د بي بي سي پلټنې: ایراني امنیتي ځواکونو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله له جنسي ځورونې وروسته وژلې

د عکس سرچینه، ATASH SHAKARAMI
- Author, برټرم هېل، اېډا مېلر او مايکل سېمکېن
- دنده, د بي بي سي پلټونکې ډله
بي بي سي یو ځینې داسې شواهد ترلاسه کړي، چې پکې مالومه شوې، ایران کې د احتجاجونو پر مهال امنیتي کسانو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله نیکا شاکرمي له جنسي پلوه ځورولې او بیا یې وژلې ده.
په دې اسنادو کې د نیکا په نیول کېدو کې د نورو ښکېلو کسانو د مالوماتو تر څنګ د جنسي ځورونې په اړه د امنیتي کسانو اعتراف هم شته.
د دې اسنادو راټولونې بي بي سي ته ممکنه کړې چې، د ۱۶ کلنې نیکا له نیول کېدو او نادرکه کېدو راهیسې د هغې پېښه بیا وسپړي.
د نیکا جسد له نادرکه کېدو نهه ورځې وروسته وموندل شو. حکومتي سرچینو ادعا کړې وه چې، نیکا ځان وژنه کړې.
بي بي سي دا اسناد د ایران حکومت او سپاه پاسداران ځواکونو ته استولي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د بي بي سي له خوا په ترلاسه شویو اسنادو کې داسې رپوټ هم شته، چې "یوه خورا محرم" مهر لري او د یادې ایرانۍ نجلۍ د پېښې د قضیې په تړاو د سپاه پاسداران د ناستې لنډيز پکې لیکل شوی دی.
دې اسنادو کې د نیکا د قاتلینو په ګډون د هغو لوړ پوړو قوماندانانو نومونه هم شته، چې د حقیقت د پټولو هڅه یې کړې.
په شواهدو کې د پېښې په تړاو داسې ټکان ورکوونکې جریات هم شته، چې د یوه بې نښانه او پوښل شوي تورو ښیښو لارۍ يا وان ګاډي شاته د امنیتي ځواکونو له خوا د نیکا شکرمي ځورونه په ډاګه کوي.
د ترلاسه شویو اسنادو مهم ټکي
کله چې نیکا ونیول شوه، او یخچال لرونکي موټر ته پورته کړل شوه، څملول شوې وه، له دې کسانو یو چې پر نیکا د پاسه ناست و د هغې پر جنسي ځورولو یې پیل وکړ.
سره له دې چې د نیکا لاسونه یې شاته ورتړلي و، خو ۱۶ کلنې نجلۍ په لتو او سپکو سپورو په ویلو خپله دفاع کوله.
تېري کوونکو کسانو همدا راز اعتراف کړی، چې نیکا یې د پولیسو په اوسپنیز کوتک وهلې ده.
حکومتي سرچینو د نیکا د وژنې په اړه ډول ډول جعلي اسناد خپاره کړي و او د دې سربېره هر ډول ګنګوسې هم خپرې وې.
بي بي سي د دې اسنادو له موندلو وروسته پلټنې پیل کړې، چې څو میاشتې یې دوام وکړ.
د نیکا وژل کېدو ایران کې ګڼ غبرګونونه راوپارول او نوموړې په دغه هېواد کې د ښځو د ازادۍ د مبارزې په برخه کې بېلګه ګرځېدلې ده.
د هغې نوم د احتجاجونو پر مهال شعارونو کې یادېږي او ستایل کېږي.
نیکا په احتجاج کې د ګډون پر مهال نادرکه شوې وه، کورنۍ یې د نیکا له مړینې یوه اوونۍ ورسته د هغې جسد په سړې خونه کې موندلی و.
خو حکومتي چارواکو په احتجاجونو کې د هغې ګډون خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چې، له پلټنو وروسته یې مالومه کړې چې نوموړې ځان وژنه کړې.
له نیکا د سېپټمیر په ۲۰مه له نادرکه کېدو مخکې د تهران لاله پارک کې ویډیو ثبت شوې. په ویډیو کې لیدل کېږي چې هغه د خځلو په یوه ټوکرۍ ولاړه ده او د اعتراض په ډول یې خپل ټیکري ته اور ورته کړی.
شاوخوا خلک یې د ایران مذهبي مشر یادوي او د "مرګ پر دیکتاتور" شعارونه ورکوي.
رپوټونه ښيي، هغه څه چې دا پرې نه وه خبره دا وو چې، دا هغه مهال هم تر نظر لاندې وه او څارل کېده.

