کرېکټ؛ افغانستان ته له بایللو وروسته، پاکستان له نیوزيلنډه هم د لوبلړۍ په ګټلو کې پاتې راغی

کرېکټ

د عکس سرچینه، Pakistan Cricket

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیوزيلنډ د پاکستان په کوربه توب د پنځو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه چې بیګا په راولپنډۍ کې کېده، داسې وګټله چې په ښکاره یې د پاکستان د" ګټلو چانس خورا زیات وه."

که پاکستان دغه لوبه ګټلې وای، لوبلړۍ یې هم په نوم کېده.

د نیوزيلنډ لخوا د ۱۹۳ ډېرو منډو هدف د داسې یوې لوبډلې لخوا پوره شو چې په لوبډله کې یې ۹ نوموتي 'باتجربه' لوبغاړي نه وو او دې خبرې د پاکستاني مینه والو زړونه لا مات کړي.

د ټولنیزو رسنیو یوه پاکستاني کارونکي له دغې ماتې وروسته پر فېسبوک لیکلي "پاکستان د نیوزيلنډ تر ټولو کمزوري لوبډلې څخه چې ورسره ۹ اصلي لوبغاړي نشته پخپل کوربه توب لوبلړۍ ونشوه ګټلی."

له ماتې وروسته، دې ته ورته نظرونه د ډېرو پاکستاني مینه والو په خوله او زړه دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان او نیوزيلنډ تر منځ د پنځو لوبو لړۍ لومړۍ دوه په لوړ توپير کوربه پاکستانۍ لوبډلې وګټلې، دریمه په ډېرې سختۍ نیوزيلنډ ګټلي، څلورمه د باران له کبله لغوه شوه او پنځمه لوبه چې برخلیک ټاکونکي وه، بیا نیوزيلنډ وګټله.

د لوبلړۍ په برخلیک ټاکونکي لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نیوزيلنډۍ هغې ته د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې وې.

دا به ډېرې منډې نه وي خو هغه وخت یې پوره کول خورا سخت برېښیده چې د نیوزيلنډ د پیل لوبغاړي د پاکستان چټک توپ اچونکو پر وړاندې پاتې راغلل.

د نیوزيلنډ سرپرست لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی ټام لېتم د شاهین شاه افریدي په لومړي توپ وسوځيد، دا تېز توپ اچونکی ډیری وخت په لومړي اوور کې د پام وړ فشار راوړي‌او دلته هم بریالی شو.

ورپسې نور نیوزيلنډي لوبغاړو هم خپلې لوبډلې ته سم پیل ونه کړ او په لومړیو شپږو اورونو کې یې درې لوبغاړي یوه بل پسې یوازې د ۳۳ منډو په جوړولو بریالي شول.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Pakistan cricket

خو هغه مهال چې د نیوزلېنډ مارک چېپمېن لږ تېزه لوبه پیل کړه، د لوبې اړخ ورو ورو بدلېده.

یوه وخت خو نیوزيلنډ ته په لسو اورونو کې ۱۲۱ منډې پکار وې چې دا په تلویزیون تبصره کونکو ته سختې برېښیدې‌، خو مارک چېپمېن ودرید او ۱۰۴ ناسوځیدلي منډې یې وکړې-داسې چې د پاکستان نژدې ګټلي لوبې د بریا اړخ یې بدل کړ.

د ده تر څنګ بل لوبغاړي جېمز نیشم ۴۵ ناسوځيدلي منډې وکړې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Pakistan cricket

نیوزيلنډ بالاخره دا لوبه د شپږو وېکټو په توپیر چې لا د وروستي اوور ۴ بالونه پاتې وه، وګټله او پاکستان پخپل کوربه توب د لوبلړۍ له ګټلو بې برخې شو.

د پاکستان لخوا محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۹۸، افتخار احمد ۳۶ او عماد وسیم ۳۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان میاشت وړاندې افغانستان ته هم د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ بایللي وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

هغه مهال افغانستان دوه لومړۍ لوبې پخپل نوم کړې او دریمه هغه یې پاکستان ګټلې وه.

دا د افغانستان په کرېکټ کې تاریخي بریا وبلل شوه چې لوبډلې یې په لومړي ځل د پاکستان ملي لوبډله په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ماته کړه.

د پاکستان په سفر وتلې د نیوزيلنډ لوبډله، سر له راتلونکي پنجشنبې له کوربه پاکستانۍ لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ هم لري.