تحریک انصاف: د ګوند د ټولو غړو تر خوشي کېدو به خپل پرلت روان وساتو
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند پلويانو د خپل بنسټګر او پخواني لومړي وزير عمران خان د قيد پر ضد او ځينې نورو غوښتنو لپاره د هېواد د بېلابېلو برخو نه اسلام اباد ته تګ پیل کړی دی.
د ګوند مشران وايي اسلام اباد ته په رسېدو به دغه احتجاج پرلت ته بدلوي او تر هغې به دوم ورکوي تر څو چې عمران خان په ګډون تيرو دوه کلونو کې نيول شوې د ګوند ټول غړي نه وي خوشې شوي.
تحريک انصاف په فبرورۍ مياشت کې شوې عمومي ټاکنو د پايلو او حکومت لخوا دې وروستيو کې منظور شوي نوي اساسي قانون ترميم پر ضد هم احتجاج کوي.
پاکستان کې زموږ خبریال افتخار خان وايي، حکومت پي ټي ای ته د دغه احتجاج اجازه نه ورکوي او اسلام اباد ته تلونکي ټولې لارې يې په سړکونو د کنټينرو ځاي په ځای کولو سره بندې کړې دي.
له دې سربېره د هېواد نورو برخو کې د کاروانونو مخنيوي لپاره لارې تړل شوي دي.
بله خوا، له خیبر پښتونخوا نه د تحریک انصاف ګوند کاروانونه د اسلام اباد پر لور روان شوي دي.
تحریک انصاف پر خپلو ټولنیزو رسنیو د ګڼو هغو سیمو عکسونه او وېډیوګانې شریکې کړې دي، چې دغه کاروانونه د ځایي مشرانو په مشرۍ اسلام اباد ته د احتجاج لپاره روان دي.
د "جيټي روډ" په اټک سیمه کې کانټینرونه اېښودل شوي چې لار بنده کړي او په اټک کې پولیس او رینجرز په ډېر شمېر کې ځای پر ځای شوي دي.
د بيبيسي خبریال عزیزالله خان وايي، دغه ټول کاروانونه به لومړی په صوابۍ انټرچېنج کې راټول شي او له هغه ځایه به د اسلام اباد پر لور د یوې سترې مظاهرې په بڼه وخوځېږي.
په ورته وخت کې، د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان چې اوس زندان کې دی، د دې سترې مظاهرې او په اسلام آباد کې د حکومت پر وړاندې پر ډي-چوک د پرلت جوړولو غوښتنه کړې ده.
افتخار خان وايي، حکومت د اسلام اباد په ګډون په ځینو ښارونو کې انټرنېټ بند کړی دی.
د بشری بيبي او علي امین ګنډا پور په مشرۍ د پيټيای کاروان له پېښوره اسلام اباد ته روان شوی

د عکس سرچینه، Getty/PTI
د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او مشر عمران خان مېرمن بشری بيبي او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډا پور په مشري کې د پيټيای کاروان له پېښوره د اسلام اباد پر لور روان شوی دی.
وکیل ډاکټر سیف ویلي چې د خنډونو له منځه وړلو لپاره بشپړ بندوبست شوی دی.
هغه تور لګولی چې تېرې شپې حکومت د خنډونو لرې کولو ماشینونو باندې ډزې کړې او د اور اچولو هڅه یې وکړه.
هغه زیاته کړه چې حکومت ته اوس هم وخت شته چې زموږ غوښتنې پوره کړي، که نه نو د بنګلهدېش په څېر وضعیت ته تیار واوسي.
"د تکلیفونو له امله د حکومت په استازولۍ له خلکو بخښنه غواړم"

د عکس سرچینه، ذریعہscreenshot
فیدرالي وزیر احسن اقبال په لاهور کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، "د لارې بندېدو له امله چې اوس مهال خلکو ته کوم تکلیف رسېږي، د حکومت په استازولۍ له خلکو بخښنه غواړم."
هغه زیاته کړه چې دا ګامونه د خلکو او هېواد د ساتنې لپاره اړین شوي وو. احسن اقبال وویل، "هیله لرم چې د دوی دغه احتجاج به نن ناکام شي او بیا به وضعیت عادي حالت ته ستون شي."
ښځینه پولیسې

د بيبيسي اردو څانګې خبریاله فرحت جاوېد وايي، اسلام اباد نن د یوې کلا په څېر ښکاري چې له هرې خوا تړل شوی دی. سړکونه او کوڅې د کانټینرونو ځای پر ځای کولو بندې شوې دي او امنیتي سرتېري په لوی شمېر دلته ځای پر ځای شوي دي، چې ښځینه سرتېري هم په کې شامل دي.
ګڼې ښځینه پولیسې په عامو جامو کې هم ګمارل شوې دي. زموږ ټیم نن سهار د ښار وضعیت د ارزونې لپاره له بېلابېلو لارو تېرېده، چې په ګڼو ځایونو کې ښځینه پولیسې په ډېر زیات شمېر لیدل کېدې. په دې کې یوه ښځینه پولیسه هم وه چې خپل دوه کلن ماشوم یې په اوږه سپور کړی و.
د تېر اکتوبر لومړیو کې هم د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې احتجاج کړی و چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په وینا په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا د ۱۱ پولیسو په ګډون ۵۶۴ مظاهره کوونکي نیول شوي وو.













