

ښاغلی مجاهد وایي: "نړیواله ټولنه دې بشري مسایل له سیاسي ستونزو سره نه تړي. کوکنار نه یوازې د افغانستان خلک زیانمنوي بلکې ټولې نړۍ ته زیان دی، که نړۍ له دې شره ځان خلاصول غواړي، انصاف همدا دی چې په بدل کې یې له افغانانو سره مرسته وکړي."

د تریاکو د بیو لوړوالی

د مالوماتو له مخې د تریاکو پر بيو د بنديز اغېز له پخوا څرګند دى. موږ په کندهار کې چې د طالبانو معنوي کور او په دودیز ډول د کوکنارو یوه بله لویه سیمه ده داسې یوه بزګر سره ولیدل چې د تېر کال د حاصلاتو یوه کوچنۍ برخه یې په لاس کې نیولې ده - دوه پلاستیکي کڅوړې چې هره یوه یې د فوټبال توپ په اندازه وه. تور رنګ او بد بویه تریاک په کې دي.

موږ یې د خوندیتوب لپاره هویت پټ ساټو:

"تېر کال له بندیز لږ مخکې، ما داسې یوه کڅوړه تریاک په ښه قېمت پلورلي وو، اوس د بیو لوړوالي ته په تمه یو، ځکه دا زما د کورنۍ د ډېر وخت لپاره بسنه کوي، زموږ حالت ډېر ښه نه دی. ما مخکې پور اخیستی چې خوراکي توکي او جامې پرې وپېرم. سره له دې چې زه پوهېږم تریاک خطر لري خو بدیل یې څه دی؟"

له ځپلو سره سره، موږ له داسې یوه بزګر سره خبرې وکړې چې لاهم هیله لري د کوکنارو حاصل وپلوري.

ښایي په دوکانونو او کوڅو کې د هېروینو پر بیو اغېز یو څه نور وخت ونیسي.

Two bags of opium resin
د عکس تشریح، له ځپلو سره سره داسې بزګر شته چې لاهم هیله لري د کوکنارو حاصل وپلوري.

په دې اړه ښاغلي منسفیلډ وايي: "په داسې حال کې چې د تریاکو او هېروینو بیې په تېرو شلو کال کې تر ټولو په لوړه کچه کې پاتې شوې، خو په روان کال کې د کوکنارو کرکېلې له دې کمښت سره سره په تېرو شپږو میاشتو کې یې بیې لوېدلې دي."

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې پخوانی چارواکی مایک ټرس چې په ۲۰۰۰م کال کې د طالبانو لومړۍ دور واکمنۍ او په افغانستان د امریکا له بريد مخکې د بریتانیا په حکومت کې د نشه یي توګو تګلارې جګپوړۍ سلاکار و، په دې اړه وایي: "دې بندیز په لوېديځو بازارونو کې پر بیو لوي او سملاسي اغېز نه دی کړی، ځکه په لویه کچه د نشه يي توکو انبارونه د قاچاق په لاره کې له قاچاقیانو سره شته، دا د بازار اصلي ماهیت دی او په تېرو شلو کلونو کې کوم بنسټېز بدلون په کې نه دی راغلی.

په افغانستان کې د کوکنار او تریاکو کرکیلې، تولید او لېږد پر مخنیوي امریکا میلیاردونه ډالر ولګول، اصلي موخه یې هم دا وه چې د طالبانو د ګټې دا سرچینه وتړي.

دوی د طالبانو د تر کنټرول لاندې سیمو کې د کوکنارو په کروندو له هوا عملیات وکړل، تولید خونې، لابراتوارونه او انبارونه یې هم په نښه کړل.

Poppies in field, photographed from close-up

خو د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کوکنار په ازادنه توګه کرل کېدل، هغه څه چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې بي بي سي پرې شواهد راټول کړي وو.

خو اوس داسې ښکاري چې طالبان هغه ماموریت بشپړوي چې لویدیځ یې پر شوني کولو نه و توانیدلی، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دا حالت به تر کله همداسې با ثبات پاتې شي؟

مایک ټریس وايي، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې دا ډراماتیک کمښت ممکن د مخدره توکو د مصرف بڼه بدله کړي.

هغه وايي "ښايي خلک مصنوعي نشه يي توکو ته مخه کړي چې د تریاکو پرتله به خورا ناوړه وي."