مراکش کې د 'ګلډیاټور۲' فلم کارمنان ولې ټپیان شول؟

مراکش کې د "سوکوهونکي" (ګلډیاټور) فلم د دویمې برخې د ثبت پرمهال د فلم ځینې کارمنان ټپیان شوي دي.

پارامونټ پېکچرز شرکت ویلي، ټپیونه خطرناک نه دي او پېښه د ځینو هغو خطرناکو حرکتونو اجرا کولو پرمهال شوې چې لا له وړاندې پرې هوکړه شوې وه.

د شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کارډلې غړي "ډاډمنوونکي حالت کې دي او درملل کېږي".

د روانې اونۍ لومړیو کې، (ده سن) ورځپاڼې وویل، د ثبت او شوټېنګ په‌ ځای کې چاودنه شوې چې له کبله یې شپږ تنه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي "چاودنې د ثبت په ځای کې ټول ولړزول او ان مشران ممثلین یې هم وارخطا کړل".

په خبرپاڼه د پارامونټ پېکچرز د ویاند له خولې راغلي "امنیتي او مرستندویې ډلو او طبي پرسونل په سیمه کې ژر لاس په کار شول او ژوبل کسان یې ژر ودرملل".

دغه شرکت وايي چې د شوټېنګ پرمهال یې خپل خوندیتوب لا ډېر کړی دی.

د دغه تاریخي فلم اتل ریډلي سکاټ چې په ۲۰۰۰ کې هم (ګلډیاټور) کې لوبېدلی، دویم فلم به یې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې پر پرده راڅرګند شي.

لا تر اوسه د فلم د دغې برخې د نامه په اړه څه نه دي ویل شوي. فلم کې پال میسکال،‌ ډینزل واشنګټن او کاني نېلسن هم لوبېدلي دي.

اصلي فلم د اوسکار پنځه جایزې ګټلې دي، چې د غوره ممثل جایزه یې راسل کرو ته ورکړل شوې وه. هغه د روماني جنرال مکسیموس ډیسیموس میریدیوس په رول کې لوبېدلی و او خواکین فینکیس د امپراتور کومودوس رول ته غوره شوی و.

دا فلم چې تر ډېره د روم امپراتورۍ د اوج پر پېښو راڅرخي. مکسیموس مخکې له دې چې د سوکوهنې اتلولۍ ته اړایستل شي، د جګړې د اتل په بڼه کار پیلوي.

دې فلم د ټیکټ د خرڅلاو له پلوه ۴۵۷ میلیون ډالر ګټلي.‌