اسلام اباد کې مظاهره؛ له ۵۰۰ ډېر لاریونیان نیول شوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان د تحریک انصاف د احتجاج په اړه وویل چې په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا د ۱۱ پولیسو په ګډون ۵۶۴ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
محسن نقوي رسنیو ته ویلي د خيبرپښتونخوا وزيراعلی په شمول هر څوک چې اسلام اباد کې د مظاهرو په پلمه د ناامنه کولو اعمالو کې ککړ وي د هغوی په ضد به گامونه اخستل کېږي.
وړاندې، د اسلام اباد پولیسو د 'چینا چوک' او 'ډي چوک' له شاوخوا سیمو د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) مظاهرهکوونکي خوارهواره کړي وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، امنيتي ځواکونه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور استوګنځای ته ننوتي او نوموړی یې نیولی دی، خو پولیس یې ردوي.
نوموړی شنبه د خپلو پلویانو له یوه کاروان سره له پښتونخوا اسلام اباد ته رسېدلی دی. په پارلمان کې د پي ټي ای مشر عمر ایوب پر اېکس لیکلي چې ښاغلی ګنډاپور "په ناقانونه ډول نیول شوی."
بي بي سي ته هم سرچینو ویلي چې له هغه سره یې د کورنۍ او همکارانو اړیکه هم پرې شوې. په اسلام اباد کې د پولیسو ویاند له بيبیسي سره په خبرو کې ویلي، چې ګنډاپور نه دی نیول شوی.
په خواله رسنیو کې په ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې په اسلام اباد کې پولیس د ګنډاپور کورته ننوځي.
امین ګنډاپور د اکتوبر تر ۲۵ د خیبرپښتونخوا د سترې محکمې په ضمانت دی او نیول به یې نه یوازې د عدالت بلکه هغه ته د رایه ورکوونکو د رایې سپکاوی هم وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له پراخو لاریونونو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور اسلام اباد ته له ننوتلو وروسته ریډ زون ته رسېدلی و.
د پيټيای لخوا پر اېکس شريکه شوې ويډيو کې علي امين ګنډاپور ليدل کېږي چې د اسلام اباد ښار دننه له احتجاج کوونکو سره روان دی.
د بيبيسي خبريال فرحت جاويد وايي، د پوليسو او د پيټيای د کارمنانو ترمنځ نښتې هم ريډ زون ته نژدې ليدل شوي او د پوليسو لخوا د مظاهرهچيانو د مخنيوي لپاره له اوښلن ګاز کار اخيستل کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر د پيټيای لاریون پر 'اسلاماباد برید وباله'
بل پلو، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، اسلام اباد ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور راتګ د "اسلام اباد پر خاوره د دوښمن برید" ګڼي.
د شنبې په ورځ په سیالکوټ کې خبریالانو سره په خبرو کې د دفاع وزیر خواجه اصف وویل "هر څه چې دوی کوي، موږ دا په اسلاماباد او پاکستان د دوښمن د ځواک لخوا برید ګڼو."
له پيټيای سره د خبرو اترو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې خواجه اصف وويل "زه فکر نه کوم چې د خبرو اترو کومه موکه شته".
هغه تور ولګاوه چې " پيټيای "غواړي مړي راوباسي" او "زموږ هڅه دا ده چې دا یقیني کړو په دې ټوله معامله کې څوک مړه نه شي."
هغه وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ته د پيټيای لخوا تېره شپه په لاریون کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې مظاهرې؛ د اسلام اباد امنیت لپاره پوځیان استول شوي
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له پراخو لاریونونو وروسته، حکومت له پوځ نه اسلام اباد کې د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې.
دا غوښتنه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې په دې ښار کې د شانګهای سازمان غونډه هم جوړه شي.
ټاکل شوې په اسلام اباد کې شانګهای سازمان ۲۳مه غونډه د اوکټوبر پر ۱۵ پیل شي چې د هند بهرنیو چارو وزیر 'ایسجي شنکر' به هم ګډون پکې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت د اکتوبر له ۵ تر ۱۷ پورې اسلام اباد ته د پوځيانو استول منلي.
هممهاله د پاکستان تحريک انصاف ګوند په لاهور کې د لاریونونو خبرداری ورکړ، پولیسو لارې بندې کړې او په سړکونو یې کانتینرونه ځای په ځای کړي دي.
