کرېکټ؛ افغان لوبډله ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته رسېدلې

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د روان کال نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته رسېدلې.
د کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړي عربي متحده اماراتو کې له لس ورځني تمرین وروسته نن ماښام نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته روان شوي.
بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د لوبغاړو ځینې انځورونه هم خپاره کړي، چې د خدای پامانۍ لپاره راټول شوي وو.
په غونډه کې د لوبغاړو تر څنګ د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و.
کرېکټ بورډ د ښاغلي اشرف له قوله لیکلي چې غونډه کې یې لوبغاړو ته ویلي:" افغان ولس له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ وبښئ."
داسې حال کې چې افغان لوبډله د سیالیو لپاره هند ته پر لار ده، خو د پاکستاني رسنیو له قوله ویل شوي و چې، هند د پاکستان کرېکټ لوبغاړو ته په ټاکلي وخت ویزې نه دي ورکړې او له دې کبله به لوبډله په څه ځنډ هند ته د نړیوال جام په موخه خپل سفر پیلوي.
د معلوماتو له مخې له لومړي سره پلان و چې پاکستان به له نړیوال جامه نږدې لس ورځې مخکې د سپتمبر ۲۵مه (دوشنبې ورځ) هند ته روانېږي، خو ویزه کې د رامنځته شوې ستونزې له امله اوس دا سفر ۲۷مې نېې ته ځنډیدلی.

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" له خوا اعلان شوي مهالوېش له مخې د نړیوال جام لوبې به د اکټوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو تر منځ دا سیالۍ به د نومبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې روانې وي.
د اعلان شوي مهال وېش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له شري لنکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچونکي هم غوره شوې دي.
بلخوا د افغانستان کرېکټ الف لوبډله د چین په کوربه توب د ۱۹ پړاو اسیايي لوبو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته تللې ده.








