فرانسوی شرکت د زیان رسوونکو درملو پر جوړولو جریمه شو

د عکس سرچینه، AFP
فرانسه کې د درملو جوړولو یو شرکت د زیان رسوونکو درملو د پلورلو له امله ۲،۷ میلونه یورو جریمه شو.
د درملو جوړولو فرانسوی شرکت،سېرویېر، د مېدیاتور په نامه د بدن د وزن د کمولو تابلېتونو پرسر چې یوستر روغتیايي جنجال یې رامنځته کړی و، د درغلۍ او غېرقصدي قتل په تور جریمه شو.
د مېدیاتور په نامه دا تابلېت دهغو کسانو لپاره جوړ شوي و چې د شکرې ناروغي يې درلوده او د بدن وزن یې له حده زیات و، او ۳۳ کاله کېږي چې دا تابلېت په بازارکې پلورل کېدل.
په ۲۰۰۹ کې بالاخره دا درمل له بازاره واېستل شول ځکه داسې اندېښنې وې چې کېدای شي د انسان د زړه لپاره د جدي ستونزو سبب شي.
باور کېږي چې ددې درملو له امله په سلګونو کسان مړه شوی دي.
سره ددې چې ددې درملو د جانبي ناوړه اغېزو په اړه څو ځله خبرداری ورکړل شوی و، خو د ۳۳ کلونو په ترڅ کې تقریبا پنځه میلیونو خلکو ته د ډاکټرانو په نسخو کې دا درمل ورکړل شوي و.
په ۲۰۱۹ کې په دې اړه یوه محاکمه پېل شوه چې په زرګونو شکایت کوونکو خلکو په کې ګډون درلود.
د درملو جوړولو شرکت، سېرویېر، ویلي نه پوهېدل چې د مېدیاتور په نامه دا درمل دې دغسې ناوړي جانبي اغېزې ولري خو د دوشنبې پر ورځ محکمې دا شرکت ۲،۷ میلیونه یورو جریمه کړ.
د شرکت پخوانی مشر، ژان فېلیپ سېتا، ته هم د څلور کلونو تعلیقي بند سزا ورکړل شوه.
د فرانسې د طبي چارو تنظیمونکې اداره هم د رسوايي په دې قضیې کې د رول درلودلو له امله ۳۰۰،۰۰۰ یورو جریمه شوه.
د اې اېف پي خبري اژانس د خبر له مخې ، د محکمې قاضي موندلې چې دغه اداره په خپلو دندو کې په جدې ډول ناکامه شوې وه.
د دوشنبې ورځې له پریکړې وړاندې، د سږو د ناروغیو یوې فرانسوي ډاکټرې، اېرین فراکون، چې ددې درملو جانبي ناوړه اغېزې یې څرګندې کړې وې، د اې اېف پي خبري اژانس ته وویل هیله لري د محکمې دا پرېکړه به موږ ته دا وسایل په لاس راکړي چې وپوهېږو دغسې یوه درغلي څنګه د داسې یوې اوږدې مودې لپاره دوام کړی و.
یوشمېر نورو اروپايي هېوادونو، لکه اېټالیا او اسپانیا، د ۲۰۰۰ کال په لومړیوکې د مېدیاتور تابلېټو استعمال منع کړی و. خو په فرانسه کې لاهم د شکرې ناروغۍ درلودونکو کسانو او نورو ناروغانو ته د اشتها د کمولو درملو په توګه ورکول کېدل.
د یوې څېړنې له مخې دا نتیجه اخیستل شوې چې د ۱۹۷۶- ۲۰۰۹ کلونو په ترڅ کې ښایی د ۵۰۰ کسانو مړینې د مېدیاتور درملو سره تړاو درلودلی وي. یوې دویمې څېړنې دا شمېره ۲۰۰۰ ښودلې.









