تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر هندي فلم د اسرائیلي فلم جوړوونکي پر اعتراض نیوکې شوې
د هند لپاره د اسرائیل استازي له لوري د یوه هندي فلم په هکله چې د کشمیر پر موضوع جوړ شوی، د اسرائیلي فلم جوړونکي ناداف لاپید څرګندونو له کبله بخښنه غوښتې.
ناداف لاپید چې د هند نړیوال فلم فېسټوال (ای ایف ایف ای) منصفه پلاوي مشر دی، د کشمیر فایلز نومي فلم پر شمولیت اعتراض کړی و. نوموړي دا فلم ''پروپاګند'' بللی او په وینا یې دی ''حیران'' شوی، چې ولې دا فلم د فېسټوال په سیالیو کې شامل شوي وو.
که څه هم دا فلم له سوداګریزه پلوه ډېره ګټه کړې، خو نندارې ته له وړاندې کېدو سره یې پراخې ناندرۍ هم راپورته شوې دي. د فلم کیسې زمان د هند تر کنټرول لاندې کشمیره د هندوانو وتلو پر موضوع راڅرخي او په خیالي کیسه کې یې ښوول شوې، چې د پوهنتون یوه محصل ته معلومېږي، مور او پلار یې سخت دریځو اسلامپالو وژلي وو.
د یادونې ده، چې ۱۹۸۰ مو کلونو کې په کشمیر کې د هند کنټرول پر ضد جګړې له پیل وروسته په ۱۹۹۰ مو کلونو کې زرګونه کشمیري پنډتان چې هلته یوه لږکۍ ټولنه ده، له خپل کور کلي تېښتې ته اړ شول. هغه ډېری هندوان چې له کشمېره وتښتېدل خپل ټاټوبي ته بېرته نه دي ستانه شوي.
د ښاغلي لاپید له دې څرګندونو وروسته پر خواله رسنیو پراخه غوغا رامنځته شوه او د ای ایف ایف ای چارواکو وویل، د نوموړي څرګندونې ''په بشپړه توګه د هغه شخصي نظر و.''
بل لور د هند لپاره د اسرائیل سفیر ناور ګیلون فلم جوړونکي ته په یوه پرانیستي لیک کې پر هغه نیوکې کړې دي.
نوموړي لیکلي: ''د یوه انسان په توګه شرم محسوسوم او هغسې چې د دوی د سخاوت بدله ورکړل شوې، له خپلو کوربنو بښنه غواړم. د نوموړي دا اعلامیه د کشمیر فایلز نومي فلم مخکښ رول لوبوونکي ممثل انوپم کهیر پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې.''