امریکا کې محکمې ډونلډ ټرمپ په ټولو جنايي قضیو کې مجرم وباله

د عکس سرچینه، AFP
ډونلډ ټرمپ د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر شو، چې د جنايي تورونو په تړاو پړ وبلل شو. د لوڅو فېلمونو یوې ممثلې ته له هغه سره د جنسي اړیکو په اړه د چوپ پاتې کېدو په بدل کې د پیسو د ورکولو په تړاو قضیه کې په نیویارک کې عدلي پلاوي هغه په دې اړه په خپلو کاروباري اسنادو کې د درغلۍ له امله مجرم وباله.
ښاغلي ټرمپ ته به په دې تړاو سزا په را روانه جولای میاشت کې اورول کېږي، چې هغه یې په لوړو محکمو کې د ننګولو حق لري.
د یادونې ده، چې دا لومړنی ځل دی، چې د امریکا یو مخکینی یا اوسنی ولسمشر په یوه جرم تورن کېږي. نوموړي ته به د راتلونکې جولای میاشتې پر ۱۱ نېټه سزا ورکړل شي.
کېدای شي مخکیني ولسمشر ته د زندان سزا ورکړل شي، خو قانوني ماهرین وايي، داسې ډېر احتمال شته، چې نوموړی به یوازې جریمه شي.
ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه یوه ''رسوايي'' بللې او پر قاضي جوان میرچان یې لفظي برید کړی، چې د دې قضیې عدلي پلاوي مشري یې کوله.
د محکمې دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې ډونلډ ټرمپ د راتلونکي نومبر میاشتې په ټولټاکنو کې جو بایډن ته د ماتې ورکولو لپاره کمپاین کوي.
په امریکا کې د بي بي سي خبریاله کایتلین ویلسن په خپله رپوټ کې وايي، په وروستۍ پرېکړه کې رسماً له تورن کېدو وروسته هم ډونلډ ټرمپ کولای شي د ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.
د بي بي سي خبریاله وايي، د امریکا اساسي قانون د ولسمشرۍ مقام کاندیدانو لپاره یو څو شرطونه لری، یو دا چې لږ تر لږه عمر یې باید ۳۵ کاله وي، په امریکا کې زېږېدلی او ''طبیعي امریکایی تابعیت'' ولري او لږ تر لږه ۱۴ کاله په امریکا کې اوسېدلی وي.
داسې هېڅ شرط نه شته، چې د مجرمانه سابقې لرونکی کس د ولسمشرۍ کاندید نه شي کېدای، بلکې که یو کس په زندان کې هم وي، کولای شي په ټاکنو کې د کاندید په توګه برخه واخلي.

د عکس سرچینه، EPA
محکمې د دې قضیې په ترڅ کې د سټورمې دانئیلز په ګډون چې له ټرمپ سره د ادعا شویو جنسي اړیکو موضوع د دې قضیې مرکزي موضوع وه، ۲۲ کسانو د شپږو اونیو په موده کې شاهدي ورکړه.
پر ټرمپ تور دی، چې د ۲۰۱۶ کال له ټولټاکنو لږ مخکې یې د خپل مخکیني مدافع وکیل په لاس د جنسي فلمونو دې مخکینۍ ممثلې ته د پټه خوله پاتې کېدو بدل کې پیسې ورکړې او دا موضوع یې پټه کړې وه.
د عدلي پلاوي ۱۲ غړو په یوه خوله د پرېکړې له اعلان مخکې تر دوو ورځو پورې په دې هکله بحثونه کړي او د نظر تبادله یې کړې.

د عکس سرچینه، EPA
په نیویارک کې د بي بي سي خبریاله ناده توفیق وايي، دا د امریکا د تاریخ کې یوه پرېکنده وخت دی. له دې مخکې هېڅ یو مخکینی ولسمشر ګناهګار نه دی بلل شوی، خو ډونلډ ټرمپ بیا هم داسې څوک ثاثبت شو، چې د دې هېواد د تر ټولو مهم مقام اصول یې مات کړل.
له داسې ټاکنو یوازې څو میاشتې مخکې چې د سختې سیالۍ تمه کېږي او دی پکې یو مهم کاندید بلل کېږي، امریکا له یوه بې ساري عدلي او حقوقي مسائلو سره لاس او ګرېوان ده.
له خپلې سزا سره، سره به احتمالي ریپبلکن کاندید وکولای شي د سپینې ماڼۍ لپاره سیالي وکړي. دې کې هم څه شک او شبه نه شته چې نوموړی به استناف غوښتنه کوي، ځکه نو په دې قضیه کې دا وروستی پړاو نه دی.
خو دا پروسه به اوږدمهاله وي او داسې ګومان نه کېږي، چې په نومبر کې به د ټولټاکنو له ورځې مخکې راټوله شي. د ټرمپ منتقدینو لپاره د دې پرېکړې مانا دا ده، چې عدالت تامین شو، پلویان یې بیا دا پرېکړه د نوموړي شهادت بولي.
خو هغه چې په دا منځ کې دي، څه وايي؟ راتلونکو ټاکنو کې به پرېکړه په لږ شمېر ایالتونو کې یوازې لسګونه زره رایې کوي، او نظر پوښتنې ښيي چې ځینې رایې ورکوونکي سپینې ماڼۍ ته د یوه داسې کس له استولو سره راحت نه دي، چې مجرم بلل شوی.
خو داسې ډېر احتمال هم شته، چې هېڅ هم ډونلډ ټرمپ نه شي بدلولای، بلکې دا هر څه به اصلاُ دی نور هم زړور کړي.