د بي بي سي نړیوالې برخې دا رپوټ د څو پټو امنیتي کسانو پر شهادت پیلېږي.
رپوت کې راغلي، له دې ډلو د ۱۲مې ډلې په نامه ډلې یو کس احتجاجونو کې په غیرعادي چلن لیدلی چې پر موبایل ډېر بوخت دی، دوی شکمن شوي و چې دا کس د معترض کوونکو "هدایت ور کوونکی" دی.
دې ډلې له خپل منځه یو پټ څارونکی د اعتراض کوونکي په ډول د نورو اعتراض کوونکو منځ ته ور استولی چې ډاډ ترلاسه کړي، رښتیا هم نیکا د احتجاجونو مشري کوي. د دې رپوټ له مخې، پټ څارونکی د مونیکا د نیولو لپاره د ډلې له نورو غړو سره اړیکه نیسي خو مونیکا تښتي.
د مونیکا ترور له دې وړاندې بي بي سي فارسي برخې ته ویلي وو، په هغه شپه نیکا خپلې یوې ملګرې سره اړیکه نیولې وه او ورته ویلي یې وو، چې امنیتي کسانو له خوا څارل شوې.
رپوټ همدا راز زیاتوي، شاوخوا یو ساعت وخت وځي، تر هغې چې مونیکا بیا لیدل کېږي. دا ځل هغه نیول کېږي او پوښل شوي ون موټر ته پورته کړل کېږي.

نیکا د ۱۲ کسیزې ډلې له دریو کسانو آرش کلهر، صادق منجزي او بهروز صادقي سره د موټر په شاته څوکۍ کې وه.
د دې ډلې مشر مرتضی جلیل موټر چلوونکي سره مخکې سیټ کې ناست و.
په دې رپوټ کې راغلي، دې ډلې د نیکا له نیول کېدو وروسته هڅه کړې چې د هغې د پټولو لپاره ځای ومومي.
لومړی نږدې د پولیسو یوه ځای ته ورننوتل، خو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هلته پاتې نشول او بېرته ترې ووتل. دوی ۳۵ دقیقې موټر وچلاوه او نیکا یې یوې توقیف خونې ته بوتله. د توقیف خونې مشر پیل کې ومنله چې نیکا دې هغه ځای کې وي، خو وروسته یې بیا پرېکړه بدله کړه.
هغه د رپوټ پلټونکي ته ویلي، "تورنې (نیکا) پرلپسې سپکې سپورې ویلي. هغه مهال ۱۴ نورې نیول شوې ښځې په توقیف خونه کې وې او ما ویل چې د هغې غږ ښايي دا نورې راوپاروي. اندېښنه مې وه چې څه ګډوډي جوړه نه شي."
دې رپوټ کې دا هم راغلي چې، مرتضی جلیل یو ځل بیا د مشورې لپاره سپاه پاسداران قوماندانۍ سره اړیکه نیسي، دا ځل ورته وویل شول چې نیول شوی کس دې اوین زندان ته بوځي.

