د کرېکټ اسیايي اتلولۍ؛ د هند او پاکستان لوبه کې دوامداره اورښت، پاتې لوبه نن کیږي

د عکس سرچینه، PCB
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
له اوږده باران او بیا بیا انتظار وروسته بالاخره د هند او پاکستان د ترې ورځې لوبه چې د شري لنکا په کولمبو کې پيل شوې وه نن دوشنبې ته وځنډېده.
په ځایي وخت د شپې ۲۰ کم نهه بجې لوبڅارانو اعلان وکړ چې باران دا لوبه له اټکله ډېره وځنډوله او له همدې کبله به په استثنايي بڼه لوبه له همدې ځایه سبا پیلیږي.
نن به د هند ویرات کوهلي او راهول بېرته توپ وهنې ته کوزیږي او پاکستان به توپ اچونې ته دوام کوي.
پرون له بارانه مخکې هندي توپ وهونکو د پاکستان د چټکو توپ اچونکو پر وړاندې ښه پیل وکړ او د پیل دوه توپ وهونکو یې هند ته د ۱۲۰ چټکو منډو ښه بنسټ کېښود.
ورپسې د ۱۶م اوور په څلورم بال د پاکستان شاداب خان وتوانید چې هندي لوبډلشمر روهېت شرما د ۵۶ منډو جوړولو وروسته د فهیم اشرف پر لاسو کېچ اوټ کړي.
ورپسې په بل اوور کې شاهین شاه افریدي بل تکړه او سېټ لوبغاړی شبمن ګیل هم له مخې لېرې کړ.

د عکس سرچینه، BCCI
له دې سره هند له ۱۲۳ منډو جوړولو وروسته د پیل دواړه تکړه توپ وهونکي له لاسه ورکړل او ورپسې ویرات کوهلي او راهول میدان ته راغلل.
دغو دوه توپ وهونکو څه احتیاطي لوبه پیل کړه چې له ۲۴م اوور او ۱۴۷ منډو جوړولو وروسته باران شو.
وروسته دغې تېز باران لوبه ان تر درېو ساعتونو وځنډوله.
بلخوا نن دوشبنه هم په کولمبو کې د باران اټکل شوی دی.
د لوبې ټاس پاکستان وګاټه خو لومړی یې توپ اچونه غوره کړه

د عکس سرچینه، PCB
د اسیا جام په دویم پړاو سیالیو کې (یکشنبه) د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له یوه بل سره مخ دي، دا لوبه د شري لنکا په کولمبو ښار کې روانه ده او دواړه لوبډلې د روان اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو هڅه کوي.
د دغې لوبې پچه یا ټاس پاکستان وګټله خو لومړی یې توپ اچونه غوره کړه، هغه پرېکړه چې په پیل کې پاکستان ته ګرانه تمامه ښکاري.
هندي لوبډلمشر روهېت شرما بیا د پچې له بایللو وروسته وویل "مونږ هم غوښته چې لومړی بېټېنګ وکړو، په لومړیو کې به توپ وهنه څه سخته وي خو تېره لوبه کې مو ښه لوبه کړې او نن به هم د ښې لوبې هڅه کوو."
د پاکستان دا پرېکړه په ښکاره هندي اوپنرانو (د پیل توپ وهونکو) ننګولي او دوی د پاکستان چټکو توپ اچونکو پر وړاندې له لومړی پاور پلې ( لومړیو لسو اورونو ) کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۶۱ منډې جوړې کړې.
دا د پیل په لومړیو اورونو کې چې لا ویشتنځای ښې توپ وهنې ته نه وې جوړ د منډو ښه اوسط باله شي.
په دې لوبه کې د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې د پیل دواړو توپ وهونکو هر یوه کپتان روهېت شرما او شبمن ګېل پنځوسیزې وکړې.
دوی دواړو په ۱۷ اورونو کې د ۱۲۱ منډو ملګرتیا وکړه، خو وروسته هندی لوبډلمشر روهېت شرما د شاداب خان په ورو بال کېچ اوټ شو، شرما په دې مهمه لوبه کې د څلورو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ ۵۶ منډې وکړې.
د هند په نورو لوبغاړو کې لاندې لوبغاړي نن لوبې ته غوره شوې.
هند او پاکستان په کومو لوبغاړو تکیه کړي؟

د عکس سرچینه، bcci
پاکستان بیا دغې لوبې ته له لوبې یوه ورځ مخکې خپل سکواډ اعلان کړی و او نن د هند په خلاف یې دا لوبډله غوره کړي چې پکې په تر ټولو پیاوړو لوبغاړو تکیه شوې.

د عکس سرچینه، PCB
هند او پاکستان د اسیا جام په لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې هم چې د افغانستان په ګډون ټولې شپږ لوبډلې پکې وې له یوه بل سره مخ وو.
د تېرې شنبې په ورځ ( د سپټمبر په دویمه) دغې لوبه کې هم هند اول توپ وهنه کړې وه او پاکستان ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۶۶ منډو هدف ایښی و.
په دغې لوبه کې پاکستاني چټک توپ اچونکي وتوانیدل چې د هند د پیل درې پیاوړي توپ وهونکي په لومړیو لسو اورونو کې اوټ کړي.
هغه مهال هند په لومړیو لسو اورونو کې د دریو لوبغاړو په زیان ۴۸ منډې جوړې کړې وې چې یادې لوبې ته په کتو نن یې پیل ډېر ښه دی.
وروسته هغه لوبه د باران له کبله ونشوه او دواړو لوبډلو ته یو یو پواینټ یا نمبره ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، PCB
په روانه لوبه کې هم د بیا باران اټکل ته په کتو تنظیمونکو پتیلي چې د بیا باران په صورت کې به دا ځل لوبه له یوه سره نه لغوه کوي بلکې په سبا به لوبه له هماغه ځایه دوام کوي کوم وضعیت کې چې د باران له کبله دریږي.
دا په کرېکټ کې بیخي استثنایي حالت دی.
تنظیمونکو د دې کار دلیل د پاکستان او هند تر منځ د کرېکټ مینه والو مینه خوړوبول بللې، تر څو په وینا یې "د دوی تر منځ لوبه کې باید ګټیالی معلوم شي."











