کرېکټ نړیوال جام تمریناتي لوبې: د افغانستان او سویلي افریقا سیالي د باران له کبله لغوه شوه

کرېکټ

د عکس سرچینه، pcb media

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو وارم آپ یا تمریناتي لوبو لړ کې د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ د تمریناتي لوبو سیالیو نننۍ لوبه چې په پام کې وه، د سویلي هند کیرالا ایالت په تیرووانانتاپورام لوبغالي کې تر سره شي، د باران له کبله له پیلېدو پرته لغوه شوه.

په پام کې وه، چې حشمت الله شهیدي به په نننۍ لوبه کې د افغانستان او آیډین مارکرم به د سویلي افریقا له لوري لوبډلمشري کوي.

افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو تېر ماښام ویلي و، د لوبډلې غړو د جمعې ورځې لوبې لپاره تمرینات وکړل ''او د يادې لوبې لپاره بشپړ چمتو دي.''

محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، رحمت شاه، نوین الحق، راشد خان، عظمت الله عمرزی، عبدالرحمان، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل، رحمان الله ګوربز، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي، ریاض حسن، نور احمد به د لوبډلشمر حشمت الله شهیدي په مشرۍ د نن سیالۍ لپاره ګومارل شوي لوبغاړي وو.

له دې مخکې د روانې میاشتې پر ۲۵مه نېټه افغان لوبډله په متحدو عربي اماراتو کې له تمریناتو وروسته هند ته ورسېده او افغان کرېکټ بورډ مسوولینو د دې ادارې عمومي مشر میرویس اشرف له قوله لیکلي وو، چې له لوبغاړو سره غونډه کې یې هغوی ته ویلي وو:" افغان ولس له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ وبښئ."

د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" له خوا اعلان شوي مهالوېش له مخې د نړیوال جام لوبې به د اکټوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو تر منځ دا سیالۍ به د نومبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې روانې وي.

د اعلان شوي مهال وېش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له شري لنکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.