د ډلې یوه کس بهروز صادقي ویلي، "وروسته له هغې چې توقیف خونې نیکا و نه منله، بېرته مو ون موټر ته راوسته، هغې بیا سپکې سپورې پیل کړې."
هغه پلټونکي ته ویلي، "آرش کلهر پر خپلې جورابې د هغې خوله وتړله، خو هغې بیا هم مونږ په لتو وهلو، آخر صادق منجزي په یخچال کې څملوله او دپاسه پرې کېناست، یو څه ارامي شوه او غږ یې ورک شو."
د هغه په وینا، "خو څو دقیقې وروسته نپوهېږم څه وشول، خو بیا يې پښې او لاسونه اچول پیل کړل او سپکې سپورې یې ویلې، زه نه پوهېدم چې څه روان دي خو د وهلو ټکولو غږونه مې اورېدل."
خو آرش کلهر زړه بوږنوونکي جزیات شریک کړي.
هغه وايي، " لنډې مودې لپاره مې د خپل موبایل رڼا ولګوله، ومې لیدل صادق منجیزي د نجلۍ د پاسه ناست دی او د هغې په پرتوګ کې یې لاس دننه کړی."
آرش کلهر ویلي، له هغې وروسته وضعیت زمونږ د ټولو له کنټروله ووت.
هغه نه پوهېده چې دا کار څوک کوي... خو اورېدل یې... نیکا د پولیسو په ډنډه وهل کېده..." ما لتې او سوکان وهل پیل کړل، خو نه پوهېدم چې دا زمونږ په هلکانو لګېږي که په تورنې نجلۍ."
خو صادق منجزي د آرش کلهر څرګندونې ردوي. وايي، کار برخه کې د رخې له مخې یې دا خبرې کړي.
هغې د نیکا پرتوګ ته لاس دننه کول دروغ یاده کړې، خو وايي له دې انکار نه کوي چې کله د نیکا د پاسه ناست و او د هغې کوناټي یې لمس کول "تحریک" شو.
هغه ویلي، دا کار د دې لامل شو چې نیکا چې لاسونه یې له شا تړل شوي هم و وښوري او دي ترې ولوېږي.

"هغې په لته په مخ ووهلم، زه هم مجبور شوم چې له ځانه دفاع وکړم."
له ون موټر څخه مرتضی جلیل ګاډي چلوونکي ته نارې کړې چې موټر ودروي.
هغه د موټر شاته دروازه خلاصه کړه او د مونیکا بې روحه جسد یې ولید.
هغه وايي، د نیکا له مخ یې وینې پاکې کړې او په وینا یې "وضعیت يې ښه نه و."
دا څرګندونې د مونيکا د مور له خبرو سره ورته دي چې ویلي یې وو، کله یې چې په سړه خونه کې د هغې جسد وموند او هغه اعلان یې ولید چې د نیکا د مرګ په اړه بي بي سي فارسي خپور کړی و چې "پر ځان د سختو ضربو او وهلو له امله یې ټپونه ژور دي." چې له امله یې ساه ورکړې.
مرتضی وايي، "ما په دې فکر کاوه چې جسد یې څنګه ولېږدوو. له هېچا مې پوښتنه و نه کړه چې ولې، یوازې ومې پوښتل: ساه اخلي؟ فکر کوم بهروز صادقي ځواب راکړ چې، نه، مړه ده."
جلیل د درېیم ځل لپاره د سپاه پاسداران قوماندانۍ سره اړیکه نیولې، دا ځلې یې د مستعار نومي نعیم ۱۶ په نامه یوه لوړ پوړي افسر سره خبرې کړي.
نعیم۱۶ په پلټنو کې ویلي، "مونږ له دې مخکې هم په خپله اډه کې وژل شوي کسان لرل، نه مې غوښتل شمېر یې ۲۰ ته لوړ شي. د نیکا راوړلو ستونزه نه هواروله."
هغه جلیل ته ویلي چې جسد یې کوڅه کې وغورځوي. جلیل وايي د یادګار امان په یوه له ګڼې ګوڼې تشه کوڅه کې یې جسد کېښود.
د رپوټ پایله ښيي، موټر کې پر مونیکا جنسي تیري اخ او ډب پیل کړی او هغه ګوزارونه چې د ۱۲مې ډلې له خوا کېدل د نیکا د وژل کېدو لامل شوي.
رپوټ کې راغلي، "درې د پولیسو اوسپنیز کوتکونه او درې برېښنايي کوتکې کارول شوي ، مالومه نه ده چې کوم ګوزار مونیکا وژلې."
دا رپوټ له هغه رپوټ سره په تضاد کې دی، چې د نیکا له مړینې وروسته د ایران حکومت له خوا خپور شو. د دوی په رپوټ کې راغلي و چې نیکا له یوې ودانۍ ځان لاندې راګوزار کړی او ځان وژنه یې کړې.
په ایران کې احتجاجونه د ۲۲ کلنې مهسا امینې له وژل کېدو وروسته پیل شول. د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې وروسته بیا وموندله چې، هغې د اخلاقي پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته وهل شوې وه چې د سختو ټپونو له امله یې بند کې ساه ورکړه.
د هغې د نیول کېدو لامل د حجاب نه مراعت کول یاد شوي و.











