هند پر وخت ویزې نه دي ورکړي، ' پاکستانۍ لوبډله به په څه ځنډ د کرېکټ نړیوال جام ته ځي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند او پاکستان تر منځ د نندریو په دوام یو ځل بیا پاکستان اړ شوی چې د کرېکټ اړوند خپل پلان کې بدلون راولي.
د پاکستاني رسنیو له قوله هند د پاکستان کرېکټ لوبغاړو ته په ټاکلي وخت ویزې نه دي ورکړې او له دې کبله به لوبډله اوس د نوي مهالوېش له مخې په څه ځنډ هند ته د نړیوال جام په موخه خپل سفر پیلوي.
د معلوماتو له مخې له لومړي سره پلان و چې پاکستان به له نړیوال جامه نږدې لس ورځې مخکې د سپتمبر ۲۵مه (دوشنبې ورځ) هند ته روانېږي خو پر خپل وخت ویزو نه تر لاسه کولو له کبل اوس دا سفر ۲۷مې نېې ته ځنډیدلی.
پاکستاني رسنیو لیکلي "د هند د کورنیو چارو وزارت لخوا پاکستاني لوبډلې ته ویزې ځکه نه دي ورکړل شوي چې تر اوسه یي (اېن او سي) د خوندیتابه امنیتي ډاډ نه دی تر لاسه کړی.
پاکستانۍ لوبډلې د اسیا جام له پای ته رسېدو وروسته نږدې دوه اوونۍ وړاندې خپل کاغذونه او د ویزې تر لاسه کولو لپاره لازم نور اسناد هندي لوري ته سپارلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د کرېکټ بورډ د ننه سرچینو رسنیو ته ویلي ٰدوی په دې اړه د کرېکټ له نړیوالې شورا سره هم په اړیکه کې دي.'
ویل کېږي د کرېکټ د نړیوالې شورا او هندي لوري لخوا ورته ویل شوي چې په ویزو یې کار روان دی او ژر به ورکړل شي.
اوس تمه دا ده چې د دوشنبې په ورځ به د ویزو خبره یو طرفه شي.
د کرېکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې په پلان کې ده چې پاکستانۍ لوبډله به هند ته له رسېدو وروسته د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د نیوزلېنډ خلاف خپله لومړۍ تمریناتي لوبه وکړي.
دا لوبه هم د بندو دروازو تر شا پلان ده او نندارچیانو ته به د ورتګ اجازه نه وي.
د پاکستان دویمه تمریناتي لوبه هم د اسټرالیا پر وړاندې ده چې د اکتوبر په درېیمه نېټه پلان ده.
د هند په کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو کرېکټ نړیوال جام بیا د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه پیلېږي.











