د بشري حقونو مدافع سازمانونه: 'تېر کال ایران کې د اعدامونو کچه ناڅاپه ۸۳۴ ته لوړه شوې'

ایران

د عکس سرچینه، EPA

د کمپاین ډلې وايي دوه پرلپسې کاله کیږي چې ایران کې د اعدامونو کچه لوړه شوې او اوس ان کال کې ۸۳۴ ته رسیدلې.

ناروې میشته د ایران د بشري حقونو ډله اود فرانسې په ګډه د مرګ د سزا پرضد ډله وايي ډیری اعدامونه نا مستنده پردار زړونې وې. ایراني مامورینو یواځې د ۱۲۵ اعدامونو یادونه کړې.

د بشري حقونو دا ډلې وايي ایراني چارواکي د مرګ له سزا څخه د وسلې په توګه کاراخلي اوغواړي چې "ټولنه کې وېره خپره کړي."

له دې وړاندې په ټول هیواد کې د ښځو او نجونو په مشرۍ اعتراضونه شوي و. دا اعتراضونه هغه مهال راوپاریدل چې یوه کوردۍ -ایرانۍ ښځه، مهسا امیني، په ۲۰۲۲کال کې د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. له اعتراضونو وروسته ایرانی چارواکوسخت بندیزونه ولګول.

پداسې حال کې چې لږترلږه ۸ تنه اعتراض کونکي تېرکال اعدام شوي، راپورونه وايی چې د اعدامونو پراخ اکثریت(۵۶سلنه) د نشه يي توکو تورونوسره تړاو درلوده او ۳۴سلنه یې د قتل د تورونو له امله و.

د بشري حقونو مدافع ډلو راپور وايي ایراني چارواکو د مرګه له سزا څخه ( د سیاسي ځپلو یوې وسیلې په توګه) کار اخیستی، د سیاسي پېښو او اعدامونو د شمیر ترمنځ اړیکي لیدل کیږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري-مقدم وویل ( په ټولنه کې د وېرې رامنځته کول د واک ساتلو لپاره د رژیم یواځینۍ لاره ده).

لندن کې د چاټم هاوس څیړنیز مرکزکارکونکې ډاکټرې صنم وکیل بي بي سي ته وویل "د ایران د حکومت د هڅو د یوې برخې په توګه چې غواړي د نارضایتیو د لا خپرېدو مخه ونیسي، داسې ښکاري چې اعتراضونه، سختې سزاګانې اواعدامونه یوله بله سره تړاو لري".

هغه وايی په زیاترو دغو قضیو کې " شواهد ډېر لږ وي او سمه قانوني پروسه نه عملي کیږي".

ایران

د عکس سرچینه، EPA

په ۲۰۲۳کې د اعدامونو شمیر د تېرکال په پرتله چې هغه مهال ۵۸۲ و، تقریبا ۴۰ سلنه لوړ و.

پدې کې لږترلږه هغه ۴۷۱ خلک هم دي چې د نشه يي توکو تورونو په تړاو اعدام شوي، چې دا د ۲۰۲۰کال ارقامو په پرتله څه باندې ۱۸ ځله لوړه شمیره ده.

پدې راپورکې د نشه یې توکو او جنایتونوپه اړه د ملګرو ملتونو ادارې ( یو ان او ډي سي) باندې نیوکه شوې چې ددې مسلې په اړه یې " د اندېښنې وړ چوپتیا" غوره کړې.

د یو ان ډي سي یو ویاند بي بي سي ته وویل دا اداره د مرګ د سزا مخالفه ده او له غړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې اعدامونه وځنډوي او" له ځنډه پرته، د مرګ سزا بیخي له منځه یوسي".

بلوچ لږه کي، چې د ایران د وګړو تقریبا ۲-۶ سلنه برخه جوړوي، د اعدامونو شمېر پکې ((خورا ډېر)) موندل شوی، چې ۱۳۸ اعدامونه یې د نشه یي توکو په تړاو و.

د راپور له مخې د نورو اعدامونو شمېرې (محاربه اوپرځمکه فساد۳۹)، (جنسي تیری ۲۰)، (نامعلومه ۱۹)، دین ته سپکاوی(۲) او ناجایزه جنسي اړیکي (۱) ښودل شوي.

تېرکال لږترلږه ۲۲ ښځې هم اعدام شوي، چې له ۲۰۱۳ راهیسې ترټولو لوړه شمېره ده.

بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو عالي کمشنر، فولکر تورک، په تېره جنورۍ کې، ایران کې حکومتي ضد اعتراضونو په تړاو وویل ( هغو خلکوته د سزا ورکولوپه خاطر چې له خپلو بنسټیزو حقونو کاراخلي، د جنايي طرزالعملونو کارول، د حکومت لخوا د وژنې په معنا دي).