څېړونکي وايي د شکرې ناروغۍ یو ډول درمل ښايي د زړېدو بهير ورو کړي

د عکس سرچینه، Reuters
څېړونکي په دې باور دي، هغه درمل چې د شکرې ناروغۍ د دویم ډول (Type 2 diabetes) درملنې لپاره کارول کېږي ښايي د زړښت بهير وروکړي.
سیماګلوتاید (Semaglutide) چې تر ډېره د اوزیمپیک ( Ozempic) په نوم هم پېژندل کېږي د درملو د ییل ښوونځي پروفیسور هارلان کرومولز یې په اړه وايي:
"د هغه پرتله چې موږ فکر کوو لا زیاتې ګټې لري."
نوموړي دا څرګندونې له څو نویو څېړنو خپرېدو وروسته کړې دي.
دې څېړنو ښودلې، چې دا درمل د ډېرو ناروغیو لکه د زړه ناروغیو، مفصلونو، الزایمر او ان سرطان په درملنه کې ګټه رسولی شي.
پروفیسور کرومولز د اروپا د زړه ناروغۍ ټولنې وروستي کنفرانس کې وویل:
"دا ما ته حیرانونکې نه ده چې په دا ډول د خلکو روغتیا ښه کولو ترڅنګ د زړښت بهير ورو کړي."
دا نوي معلومات په څو طبي ژورنالونو کې خپاره شوي، د امریکایی کالج آف کارډیولوژی ژورنال په ګډون چې د پروفیسور کرومولز تر څارنې لاندې دی.
نوموړی زیاتوي، "دا مخکښ درمل د زړه درملنه کې انقلاب راوستلو لپاره جوړ شوي او کولی شي په ډراماتیک ډول د زړه روغتیا ته وده ورکړي."
دا څېړنه د ۱۷،۶۰۰ څخه زیاتو کسانو باندې ترسره شوې، چې عمرونه یې له ۴۵ کلونو او یا له دې هم لوړ وو.
د دوی له ډلې ځینو ته یې ۲.۴ ملی ګرامه سیماګلوتاید یا پلیسبو د دریو کلونو لپاره ورکړل شوي دي.
د دې کسانو وزن زیات وو یا یې هم د زړه ناروغي درلوده خو شکر ناروغۍ یې نه درلوده.
څېړونکو وموندله، هغو کسانو ته چې دا درمل ورکړل شوي وو د زړه ناروغۍ او کوېډ ۱۹ سربېره بیا هم د نورو قضیو پر تله د مرګ کچه یا لېول په کې ټیټ وو.
هغو کسانو، چې د وزن کمولو لپاره یې یاد درمل کارولي وو په کوېډ – ۱۹ د اخته کېدو احتمال یې کم وو او د مړینې کچه یې هم ټيټه وه.
په داسې حال کې چې مېرمنې د زړه په ناروغۍ لږ اخته کېږي دې درملو جنیست ته له پامه پرته د زړه د ناروغیو خطر کم کړی.
یادو درملو د زړه د ناروغیو علایم ورغول او بدن کې د التهاب کچه يې کمه کړه پرته له دې چې د چا وزن کم شي یا نه.
ډاکټر بنجامین سیریکا چې د زړه د درملو پروفیسور دی وايي، "زیات وزن او چاقۍ د مختلفو لاملونو له امله د مړینې خطر زیاتوي."
یاد درمل د بریتانیا د روغتیا ملي خدماتو لخوا په نسخه کې وړاندیز کېږي دا درمل اشتها کموي او سوداګریز ډګر کې د ویګووی Wegovy (د چاغوالي کمولو لپاره) او اوزیمپیک Ozempic (د شکر ناروغۍ لپاره) په نومونو پلورل کېږي.
یاد درمل د پیچکارۍ په ډول هم شته، چې کاروونکي د مړښت احساس کوي او لږ وږي کېږي.
متخصصینو دمخه خبرداری ورکړی، چې دا درمل د خوړو او سپورت بدیل نه دی. یوازې د ډاکټر د لارښونو له مخې باید وکارول شي.
لکه نور درمل خپل جانبي عوارض هم لري چې ډېر مشهور یې زړه بدوالی، د معدې خرابوالی، پړسوب او د معدې ګاز دی.











