کرېکټ نړیوال جام: پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه، نسیم شاه په کې نه دی اخیستل شوی

پاکستان لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره د بابر اعظم په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې احتیاطي لوبغاړي به هم ورسره وي.

پاکستانۍ لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د لوبغاړو د ټپي کېدو او نه تکړښت له ستونزو سره مخ وه چې له امله یې د لوبډلې اعلان ځنډول شوی و.

په غوره شوې لوبډله کې پښتون لوبغاړي نسیم شاه ته د اوږې د ټپ له امله لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی، خو بل تېز توپ اچونکی حارث روف چې مخکې ټپي شوی و، بېرته لوبډلې ته ورستون شوی دی.

د دې تر څنګ په لوبډله کې د یو شمېر هغو لوبغاړو نومونه نه دي اخیستل شوي چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې خبرې کېږي، لکه پخوانی وېکټ ساتونکی او لوبډلمشر سرفراز احمد، سپېن الراونډر عماد وسیم او تېز توپ اچونکی محمد عامر.

د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق نن(جمعه) په یوې خبرې غونډې کې نړیوال جام ته د پاکستان لوبډله اعلان کړه.

د نړیوال جام لپاره د پاکستان په لوبډله کې بابر اعظم (لوبډلمشر)، امام الحق، عبدالله شفیق، فخر زمان، محمد رضوان (ویکټ ساتونکی)، سلمان علي اغا، افتخار احمد او سعود شکیل شامل دي.

شاهین افریدي، شاداب خان (د لوبډلمشر مرستیال)، حارث روف، حسن علي، محمد نواز، محمد وسیم جونییر او اساما میر به د توپ اچونې مسولیت په غاړه ولري.

نسیم شاه چې په دی وروستیو کې یې د پاکستان کرېکټ لوبډلې په بریاو‌و کې خپله مهمه ونډه لرله، د اوږې ټپ له امله په لوبډله کې ځای نه دی موندلی.

پاکستان کرېکټ لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه نړیوال جام ته د پاکستان لوبډلې تر اعلان وروسته پر خپله اېکس (مخکېني ټوټېر) لیکلي، "خپه یم چې د لوبډلې برخه نه یم. په داسې حال کې چې زه نهیلی یم، خو باور لرم چې ژر به د لوبو ډګر ته راستون شم."

د لوبډلې اعلانولو پر مهال د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق وویل "موږ یوازې یو بدلون لرو چې له بده مرغه د نسیم شاه له ټپي کېدو سره تړاو لري."

ښاغلي انضمام الحق زیاته کړې "موږ د اسیا جام سیالیو پر مهال د ځینو لوبغاړو د ټپونو له ستونزې سره مخ شو، خو ښه خبر دا دی چې ټول لوبغاړي په بشپړ ډول روغ دي او هوډ لري چې د نړیوال جام په څېر په خورا مهمې سیالۍ کې ښه لوبه وکړي."

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لوبې چې دا ځل د هند په کوربه توب کېږي، ټولټال نژدې یوه نیمه میاشت وخت نیسي. دا لوبې د اکتوبر له پنځمې نېټې پیلېږي او د نومبر میاشتې تر ۱۹ نېټې دوام کوي.