عمران خان ته په زندان کې د اسانتیاوو برابرولو په تور د دريو ښځو په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په زندان کې د اسانتیاوو برابرولو په تور د دريو ښځو په ګډون شپږ چارواکي نيول شوي دي.

د پاکستان د زندانونو څانګې يوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، امنیتي ادارو په اډياله زندان کې عمران خان ته د اسانتیاوو برابرونکو د نيولو قضیه کې د پلټنو لړۍ پراخه کړې او تر دې مهاله يې د زندان شپږ نور کارکوونکي نيولي دي.

د چارواکو په وینا په نیول شویو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي. د چارواکو په وینا، په نیول شویو کې یو صفا کار، دوه د وارډ ښځینه کارکوونکې او درې د څار کېمرو کارکوونکي شامل دي. له نیول شویو کسانو د هغوی ګرځنده ټیلیفونه ضبط شوي او د څېړنو لپاره ډیجیټل لابراتوار ته استول شوي دي.

د زندانونو څانګې د یوه چارواکي په وینا، ښځینه کارکوونکو په زندان کې د عمران خان د مېرمن بشرا بي بي او د هغې د مېړه عمران خان تر منځ خبرې رسولې.

چارواکو ویلي، امنیتي ادارې له نیول شویو کارکوونکو پلټنې کوي. د اډياله زندان د يوه چارواکي په وينا، په زندان کې د څارنې لپاره د کارکوونکو شمېر ډېر شوی دی.

د رپوټونو له مخې د زندان مرستیال محمد اکرم څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، خو د زندانونو څانګې مسوولینو وویل چې د زندان افسران د امنیتي ادارو په توقیف کې دي. محمد اکرم د پخواني لومړي وزیر عمران خان د امنیت لپاره ګومارل شوی و.

پاکستان

د محمد اکرم مېرمن د خپل مېړه د بېرته خوشي کولو لپاره د لاهور عالي محکمې ته عریضه کړې، چې پر عدالت يې د دفاع وزارت څخه د ځواب غوښتلو ترڅنګ د اډياله زندان سرپرست ته د حاضرېدو امر کړی دی.

بل پلو د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ ویلي و، "دوی ټول پر دې پوهېږي چې زما نورې ټولې قضیې ختمې شوې دي، نو له همدې کبله اوس غواړي چې ما پوځي محکمې ته بوځي."

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه مشر همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې دا هڅه روانه ده چې د ده په خلاف د څارګرې ادارې د مخکیني مشر جنرال فیض حمید له خولې یو څه و ایستل شي.

د یادولو ده چې د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه نېټه د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ای‌ایس‌ای پخواني مشر متقاعد جنرال فیض حمید د نیولو او په پوځي محکمه کې د هغه د محاکمه کولو خبره وکړه.

ښاغلي خان وايي، یو خوا یې "حکومت وپرځول شو" او بلخوا یې پر ضد محکمې روانې دي‌ او زندان ته هم اچول شوی دی.