غوښه خوړونکي تر نورو ډېر 'بد بویه' وي؛ کوم خواړه زموږ د بدن بوی ښه کوي؟

نیجر

د عکس سرچینه، getty image

د دوبي په ګرم موسم کې زموږ د بدن د خولې غدې ډېرې فعاله کېږي.

ایا موږ کولی شو د سپرې او عطرو د کارولو پرځای د ځانګړو خوړو په خوړلو د خپل بدن بوی کنټرول کړو؟

یوازې دا نه ان تر دې چې بدن مو ښه بوی هم ورکړي؟

موږ ټول پوهېږو کله چې ګرمي مو وشي، موږ ډېر خولې کېږو.

همدا خولې بیا زموږ بدن یخ ساتي.

هر یو څاڅکی یې چې له پوستکي را وځي او بیا بخار کېږي له دې سره زموږ بدن یخ ساتل کېږي، خو کله کله دا بخار یا تبخیر ښه نه لګېږي.

هو، موږ د بدن د خولې د بد بوی په اړه خبرې کوو.

د هر انسان د بدن خوله یو ځانګړی بوی لري، د ځینو خلکو خوله بوی نه لري، په ځینو کې دا بوی د زغم وړ نه وي.

د سویډن د کارولینسکا انسټیټیوټ پروفیسور یوهان لندسټروم د بوی په برخه کې پراخې څېړنې کړې دي.

ده دا موندلې چې د بدن د بوی لاملونه بېلابېل دي.

"زموږ د بدن بوی د هغو موادو جوړښت دی چې له بېلابېلو غدو څخه ترشح یا راوځي. چې یوه برخه یې ژنونه او بدن کې شته باکتریاوې (پاکیزګي او ژنتیک) پورې هم اړوندېږي.همدارنګه د شاوخوا چاپېریال (رطوبت، تودوخې) پورې هم تړاو لري، خو په ټوله کې هغه څه چې خورو د بدن په بوی اغېز کوي. "

نو، د پاکوالي او ژنیتکي/جنتيکي ځانګړتیاوو سربېره، هغه خواړه چې موږ یې خورو زموږ د بدن د خولې په بوی کې مهم رول لوبوي.

هغه خواړه چې زموږ د بدن بوی بدلوي

نیجر

د عکس سرچینه، getty image

موږ په ریښتیا نه پوهېږو چې کوم خواړه زموږ د بدن په خوله کې کوم ډول بوی رامنځ ته کوي.

پروفیسور یوهان لندسټروم وايي: "تر هغه ځایه چې زه پوهېږم. دا چاره په رسمي توګه نه ده ارزول شوې، خو په دې پوهېږم چې کوم خوراکي توګي زموږ د بدن په بوی ډېر اغېز کوي."

نوموړی پروفیسور وايي: "هغه وګړي چې ډېره غوښه خوري د هغو وګړو پرتله ښه بوی نه لري چې سابه یا سبزیجات خوري. دا ټولو ته څرګنده ده، هغه خلک چې هوږه ډېره خوري د نورو وګړو پر تله یې بدن بد بوی کوي."

همدارنګه زموږ د بدن په طبیعي بوی بېلابېلې د خوړو مصالحې هم اغېزه کوي.

خو د دې خوړو ځانګړتیاوې څه دي او کوم مواد لري چې زموږ د بدن بوی بدلوي؟

"دا خواړه ځینې کیمیاوي توکي لري چې د وینې جریان ته ننوځي او د وینې جریان له لارې هغو غدو ته ننوځي چې له بدن څخه خوله رابهر کوي. ډېری هغه مواد چې زموږ د وینې جریان ته ننوځي زموږ د بدن پر بوی اغېز کوي."

نو، که تاسو غوښه او هوږه ډېره وخورئ، ستاسو د خولې په ګډون بدن به مو هم بد بوی کوي.

ایا هغه خواړه چې د بدن د بوی لامل کېږي اشتها راوړونکي دي؟

که څه هم د ځانګړو خواړو په اړه هغه چې د خولې بد بوی لامل کېږي، کمېڅېړنې ترسره شوې دي، خو یو څو څېړنو ښودلې چې کوم ډول خواړه د بد بوی لامل کېږي.

یوه له دغو څېړنو څخه د تسټرالیا په مکواري پوهنتون کې ترسره شوې.

په دې څېړنه کې ۴۳ نارینه وو برخه اخیستې وه چې د جامو له اغوستو مخکې یوازې په اوبو د بدن د مینځلو اجازه ورته شوې وه یعنې د پاکولو ځانګړي توکي به یې نه کارول.

دوی به ۴۸ ساعته کتاني جامې اغوستې او بیا به د بدن د غدو ښه فعالیت لپاره به یې یو ساعت سپورت هم کاوه چې خوله وکړي بیا به یې د بدن بوی ازمویل کېده.

هغو کسانو چې مېوه او سابه یې خوړلي وو، د هغو د بدن بوی ډېر بد نه و، خو هغو کسانو چې غوړ، غوښه او هګۍ خوړلې وې د هغو بدن ښه بوی نه درلود.

نیجر

د عکس سرچینه، getty image

یوه بله څېړنه چې د نارینه وو د بدن د خولې د بوی په اړه ترسره شوې، د هغو ۱۷ نارینه‌وو په سر ترسره شوې څېړنه ده چې خوړو کې یې سره غوښه وه او د هغو سره پرتله شوي چې له غوښې پرته یې خواړه خوړل.

په دې حالت کې له ۳۰ مېرمنو غوښتل شوي وو چې د همدې نارینه‌وو د بدن بوی په اړه خپل نظر ورکړي یعنې د خوښۍ، جذابیت او سړيتوب احساس په کې ولټوي.

د هغو نارینه‌وو د بدن بوی چې له غوښې څخه پاک خواړه یې خوړلي وو د هغو نورو پرتله ښه وو چې خوړو کې یې غوښه وه.

له غوښې د پاکو خواړه خوړونکو د بدن بوی د پام وړ ډېر زړه راښکونکی، خوندور او نرم و.

دا څېړنه ښیي، چې د سرې غوښې خوړل د خلکو د بدن د بوی په ښه والي منفي اغېزه لري.

ایا موږ اړتیا لرو خپل خواړه بدل کړو چې ښه بوی ولرو؟

یاد پروفیسور وايي، د بدن بوی لپاره د ځانګړو خوړو خوړلو پرتله عطر کارول منطقي ښکاري.

دی دا هم وايي، چې د بدن بوی هر وخت بد نه وي.

"په بېلابېلو هېوادونو کې د بدن بوی د منلو په اړه بېلابېل باورونه شته دي. په هر حال د هغه ځای او فضا پورې اړه لري چېرې چې بوی د منلو وړ ګرځي یا نه. د بېلګې په توګه د بدن بوی په سپورتځای کې، د یوه پردي کس څنګ سره په بس کې او یا هم د هغه کس سره په بستر یا څنګ کې چې ورسره مینه لرو، خو په ټوله کې نظافت او حفظ الصحه مهمه ده."

"معمولا زموږ د ژوند ملګری/ملګرې زموږ د بدن طبیعي بوی خوښوي!"

دا له یو بل سره د یو کېدو او همغږۍ درجې اندازه کولو یوه لاره ده.