د تحریک انصاف یوه مشر حماد اظهر په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې اسلام اباد کې لاریون به دوام لري. د دې ترڅنګ سر له اوسه د پنجاب په ټولو ضلعو کې د لاریونونو د پیلېدو اعلان هم شوی.
هغه زياته کړه، چې "د لاهور په لاريون کې به د لاهور او شاوخوا سيمو خلک ګډون وکړي. د پنجاب په نورو ټولو ضلعو کې سر له ننه د لاریونونو پیلولو غږ کېږي."
د تحريک انصاف یو بل مشر او وکيل سلمان اکرم راجا په يوه ويډيويي پېغام کې خپلو غړو ته ويلي، چې "لاریون زموږ او ستاسې حق دی او دا لاریون هغه مهال فرض ګرځي، چې د اساسي قانون د تعديل له لارې ازادي سلب شي."
تحریک انصاف: د علي امین ګنډاپور پر کاروان اوښلن ګاز کارول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
تحریک انصاف وايي، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پر کاروان، چې اسلام اباد ته روان و اوښلن ګاز کارول شوی.
په یوه بیان کې پي ټي ای ویلي، چې "مسلم لیګ او محسن نقوي باید پوه شي، چې دوی په سوله غوښتونکو پاکستانیانو برید کوي. د دوی شرمناکه کړنه به د پيټيای مخه ونه نيسي. " د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، له هغو کسانو سره به سخت قانوني چلن وکړي، چې د ده په وینا له قانونه سرغړونه کوي.
بله خوا چارواکي وايي، چې د پيټيای د غړو له خوا پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه شوي دي. رپوټونه وايي تر اوسه لسګونه لاریونیان نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسلام اباد ته د تللو ټولې لارې بندې دي او د لاریون لپاره د ورغلو کاروانونو د مخنيوي لپاره ډېر خنډونه جوړ شوي دي.
د ښار په ډېرو برخو کې د ګرځنده تیلیفون خدمات هم بند شوي دي.
رسنیو سره خبرو کې علي امين ګنډاپور ويلي دي، چې "زه د خلکو احساساتو ته سلام کوم، هر څه چې کېږي موږ به د عمران خان په امر پرمخ ځو. تر څو چې په موږ کې ساه وي، موږ به پر مخ روان یو."

نوموړي زیاته کړې: "ما مخکې هم دا خبره کړې او اوس هم وایم چې زموږ اختیار له عمران خان سره دی، که څوک خبرې کول غواړي نو له عمران خان سره دې خبرې وکړي. "
وړاندې تر دې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) د پلازمېنې اسلام اباد په ډي چوک سیمه کې یوه احتجاجي مظاهره رابللې وه، خو چارواکو نه یوازې ښار ته غځېدلې لارې وروتړلې، بلکې پرون (جمعه) یې مخابراتي شبکې هم غیرفعالې کړې وې.
بل لور ځايي پولیسو د عمران خان دوې خویندې علیمه خان او عظمیٰ خان د پلازمېنې له ډي چوک سیمې نیولې دي.
همدارنګه پولیسو پرون (اکتوبر څلورمه) د عمران خان د خویندو په ګډون له ۱۰۰ ډېر کسان نیولي وو.
شمالي ویرستان کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، ISPR
په شمالي وزیرستان کې له وسلهوالو سره د ډزو په تبادله کې د یوه ډګرمن په ګډون شپږ افسران وژل شوي.
د پوځ د عامه اطلاعاتو برخې ویلي، د شمالي وزيرستان سپین وام سیمه کې د پوځ او تندلارو ترمنځ نښته کې د یوه ډګرمن په گډون شپږ عسکر وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو څانګې ترمخه د شمالي وزيرستان په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او سخت دریځو تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ دا نښته شوې ده.
د ایاېسپيار له مخې د اکتوبر پر څلورمه او پنځه د دغه سخت دریځ تحریک پرضد عملیات شوي. پوځ وايي، ددې عملیاتو مشري د وژل شوي ډګرمن محمد علي شوکت پر غاړه وه.
وژل شوی ۴۳ کلن محمد علي شوکت د فیصل اباد و او نور پنځه همکاران یې د خیبر، لکي مروت، ټانک، اورکزیو او سوات وو.












