مراکش کې د 'ګلډیاټور۲' فلم کارمنان ولې ټپیان شول؟

ګلاډیاټور

د عکس سرچینه، UNIVERSAL/GETTY

د عکس تشریح، د فلم لومړۍ برخه په ۲۰۰۰ کې راووتله او د اوسکار پنځه جایزې یې وګتلې

مراکش کې د "سوکوهونکي" (ګلډیاټور) فلم د دویمې برخې د ثبت پرمهال د فلم ځینې کارمنان ټپیان شوي دي.

پارامونټ پېکچرز شرکت ویلي، ټپیونه خطرناک نه دي او پېښه د ځینو هغو خطرناکو حرکتونو اجرا کولو پرمهال شوې چې لا له وړاندې پرې هوکړه شوې وه.

د شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کارډلې غړي "ډاډمنوونکي حالت کې دي او درملل کېږي".

د روانې اونۍ لومړیو کې، (ده سن) ورځپاڼې وویل، د ثبت او شوټېنګ په‌ ځای کې چاودنه شوې چې له کبله یې شپږ تنه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي "چاودنې د ثبت په ځای کې ټول ولړزول او ان مشران ممثلین یې هم وارخطا کړل".

په خبرپاڼه د پارامونټ پېکچرز د ویاند له خولې راغلي "امنیتي او مرستندویې ډلو او طبي پرسونل په سیمه کې ژر لاس په کار شول او ژوبل کسان یې ژر ودرملل".

Skip content and continue reading

End of content

ګلاډیاټور

د عکس سرچینه، UNIVERSAL/GETTY

د عکس تشریح، دا فلم چې تر ډېره د روم امپراتورۍ د اوج پر پېښو راڅرخي. مکسیموس مخکې له دې چې د سوکوهنې اتلولۍ ته اړایستل شي، د جګړې د اتل په بڼه کار پیلوي.

دغه شرکت وايي چې د شوټېنګ پرمهال یې خپل خوندیتوب لا ډېر کړی دی.

د دغه تاریخي فلم اتل ریډلي سکاټ چې په ۲۰۰۰ کې هم (ګلډیاټور) کې لوبېدلی، دویم فلم به یې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې پر پرده راڅرګند شي.

لا تر اوسه د فلم د دغې برخې د نامه په اړه څه نه دي ویل شوي. فلم کې پال میسکال،‌ ډینزل واشنګټن او کاني نېلسن هم لوبېدلي دي.

اصلي فلم د اوسکار پنځه جایزې ګټلې دي، چې د غوره ممثل جایزه یې راسل کرو ته ورکړل شوې وه. هغه د روماني جنرال مکسیموس ډیسیموس میریدیوس په رول کې لوبېدلی و او خواکین فینکیس د امپراتور کومودوس رول ته غوره شوی و.

دا فلم چې تر ډېره د روم امپراتورۍ د اوج پر پېښو راڅرخي. مکسیموس مخکې له دې چې د سوکوهنې اتلولۍ ته اړایستل شي، د جګړې د اتل په بڼه کار پیلوي.

دې فلم د ټیکټ د خرڅلاو له پلوه ۴۵۷ میلیون ډالر ګټلي.‌