ویاګرا څنګه ناڅاپه اختراع شوه؟

viagra

د عکس سرچینه، Getty Images

د ویاګرا اختراع د کورولۍ 'سیکس' په تاریخ کې یوه مهمه شېبه وه، خو په زړه پورې دا ده چې دا یوه ناڅاپي اختراع وه، داسې چې اصلي موخه بل څه وه.

ویاګرا په ۱۹۹۸ کال کې پلور ته راووته او سمدلاسي تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي درمل وګرځېدل.

د امریکايي درمل جوړونکي شرکت 'فایزر' لخوا په ناڅاپي ډول دا اختراع شوې 'نیلي رنګه ګولۍ' ډېر ژر د همدې شرکت لپاره د پیسو ګټلو په ماشین بدله شوه.

د یوې شمېرې له مخې یوازې په لومړیو دریو میاشتو کې امریکا کې نارینو د جنسي ځواک پیاوړتیا د دغو ګولیو پر پېرلو شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره لګولي وو.

کار پوهان وايي، هر کال یوازې په قانوني بڼه ۴۰ ټنه ویاګرا کارول کېږي.

د ویاګرا د ناڅاپي کشف کیسه

viagra

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټر میترا بولیل چې بریتانیا کې د فایزر څېړنیز دفتر کې کار کوي، بي بي سي ته وویل، دغه درمل چې اوس د نارینه‌ وو د تناسلي الې د ښه فعالیت لپاره کارول کېږي، په تصادفي توګه کشف شوي.

سایمن کیمبل یو کیمیاپوه دی چې له فایزر شرکت سره یې د زړه ناروغۍ لپاره په درمل جوړولو څېړنه کوله.

د نوموړي د ټیم غړي وايي، د دې څېړنې په درشل کې مو بېلابېل درمل کشف کړل خو خپل اصلي مطلب ته ونه رسېدو.

هغه زیاتوي "ډیر مایوسه وو او داسې ښکارېدل چې موږ باید خپله روانه څېړنه په ټپه ودرو. په هرحال پرېکړه مو وکړه چې یوه وروستۍ لس ورځنۍ تجربه کوو او رضاکارانو ته پکې ډیر درمل ورکوو چې وګورو څه پایلې ترلاسه کوو."

دا د ۱۹۹۰ لسېزې د لومړیو خبره ده. هغه مهال یوازې نارینه رضاکاران دې ساینسي تجربې لپاره غوره شوي وو.

سایمن وايي "کله چې لس ورځې وروسته د تجربې پای ته ورسېدو نو بیا مو پوښتنه وکړه چې پایله یې څه شوه؟ خو بیا مو هم روښانه ځواب نه درلود."

نوموړی زیاتوي چې "موږ د څیړنې له مشر وپوښتل او هغه وویل، په داوطلبو شویو کسانو کې چې د زړه ناروغۍ یې درلودې، د غړو، سر درد او معدې درد پیدا شوی دی."

viagra

د عکس سرچینه، Getty Images

خو په دې څېړنه کې شامل نرسانو یو بل څه ته پام شوی و او هغه د داوطلبو ناروغانو د تناسلي آلې پیاوړتیا وه چې له معمول څخه زیاته وه.

دا مالومات ناروغانو د درملو د اغېزې په پایله کې له مسولانو سره شریک کړي و.

ډاکټر ډیویډ براون چې د ویاګرا په اختراع کې برخه درلوده، هیله لري له دغو رضاکارانو سره یو ځل بیا وویني.

"هغوی تاریخ جوړ کړ، که څه هم هغه وخت داوطلبانو غوښتل یو څه پیسې وګټي، خو د انسانانو په ژوند کې یې لوی بدلون راوست."

همدا څېړنه چې د ویاګرا د ناڅاپي کشف لامل شوه، په ۱۹۹۲ کې پای ته ورسېده خو فایزر وروسته ۲۱ نورې تجربې هم پرې وکړې.

د دغو تجربو په اړه یوه بله په زړه پورې خبره

viagra

د عکس سرچینه، PFIZER

سایمن کیمبل وايي، معمولاً کله چې ناروغ ته درمل ورکول کېږي، د درملو اخیستل یې په یاد نه وي، خو په دې تجربه کې داسې کومه ستونزه نه وه رامنځته شوې.

دی وايي‌ "همکارانو مې را ته وویل، چې داوطلب ناروغان د پاتې شویو (اضافه شویو) ویاګرا له بېرته سپارلو انکار کوي."

نوموړی زیاتوي "موږ پوهېدو چې کوم ناروغ ته مو څومره ګولۍ ورکړې دي، خو ناروغانو به دروغ ویل چې نورې ګولۍ ورسره نه دي پاتې."

ما ته وویل شول: "ګولیو شمیر هېر کړئ، داوطلب ناروغان پخپله وايي چې پاتې ګولۍ بېرته نه ورکوو."

دا آزموینې دومره بریالۍ وې چې فایزر پرېکړه وکړه ژر تر ژره یې بازار ته وړاندې کړي.

له تصویب نه وروسته په ۱۹۹۸ کال کې بازار ته وړاندې او د نیلۍ رنګه ګولۍ په نوم مشهورې شوې.

اړوند مسوولان وايي، جالبه دا ده چې کله دا درمل کشف شول هغه مهال هېچا هم دا فکر نه کاوه چې دې ډول درملو ته هم اړتیا شته.