د افغانستان په اړه "تور باز" فلم

د افغانستان په اړه هندۍ فلم تورباز تېره جمعه پر نېټفلېکس خپور شو او چا چې کتلی، په هکله يې بېلا بېل غبرګونونه ښوولي دي. ځينو خوښ کړی خو یو شمېر نورو ته يې بیا کیسې خوند نه دی ورکړی. د فلمونو ځينې افغان مینه وال بیا نېوکه کوي چې تر ډېره په فلم کې د لوبغاړو څېرې، ژبه او کالي د افغانانو په څېر نه دي او په خبره يې سمه خواري نه ده پرې شوې. په دغه فلم کې د هندۍ سېنما د مشهورو فلمي ستورو سنجې دت، راهول دیو او نرګس فخري په ګډون دوو افغان فلمي لوبغاړو ببرک اکبري او همایون شمس خان هم کار کړی دی. نورګل شفق يې له همایون شمس خان سره خبرې کړې دي.