د معدې درمل، د درد دوا که سرطان زېږوونکي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې درمل پلوري شرکت سي وي اېس (CVS) د معدې د سوځېدو د یو ډول درملو پلورنه وروسته له هغه درولې چې څېړنو وښوده دا درمل له سرطان سره اړیکه لري.
وړاندې په دغه هېواد کې ځینو نورو درملتونونو هم د دې درملو پلور بند کړی و.
د معدې د سوځېدو د درملنې لپاره په زینټاک (Zantac) او د رانیټیډین نورو درملو کې د ناپاکو مایعاتو کارېدنې په ځینو هېوادونو کې خلک اندېښمن کړي دي.
له همدې امله په یو شمېر هېوادونو کې د دې درملو پر پېر او پلور بندیز لګېدلی.
کاناډا او فرانسې وړاندې اعلان کړی چې دا درمل دې له بازاره ټول کړای شي. خو اروپايي ټولنه او امریکا په دې برخه کې څېړنې کوي.
روغتیاپوهانو ویلي، که څه هم د دې د درملو په کارونه کې بېړنی خطر نشته خو ناروغانو ته سپارښتنه شوې چې له ډاکټرانو سره سلا وکړي او د رانیټیډین پرځای بدیل درمل وکاروي.
د ویرې لامل؟
د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA)او د اروپايي درملو ادارې (EMA) د (۲۰۱۹) د سپټمبر پر ۱۳مه اعلان وکړ چې په رانیټیډین درملو کې دې د (NDMA) په نوم ماده وڅېړل شي.
پر څارویو شوې څېړنه ښيي چې NDMA ماده د سرطان ناروغۍ لامل کېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ماده په اوبو او خوړو کې غوښه، پیو(لبنیاتو) او سبو (سبزي) کې موندل شوې. خو ویل شوي که په کمه اندازه وکارول شي د اروپايي درملو ادارې په وینا انسان ته ډېر زیان نه اړوي.
د رانیټیډین په نوم د مادې درلودونکي درمل د معدې د اسیدو تولید کموي او هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چې معده یې سوځي یا د معدې زخم لري.
امریکايي شرکت سي وي اېس ویلي، د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره یې د "زینټاک" او رانیټیډین درلودونکو درملو پلور درولی دی.
وړاندې په دغه هېواد کې د والمارټ (Walmart) او رايټ اېډ (Rite Aid) په نوم شرکتونو ورته پریکړې کړې وې.
کاناډا او فرانسې هم وړاندې له خپلو درملتونونو دغه درمل لرې کړي دي. یو شمېر نورو هېوادونو هم پر دې درملو بندیز لګولی.
بنګلدېش هم پر دغو دواګانو لنډمهالی بندیز لګولی.
د رپوټونو له مخې د زینټاک درملو اصلي جوړونکي شرکت ګلاکسو سمېتکلاین (GlaxoSmithKline) هم د دغل محصول ویش درولی او له هند او هانکانګ یې خپل درمل بېرته ټول کړي.








