په سعودي کې د هالیووډ فلم

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړنی فلم د هالیووډ ډېر عام شوی فلم بلک پنتر «تور پړانګ» و چې ټکټونه یې په څو دقیقو کې وپلورل شول. هغه سینما چې دا فلم یې وښود په سعودي کې د سلګونو سینماوو له ډلې څخه یوه ده چې ټاکل شوې په څو راتلونکو کلونو کې پرانستل شي.
دا د هغو ټولنیزو او اقتصادي خیالولو تکلونو یوه وروستۍ بېلګه ده چې د سعودي ځواکمن ولیعهد رامخ ته کړي دي. په څلوېښتو کلونو کې دا لومړنی فلم د جمعې ماښام د سیمه ییز وخت پر اتو بجو او دېرشو دقیقو نندارې ته ووت.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوس له پاره یواځې یوه پرده ده او د ورځې به یو ځل فلمونه ښيي او یواځې کورنۍ یې نندارې ته ورتللی شي.
خو له دې سره سره دا په دغې خورا محافظه کاره ټولنه کې د ټولنیزو بدلونو پر لور یو بل ګام دی. او مهمه دا چې دا د ولسي بوختیا د هغو امکاناتو بیا پرانيستل دي چې مخکې هر هغه څه ته ګواښ بلل کېده چې د سعودي له نامه سره یې تړاو درلود.
اسلامي ادارو چې په سعودي کې یې د چلند د خورا کلک دود له اړولو سره د کلونو کلونو له پاره مخالفت کړی و، اوس له یوې مخې د خپلو خبرو بڼه اړولې ده.
د فلم تر پیلېدو وړاندې د کوکاکولا یو اعلان راغی چې یوه ښځه په کې په موټر چلولو ښودل کېده او دا یو بل هغه لوی بند کار و چې ددې ۳۲ کلن ولیعهد په مشرۍ ترې بندیز پورته شو.

د عکس سرچینه، Reuters
د تور پړانګ فلم چې په سعودي کې د لومړۍ نندارې له پاره غوره شوی او یو ځوان شهزاده په کې د خپل هېواد د بدلون هڅه کوي، په سعودي کې هرومرو بې پاملرنې پاته شوی نه دی.




