عمران خان: سر له نن اسټبلېشمنټ سره د مذاکراتو دروازې تړم

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکېني لومړي وزیر او د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان په اډياله زندان کې خبريالانو ته ویلي، پخوا يې هېڅکله د مذاکراتو دروازې نه وې تړلې خو نن دغه دروازې تړي.

ښاغلي خان ویلي، خپل ګوند ته يې لارښونه کړې چې اوس به له اسټيبلشمنټ سره خبرې نه کوي ځکه چې اسټيبلشمنټ ورسره چل او دوکه کړې ده.

خبريال رضوان قاضي چې په عدالت کې موجود و وايي، عمران خان وويل اسټيبلشمنټ هېواد لپاره د اګست ٢٢مې جلسې د ځنډولو غوښتنه کړې وه په داسې حال کې چې زمونږ کاروانونه په جلسه کې د ګډون لپاره وتلي وو.

د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي، د سپټمبر اتمې د جلسې نېټه او اجازه هم اسټبلېشمنټ لخوا ورکړې شوې وه، خو د نوموړي په وینا بیا هم ورسره دوکه شوې ده.

د عدالت خونه کې د یوه حاضر خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې مطلب دا دی چې دوی تر اوسه له اسټبلېشمنټ سره خبرې کولې - عمران خان وویل، ما د خبرو اجازه ورکړې وه او دا چې د خبرو په تړاو د هغوی [اسټبلېشمنټ] پیغام اعظم سواتی راوړی و.

له پخواني لومړي وزير څخه پوښتنه وشوه چې د ده په استازيتوب له اسټبلېشمنټ سره خبرې چا کولې؟

نوموړي په ځواب کې وويل، زموږ پنځو يا شپږو کسانو ورسره خبرې کولې.

عمران خان زیاته کړې چې جنرال يحيى خان هم له عوامي ليګ او مجيب الرحمن سره همداسې دوکه کړې وه، څنګه چې د نوموړي په وینا له دوی سره شوې.

هغه وويل چې جنرال يحيى له يوې خوا له مجيب الرحمن سره خبرې کولې او له بلې خوا يې د هغه پر ضد د عملياتو پلان جوړاوه.

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر وویل، د تېر کال د می پر نهمه ورته کار وشو او له وړاندې چمتووالی ورته نیول شوی و، له همدې امله په ۲۴ ساعتونو کې دننه دننه ۱۰ زره کسان ونیول شول.

دی وايي، تېره شپه د خيبر پښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور د اسټبلېشمنټ لخوا نیول شوی و او دا چې د یوه ایالت د اعلی وزیر نیول کېده کرکه ډېروي.

هغه وويل د خيبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره دا شان چلند هېواد د تباهۍ پر لور بیايي.