افغانستان د کرېکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه؛ نوین الحق، عمرزی او علي خېل هم پکې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچونکي هم غوره شوې دي.
په اعلان شوې نوملړ کې ښکاري چې د فضل حق فاروقي تر څنګ بل افغان چټک توپ اچونکی نوین الحق له یوه اوږده ځنډ وروسته د یو ورځنیو سیالیو لپاره غوره شوی، د هغه تر څنګ د عبدالرحمان نوم هم ښکاري.
نوین الحق نږدې درې کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال جنورۍ میاشت کې په وروستي ځل یوه ورځنۍ لوبه کې لوبیدلی و.
له هغه وروسته ده ویل چې غواړي ډېر تمرکز په شل اوریز نړیوال جام وکړي او څه موده به له یو ورځنیو لوبو څنډې ته وي.
افغان کرېکټ بورډ په توپ وهنه کې ریاض حسن هم اخیستی چې د افغانستان په ګټه یې لومړی لوبه ۲۰۲۲ کې د نېدرلېنډ خلاف کړې او تېره میاشت یې د پاکستان خلاف یوه لوبه کې هم د اوپنر په حیث ولوبېده او ۳۴ منډې یې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
اکرام علي خیل چې د ګربز د ناجوړیدو په صورت کې د وېکټ ساتنې رول هم لوبولی شي له نسبتا اوږده ځنډ وروسته لوبډلې ته ګرځیدلی دی.
په را روان نړیوال جام کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي وي او کرېکټ بورډ ویلي غوراوي کمېټې د نړیوال جام سیالیو لپاره لاندې لوبغاړي اعلان کړي چې د هېواد غوره استازیتوب وکړي.

د عکس سرچینه، acb
په اعلان شوې نوملړ کې د افغانستان یو پخوانی الراونډر بالر ګلبدین نایب چې تېر یو ورځنی نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلمشر و په اضافي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوی دی.
فرید احمد او شرف الدین اشرف هم په دغو لوبغاړو کې دي چې د اړتیا په وخت کې د افغانستان د لوبډلې برخه ګرځیدی شي.
د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې ښکاري چې د نړیوال جام لوبې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې د تېر نړیوال جام د پایلوبې ګټونکي انګلنډ او ماتې خوړونکي نېوزلنډۍ ترمنځ پر لوبه پیل شي.
د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا سیالۍ به بیا د نومبر میاشتې تر ۱۹مې روانې وي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له شري لنکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.










